له هېوادوالو سره د کمېسيون د مشرتابه لومړۍ مخامخ ناسته

سلګونو تنو هېوادوالو او د ملکي خدمتونو کارمندانو په مستقيم ډول د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د خپلواک کمېسيون له رييس نادر نادري سره وليدل.

ښاغلى نادري وروسته له دې هره دوشنبه د سهار له ٩ بجو د ماسپښين تر ٢ بجو پورې له هېوادوالو او د ملکي خدمتونو له کارمندانو سره ګوري او د هغوى غوښتنې او شکايتونه اوري.

د نن ورځې ليدنې پرمهال د ښاغلي نادري ترڅنګ شکايتونو ته د رسېدنې د بورډ رييس روح الله امين او د کمېسيون د تعييناتو د بورډ رييس نجيب الله امين هم حضور درلود او د شکايت کوونکو شکايتونه يې تر مطالعې او ارزونې لاندې ونيول.

قانون ماتونه، خلاف کاري، د استخدام پرمهال فساد او سليقوي کړنې، د مخورو او سياستوالو لاسوهنې او د اداري پروسو ځنډ  هغه موارد و چې هېوادوالو ورته زياته ګوته نيوله.

ښاغلي نادري ژمنه وکړه چې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسيون به د هېوادوالو شکايتونه تعقيبوي او هڅه کوي چې د استخدام پروسه رڼه او تضمين کړي.

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د خپلواک کمېسيون رييس له  خلکو سره د ليدنو په پاى کې، په خپل ټويټرپاڼه کې ليکلي دي: ((د عامه خدماتو اداره، هغه اداره ده چې هېودوال په مستقيم ډول  تصميم نيونکو ته لاس رسى ولري. نو په همدې موخه موږ له هېوادوالو سره  مخامخ اوونيزې ليدنې پيل کړې دي. شکايتونه پيل شول، اوښکې جاري شوې او د استخدام اړوند مسايل مهم ونيول شول.))

شریک