د تعییناتو بورډ

پېژندنه، شاليد او د دندو لايحه

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت په مرکز او ولايتونو کې د وزارتونو او خپلواکو دولتي ادارو د عامه ادارې او بيارغونې په برخه کې د سراسري اصلاحاتو لپاره په لومړي ګام کې د وزارتونو، ادارو او معاشونو سيسټم د تشکيلاتي جوړښت د بيارغونې او اصلاح په موخه په ٢١/٤/١٣٨٢ نېټه په وزارتونو او ملکي ادارو (PRR) کې د اصلاحاتو او لومړنۍ بيارغونې ٣٣ مه ګڼه فرمان صادر کړ، څو د دغه کار د تر سره کولو لپاره مامورين، جلب، حفظ او تشويق کړي.

وروسته د جمهوري رياست د ٧٢ مورخ /١٤٦/١٣٨٤ ګڼې فرمان له مخې، د ملکي خدمتونو قانون د وزيرانو شورا ٢١ مورخ ٢٥/٤/١٣٨٤ ګڼې مصوبې پر بنسټ نافذ شو.

د دغه قانون له مخې چې تراوسه پورې تقنيني حيثيت لري، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمېسيون چې له نهو غړو جوړ دى، د ولسمشر له لوري د درېيو کلونو لپاره ګومارل کېږي. د کمېسيون مشر د کمېسيون پنځه غړي د ملکي خدمتونو د تعييناتو بورډ او درې نور هم د ملکي خدمتونو د شکايتونو د څېړنې کمېسيون کې استخداموي.

د ملکي خدمتونو د تعييناتو بورډ عمده دندې د ملکي خدمتونو قانون د ١٤مې او ١٥مې مادې د موادو له مخې په لاندې ډول دي:

  1. د ولسمشر د منظورۍ لپاره د ملکي خدمتونو د لوړ پوړو مامورينو د تشخيص، د استخدام وړانديز، ترفيع، تبديلي، تقاعد، د تقاعد رفع کولو او نورو ذاتي چارو تر سره کول.
  2. د تعييناتو کمېټو د کاري رهبري، د دندو د معيارونو تصويب، اعلانات، د نوماندانو د لنډ لړليک ترتيب او نهايي انتخاب.
  3. د جمهوري رياست مقام ته د منظورۍ لپاره د منتخبو نوماندانو وړانديز، د وزارتونو او ادارو لپاره د ټيټ پوړو بستونو د رقابتي بستونو د تعييناتو د جريان څارنه.

 د ملکي خدمتونو د تعييناتو بورډ په تشکيل کې ٥ بسته له رتبې بهر(کمېشنر)، دوه بسته دويمه رتبه، ٤٨ بسته درېيمه رتبه، ٢٢ بسته څلورمه رتبه، اووه بسته پنځمه رتبه، دوه بسته شپږمه رتبه او ٥ بسته د اوومې رتبې بستونه شامل دي چې ټولټال ٩١ بسته کېږي.

  • د پنځو کمېشنرانو له ډلې نه يو تن د نورو کمېشنرانو د رايو پر بنسټ د يوه کال لپاره د تعييناتو بورډ د رييس په توګه ټاکل کېږي.
  • اجراييه رياست چې په اډانه کې يې اداري امريت، د پوښتنو د بانک عمومي مديريت، د چارو د تنظيم امريت، د احصايې او پلان امريت، د ذاتي چارو امريت، د نوماندانو د اسنادو څېړنې امريت، د تعييناتو د کمېټو امريت او د ټيټ پوړو بستونو د څارنې عمومي امريت فعاليت کوي او د دغه رياست له لوري رهبري کېږي، د تعييناتو بورډ جز او تشکيل کې راځي.

 د ملي يووالي حکومت د کار له پيل نه وروسته د افغانستان اسلامي جمهوري رياست د ٨٢ مورخ ١٥/٦/١٣٩٤ ګڼې فرمان او د کابينې د ٢١ مورخ ١٤/٦/١٣٩٤ ګڼې مصوبې پر بنسټ د ملکي خدمتونو کارکوونکو قانون کې تعديل راغى چې له مخې يې د لومړي، دويم او درېيم بست مامورينو د استخدام صلاحيت د ملکي خدمتونو د تعييناتو بورډ نه واخيستل شو او وزارتونو او خپلواکو دولتي ادارو ته ورکړل شو چې د ياد شوي فرمان پر بنسټ د تعييناتو بورډ د لوړ پوړو او ټيټ پوړو بستونو د استخدام له پروسې څخه يوازې څارنه کوي.

د سيمه ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې د وړانديز او جمهوري رياست مقام د١٦٢٩ مورخ ١٨/٨/١٣٩٤ ګڼې حکم له مخې د جمهوري رياست د ١٦٢٩ مورخ ١٨/٨/١٣٩٤ ګڼې فرمان له نافذېدلو سره دغه کمېسيون ته دنده وسپارل شوه، څو د ولايتونو د مرستيال واليانو او ولسوالانو د استخدام پروسه د پخوا په څېر د ملکي خدمتونو د تعييناتو بورډ له لارې تر سره شي.

د تعييناتو بورډ عمده لاسته راوړنې په لاندې ډول دي:

  • په عالي رتبه( لوړ پوړو ) بستونو کې د ٧٥٥٣ کسانو ګومارنه او د PRR پروسې له لارې په ټيټو بستونو کې د ٢٤٤٥٢ کسانو پر استخدام څارنه او ٢٦٤١ عالي رتبه مامورينو استخدامول.
  • د ٢٦٤١ عالي رتبه مامورينو استخدام او د ٢١٤٧٥٤ ټيټ پوړو مامورينو د استخدام له پروسې څارنه چې له دې ډلې يې ٥٥٠٦١ کسان مرکزي او ١٥٩٦٩٣ کسه نور ولايتي دي او ګومارنه يې د رتب معاش پروسې پر بنسټ شوې ده.
  • د ٣٢ مرستيال واليانو او ٢٦٢ ولسوالانو استخدامول.
  • د ذاتي چارو( تقاعد، ترفيع، د تقاعد رفع او د عالي رتبه مامورينو د خدمت غځول ) د ١٥٧٢٦ مواردو څېړنه او اجرا کول.

په ټوله کې د ولايتي او مرکزي لوړ پوړو او ټيټ پوړو بستونو په لېست کې ٢٤٩٦٩٤ کسان شامل دي.

د افغانستان اسلامي جمهوري رياست د عالي مقام د ٨٢ مورخ ١٥/٦/١٣٩٤ګڼې فرمان له صدور نه وروسته چې د استخدام پروسه يې په وزارتونو پورې وتړله، د تعييناتو بورډ د استخدام پر لاندې مواردو څارنه کړې ده:

  • د رتب او معاش ١١٠عالي رتبه بستونه.
  • د CBR اړوند ٢٦٤ بستونه.
  • ٧٠ ولسوالان او درې مرستيال واليان.
  • ٣٢٨١١ ټيټ پوړي بستونه چې له دې ډلې ٨٨٥١ مرکزي او ٢٣٩٦٠ ولايتي دي.
  • ١٥٨٢٦ ښوونکي.

 راتلونکي پروګرامونه او پروژې

  • د افغانستان اسلامی جمهوري رياست د ١١٦٠ مورخ ٣٠/٣/١٣٩٦ ګڼې حکم سره سم، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسيون د نورو وزارتونو او خپلواکو دولتي ادارو په همکارۍ د جمعي او انفرادي رقابتي ازموينو د پروسې رهبري او څارنه پر غاړه واخيسته چې ټولې دندې يې د ملکي خدمتونو د تعييناتو بورډ پر غاړه اخيستې دي. د دې پروسې بنسټيزه موخه په دولتي ادارو کې د ځوانانو جذب، د استخدام پروسه کې د روڼتيا رامنځته کول، د باتجربه کادرونو جلب، د افغانستان د ادارو مسلکي کول، د افغانستان د ملکي خدمتونو ادارو کې د کار لپاره د ښځو تشويق او جذب، د لا زياتې روڼتيا او اسانتيا لپاره د ميتودونو کار رامنځته کول، په جلب، جذب او استخدام بهير کې د بانفوذه افرادو د نفوذ او تصرف مخنيوى، په وزارتونو او خپلواکو دولتي ادارو کې پر تشکيلاتي جوړښت بيا کتنه ده.
  • د ياد شوي حکم له مخې، د تعييناتو بورډ په روان ١٣٩٦ کال کې د تدارکاتو د ٨٠٠ بستونو، د ملکي خدمتونو د ٥٠٠٠ مامورينو او د ښوونکو پر ٨٠٠٠ بستونو د جمعي استخدام او مراحلو څخه څارنه کوي.
  • ددې ترڅنګه هغه نوښتونه چې د بورډ نوي مشرتابه پلاوي په راتلونکي کې د استخدام پروسې د لا موثرې بډاينې په موخه په پام کې نيولي، عبارت دي له:
  • برېښنايي استخدام.
  • د تماس(اړيکې) مرکز( کال سنټر) رامنځته کول.
  • په مرکز او زونونو کې د ازموينې مرکزونه رامنځته کول.
  • په معياري ډول د پوښتنو د بانک لپاره د ډېټابيس جوړول.
شریک