د ملکي خدمتونو ادارو کې د اصلاحاتو څرنګوالی

د ۱۳۹۶ مالي کال د لومړيو شپږو مياشتو راپور

د راپور لنډیز

د دې راپور موندنې څرګندوي چې ادارې لا هم د خپل استخدام پروګرامونو کې شاته پاتې دي. د منظم پروګرام جوړونې نشتوالی، د ادارو او کمېسيون تر منځ د همغږۍ نشتوالی، د تشکیل او بستونو په منظوري کې ځنډ او د سي بي ار بستونو د شمېر نا څرګندوالی د استخدام پلان د شاته پاتې کېدو لاملونه بلل شوي. له دې ډلې اووه وزارتونه او ادارې چې د نورو وزارتونو او او دارو نه زیات د خپل استخدام پروسه کې شاته پاتې دي، عبارت دي له : له نشه يي توکو سره د مبارزې وزارت، د ښځو چارو وزارت، د اوبو او انرژي وزارت، د کليو پراختيا وزارت، د کانونو او پټروليم وزارت، د سوداګرۍ وزارت، د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو وزارت، د هوايي چلند وزارت، د هوايي چلند اداره، د بدني روزنې اداره، لويه څارنوالي او د احصايې مرکزي اداره.

دا په داسې حال کې ده چې د ۱۳۹۶ کال د لومړيو شپږو مياشتو په پای کې په ۳۷ ادارو کې ۱۸۸۸ بستونه د انفکاک، تقاعد، استعفا او یا هم وفات( مړينې) په سبب خالي شوي او د استخدام پروګرام تر سره کېدو ته اړتيا لري.

په استخدام کې له نارينه وو سره د ښځو د توازن برخې لا هم د عمل جامه نه ده اغوستې، په ادارو په ځانګړي ډول په ولايتونو کې د نارينه او ښځې د استخدام تناسب خورا توپیر لري. په ښارونو کې د ښځو ګومارنه لا هم په ولايتونو کې د ښځو د استخدام له شمېر نه شپاړس سلنه راپور ورکړل شوی دی. حرفوي ظرفيت، د امنیت نشتوالی په ځانګړي ډول په ولايتونو کې، فرهنګي محدودیتونه او مروج دودونه، د ښځو د ګومارنې په مخنيوي کې د زیاتوالي ممکن خنډونه بلل شوي دي. …

د راپور دانلود

شریک