٢١ تجارتي اتشو ته ډله ييزه ازموينه واخيستل شوه

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسيون د سوداګرۍ او صنايعو وزارت د ٢١تجارتي اتشو لپاره له ١١٧تنو څخه ازموينه واخيسته . د دې ترڅنګ همهاله د تربيه معلم ٧٠٠ کادري بستونه ازادې سيالۍ ته وړاندې شول.

هغه مهال چې په بېلابېلو هېوادونو کې د افغانستان د تجارتي اتشو کارونه و ارزول شول او د هغوى دندې وځنډول شوې، نو د ولسمشرۍ عالي مقام او اقتصادي عالي شورا پرېکړه وکړه ترڅو د تجارتي اتشو بستونه ازادې سيالۍ ته وړاندې کړي.

د تجارتي اتشو د بستونو لپاره له ٩٧٢تنو څخه ١١٧تنو د ازموينې وروستي لنډ نوملړ ته لاره پيدا کړه.

د تجارتي اتشو د بستونو ډله ييزې ازموينې د پرانېستې په مراسمو کې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د خپلواک کمېسيون د تعييناتو بورډ رييس نجيب الله امين وويل: ((د تجارتي اتشو بستونه ډېر مهم دي او پر دې بستونو ګومارنه د دولت د نورو ملکي مامورينو په پرتله، لوړ او متفاوت معيارونه غواړي.))

ښاغلي امين وويل: (( دواړه بنسټونه (د اداري اصلاحاتو خپلواک کمېسيون او د سوداګرۍ وزارت ) ژمن دي چې تجارتي اتشو ته لازمې اسانتياوې برابرې کړي.))

د افغانستان تجارتي اتشې مکلفې دي چې تجارتي بيلانس لوړ کړي، بهرنۍ پانګې راجلب کړي او د افغانستان سوداګريزې اړيکې له نورو هېوادونو سره پياوړې او ګړندۍ کړي.

د سوداګرۍ وزارت د خصوصي او صنايعو سکتور انکشافي معين فيروزخان مسجدي وويل: ((د سوداګرۍ وزارت لپاره مهمه ده چې پر دغو بستونو داسې کادرونه وګومارل شي چې دغه مهمه دنده په ښه بڼه مخته بوځي.))

٧٠٠ نوي بستونه

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسيون د هېواد په بېلابېلو برخو کې د تربيه معلم ٧٠٠ بستونه ازادې سيالۍ ته وړاندې کړل. د تربيه معلم دغو کادري بستونو ته د سن او تحصيل شرايط متفاوت دي.

غوښتونکي بايد له ٣٠ کلونو کم عمر ولري او حد اقل د تحصيل درجه يې بايد ليسانس وي.

شریک