د کمېسيون په اړه

پېژندنه

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسيون د رامنځته کولو د طرحې وړانديز د بن د هوکړو پر بنسټ وشو او دغه کمېسيون د لنډمهاله ادارې د رييس د ١٣٨١/٣/٢نېټې د ٢٥٧ګڼې تقنيني فرمان پر بنسټ  (د ملکي ادارې خپلواک کمېسيون)تر نامه لاندې د يوه ځانګړي بوديجوي واحد په توګه رامنځته شو چې موخه يې د سالمې ادارې د رهبرۍ رامنځته کول، د اهليت، لياقت او تخصص له مخې د ملکي خدمتونو د کارکوونکو استخدام، د ملکي خدمتونو د دندو تثبيت او د ملکي خدمتونو کارکوونکو د ذاتي چارو تنظيم ښودل کېده.

د افغانستان د اسلامي انتقالي دولت د مشر د ١٣٨١/٣/٢٠نېټې د ٢٥ ګڼې فرمان د دويمې مادې د حکم له مخې د کمېسيون نوم له(د ملکي ادارې خپلواک کمېسيون) څخه په(د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسيون) بدل شو او په همدې نېټه يې عملا په کار پيل وکړ.

د دغه فرمان د لومړۍ مادې د حکم له مخې، د اصلاحاتو د سراسي پروګرام طرحه، تنظيم، مشري او تطبيق د همدې کمېسيون مسووليت دى. په همدې ډول د دغه فرمان د درېيمې مادې د حکم له مخې، ځينې نور موضوعات لکه د ملکي لوړ پوړو مامورينو تشخيص، انتخاب او د تقرر وړانديز، د ملکي ادارو د وړانديزونو څېړنه او تاييد، د ټيټ پوړو مامورينو له تعييناتو څارنه، د استخدام په اړه د ملکي مامورينو د عريضو او شکايتونو څېړنه هم د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمېسيون له دندو ګڼل کېږي.

د ياد شوي فرمان د شپږمې مادې د حکم له مخې، وزارتونه او دولتي ادارې وګومارل شوې چې د کمېسيون له تصميمونو پيروي وکړي.

ليدلورى

د غوره حکومتوالۍ په اډانه کې د ملکي خدمتونو د يوې قانونمندې، غير سياسي، با ثباته، حساب ورکوونکې ادارې رامنځته کول چې د بنسټيزو خدمتونو د وړاندې کولو لپاره له  عامه سرچينو څخه د اغېزمنې استفادې وړتيا ولري. د عوايدو لوړ والى، د هېواد د ټولنيزې او اقتصادي پراختيا لپاره د خصوصي برخې له پراختيا ملاتړ.

ماموريت:

رهبري، ستراتيژيکه لارښوونه، د ملکي خدمتونو د مديريت په برخه کې د مهارتونو چمتو کول، د عامه ادارې د يوه پياوړي، اغېزمن او قوي سيسټم له پراختيا څخه ملاتړ.

جوړښت

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسيون له ٩ کمېشنرانو څخه تشکيل شوى چې له دې ډلې يې يو کس د ولسمشر له لوري د کمېسيون د مشر په توګه ټاکل کېږي. همدارنګه دغه کمېسيون څلور عمومي رياستونه او دوه بورډونه لري.

د ملکي خدمتونو د تعييناتو بورډ

د ملکي خدمتونو د تعيينانو بورډ د اهليت او وړتيا د معيارونو پر بنسټ د لوړ پوړو دولتي کارکوونکو د ګومارنې، د ټيټ پوړو کارکوونکو له تعييناتو د څارنې، د ملکي خدمتونو په بنسټونو کې د اصلاحاتو پروګرامونو او د يوې سالمې ادارې د رامنځته کولو په موخه د ملکي خدمتونو له بنسټونو سره د همکارۍ لپاره فعاليت کوي.

د ملکي خدمتونو د شکايتونو بورډ

دغه  کمېسيون د نا موجه تاديبي مويداتو، نا قانونه هداياتو او اوامرو، د طرز سلوک مقررې له مندرجو احکامو څخه د سرغړونې، شخصي سوانحو ته د نه لاس رسي، له کوم معقول دليل پرته د غوښتنليک له منلو انکار، د ملکي خدمتونو د تعييناتو بورډ او په وزارتونو کې د استخدام کمېټو د تبعيضي چلند او د ملکي خدمتونو په تړاو د شته شکايتونو او  نورو کارکوونکو د موجه نيوکو يا شکايتونو د څېړنې لپاره کار کوي.

د دارالانشاء عمومي رياست

دا رياست د کمېسيون په اجرايي، مالي او اداري چارو د اړوندې لايحې له مخې د کمېسيون د رييس تر څارنې لاندې فعاليت کوي او همدارنګه د اداري اصلاحاتو د پروګرامونو، پروژو او فعاليتونو د پلي کېدو بهير ارزوي او څاري، بيا يې راپور د کمېسيون مشر ته وړاندې کوي.

د ملکي خدمتونو عمومي رياست

دغه رياست د دولتي خدمتونو د ادارې، تنظيم او وړاندې کولو، د قوانينو، فرمانونو، مقررو او ملکي کړنلارو د طرحې او ترتيب، د مسلکي مشورو وړاندې کولو او له پاليسيو(کړنلارو) څخه د څارنې په موخه جوړ شوى دى.

د ملکي خدمتونو د انستيتيوت عمومي رياست

د ملکي خدمتونو دغه انستيتيوت يو ښوونيز او اکاډميک بنسټ دى چې د ملکي خدمتونو د کارکوونکو او د پوهنتونونو د فارغينو د ظرفيت لوړونې په موخه فعاليت کوي. د دې ترڅنګ د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمېسيون له ستراتيژيکو موخو سره سم د ملکي خدمتونو د کارکوونکو د ظرفيت لوړولو لپاره د ستراتيژيکې او عملياتي پلان جوړونې، د ښوونيزو پاليسيو، ستراتيژيو او لارښوونو د طرحې او ترتيب د انستيتيوت نورې موخې دي.

 د ولايتي چارو د همغږۍ رياست

دا رياست د ولايتونو او ولسواليو په کچه د عامه ادارې د اصلاحي پروګرامونو له پلي کېدو څخه د ملاتړ، اسانتياوو او انسجام په موخه رامنځته شوى، څو ياد شوې ادارې وتوانېږي چې با کيفيته خدمتونه وړاندې کړي او د محلاتو په کچه د خلکو اړتياوو ته ځواب ووايي.

شریک