اجرائیه رئیس

 

 

د ملکي خدمتونو د ګمارنې بورډ د اداری اصلاحاتو او ملکی خدمتونو خپلواک کمیسیون د (یو بست) په شمیر دویمه رتبه بست د وړو  کارکوونکو د ګمارنې لپاره رقابتي اعلان ته سپاري.

 

په شرایطو برابر علاقمندان کولای شي خپلې درخواستي فورمې په آنلاین ډول د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو  له ویبسایټ څخه د لاندې اړیکې (www.iarcsc.com ) له لارې وړاندې کړي.

 

د درخواست پر مهال د اړوند بست شمیره له لاندې برخې څخه کاپي او د انلاین فورمې په اړونده برخه کې یې درج کړئ.

 

شمیره د بست عنوان د بست شمیره
۱ اجرائیه رئیس ۰۹۱۶
 

 

د بست ځانګړتیاوې

د بست عنوان:                  اجرائیه رئیس

بســــت:                             دویم

د بست شمیر:                    (۱)

وزارت/اداره:                      د اداری اصلاحاتو او ملکی خدمتونو خپلواک کمیسیون

اړونده څانګه:                  د ملکي خدمتونو د شکایاتو څېړنې  بورد

ځای:                                کابل

ته راپور ورکونکي:                 رئیس بورد رسیدگی به شکایات خدمات ملکی

راپور اخستونکی له :             لاس لانډی کارکوونکی (تشکیلاتي جورښت سره سم)

د اعلان د نشر او پای نیټه :    ۲۶ /۰۸/۱۳۹۸ تر ۰۶/۰۹/۱۳۹۸

 

…………………………………………………………………………………………………………………………………………

د بدلون پروژه

د بدلون پروژه مستقیمآ د افغانستان د سولي او ملي ودې په چوکاټ کې ځوابورکوونکې ده.چې د پراختیایي لومړیتوب په لرلو سره د ځوابورکوونکې اوګټورې عامه ادارې په توګه د ملکي خدمتونو د تخصصوالي خوندیتوب او ځواکمنولو  په موخه رامنځته شوې ده.

د وړتیا پر بنسټ د کلیدي بستونو ګمارل، د کارمندانو ښه مدیریت ته وده ورکول، او د بشري سرچینو ښه پلان جوړولو له لارې د لومړیتوب لرونکو وزارتونو او ادارو د وړتیا پیاوړي کول ، د بدلون پروژې له عمومي موخو څخه ده.

د بدلون پروژه د مرستو وجهي صندوق پرمټ د افغانستان بیارغونې (ARTF) د بین المللي پراختیايي انجمن (IDA) او نړیوالو بانکي ګروپونو له خوا تمویلیږي، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونوخپلواک کمیسون د افغانستان اسلامي جمهوري په استازولۍ دا پروژه پلي کوي.

داداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونوخپلواک کمیسون:

د بن هوکړې پر بنسټ د اداري اصلاحاتو او ملکي خدماتو خپلواک کمیسیون د اساسي قانون (۵۰) مادې له مخې د افغانستان د لنډمهالې ادارې  -۲۳/۳/۱۳۸۱ – نیټې – ۲۵۷-  فرمان سره سم ، د اداري اصلاحاتو مشرۍ، د عامه ادارې سیستم سمون اود پالیسۍ پلان طرح کولو او پلي کولو څخه د څارنې په موخه رامنځته شوې ده.

د دندې موخه:

د ملکي خدمتونو کارکوونکو د شکایاتو شننل، بیا کتل او مدیریت کول، او د ملکي خدمتونو شکایاتو ته د څېړنې  بورد  د اداري چاروتنظیمول  او د مصوباتو پلي کیدو څخه  څارنه کول.

د بست تخصصی دندې :

 

  1. د ملکي خدمتونو پلي کیدو پالیسۍ او اداري عدالت ټینګښت څخه د ډاډ تر لاسه کولو په موخه، د شکایتونو د شننې او پلټنې له پروسې څخه څارنه کول.
  2. د اړونده څانګو سره په همغږۍ، په الکترونیکي ډول د شکایاتو تر لاسه کولو لپاره د الکترونیکي سیستم جوړول، او د اغیزمن میکانیزم رامنځته کول او مدیریت کول.
  3. د مرکز او ولایاتو په کچه د موضوع په لحاظ د شکایاتو اطلاعاتي بانک پراختیا او مدیریت رامنځته کول، مراجیعینو ته د کره او ګړندي مالوماتو وړاندې کولو په موخه.
  4. د ملکي خدمتونو کارکوونکو ورته شکایاتو علت موندلو څخه پلټنه کول او ډاډ تر لاسه کول ، او د بورد مشرتابه  ته د حل لارو چارو او وړاندیزونو وړاندې کول.
  5. د ملکي خدمتونو د شکایاتو څېړنې بورد ته د پالیسیو، کړنلارو، او لارښوودو په هکله د تخنیکي مشورو وړاندې کول.
  6. د اړینو پریکړو نیولو لپاره، د ملکي خدمتونو د شکایاتو څېړنې بورد په وخت سره د غونډې اجندا چمتو کولو او ترتیبولو څخه څارنه او مدیریت کول.
  7. د ملکي خدمتونو د شکایاتو څېړنې بورد کې د غونډو جریان لیکل، او شک لرونکو نوماندانو او اړوندو ادارو ته د بورد د مصوباتو او پریکړو اعلانول.
  8. په اړونده کاري چاروکې د همغږۍ رامنځته کولو په موخه، اړونده څانګو سره د دندې او کاري اړیکو ټینګول.
  9. د بورد مصوبات په تړاو د دولتي قضا او محکمې پر وړاندې د چمتو شویو اړینو مالوماتو ارایه کولو څخه ډاډ تر لاسه کول، او د بورد مشرتابه ته یې وړاندې کول.
  10. د اړونده کړنلارې په پام کې نیولو سره، د نوی نظرغوښتونکو موضوعاتو ته د لاسرسۍ له بهیرڅخه څارنه کول.
  11. د مرکزاو ولایاتو په کچه د بورد د مصوباتو تعقیب او څارنې څخه ډاډ تر لاسه کول، او د وزارتونو او اداراتو اړوند کړنلارو د پلي کیدو او نه پلي کېدو په صورت کې د بورد مشرتابه ته د راپورونو وړاندې کول،
  12. د شخړوهوارولو ادارو او وزارتونو کمیټو ترمنځ د کاري اړیکو او همغږۍ رامنځته کول، او د کاراړوند شخړو هوارولو پروسې د ښه والي او ګړنديتوب لپاره د  اغیزمنو مشورو وړاندې کول.
  13. د کمیسون ټولنیزو پاڼو او رسنیو له لارې د بورد لاسته راوړنو او فعالیتونو خپرولو لپاره، د عامه اړیکو او اطلاعاتو ریاست ته د مالوماتو وړاندې کول. او له چمتووالي او وړاندې کولو څځه یې ډاډ تر لاسه کول.

 

د بست مدیریتي او اجرائیوي دندې :

 

  1. د ادارې ټاکل شویو موخو تر لاسه کولو لپاره، عمومي پلان سره سم میاشتني، دري میاشتني او کلني کاري پلان ترتیبول.
  2. د شکایاتو بورد کاري پلان پر بنسټ د بودیجوي اړتیاوو مالومول او وړاندیز کول.
  3. د افغانستان ملي پراختیا او اداري فساد پر وړاندې د مبارزي لپاره په اړونده کاري چاپیریال کې د استراتیژيکي موخو او برنامو تر سره کول.
  4. اطلاعاتو ته د لاسرۍ قانون او اړونده ادارې پالېسۍ د موخو په پام کې  نیولو سره دولتي ادارو کې دننه، مدني ټولنو، رسنیو، او هیوادوالو ته په وخت سره د مالوماتو چمتو کول او وړاندې کول.
  5. په اړونده کاري ساحه کې د اداري اجراآتو قانون، د ښځو، ماشومانو د زورولو منع قانون، او د سلوک ډول مقررو مراعتولو او پلي کولو څخه ډاډ تر لاسه کول.
  6. اړونده کارکوونکو ته د کاري ښوونې، ورکشاپونو، سیمینارونو، دایرولو له لارې د مسلکي مهارتونو لیږدول.
  7. د کړنو ښه والي، اغیزمن کار ډېروالي، ښوونيزو اړتیاوو تعیینولو او وړتیا لوړولو لپاره، د لاس لاندې کارکوونکو اجراآتو ارزول.
  8. مقاماتو ته د خبرتیا لپاره، د اړونده فعالیتونو او لاسته راوړنو درې میاشتني، کلني، او عین ضرورت راپورونو وړاندې کول.
  9. د قوانینو.مقرراتو او ادارې موخو سره سم، د ټولو هغو اړوندو دندو تر سره کول چې د صلاحیت لرونکو مقاماتو له خوا سپارل کیږي.

…………………………………………………………………………………………………………………………………

 

 

د ګمارنې شرایط ( د زده کړې کچه او کاري تجربه)

د دندې دغه لایحه د ۷،او ۳۴، موادو له مخي د ملکي خدمتونو کارکوونکو قانون په پام کې نیولو سره لږ تر لږه د لاندې شرایطو او معیارونو پر بنسټ ترتیب شوې ده.

  1. لږ تر لږه په یادو رشتو کې د لیسانس په کچه د زده کړې اسناد ولري: (عامه اداره، حقوق او سیاسی علوم ، عامه پالیسی ، شرعیات (فقه او قانون) او تر دې په لوړه کچه تحصیلي اسناد لرونکو ته لومړیتوب ورکول کیږي.
  2. په یادو برخو کې (تخصصي او ورته مدیریت، د اختلافاتو هوارول، تحلیل او بررسي، د بشري سر چینو مدیریت، تدقیق او مطالعات ، نظارت او ارزونه، قضا او څارنوالي، حقوق ) او د بست د موخو او مسولیتونو اړوند د ټولو ذکر شویو مواردو په برخو کې د لیسانس لپاره درې کاله، ماسټر لپاره دوه کاله، او دوکتور لپاره یو کال اړونده کاري تجربه په پام کې نیول شوې ده.
  3. د هیواد په یوې رسمي ژبې بر لاسی (پښتو یا دري) او انکلیسي.
  4. د دندې اړوند په کمپیوټري پروګرامونوکې مهارت درلودل.

 

د اړینو پاڼو او اسنادو د تسلیمي لارښود