احمد جاوید شکیب د ازموینو د منځپانګې د څېړنو او جوړولو مرکز رییس شو

احمد جاوید شکیب د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون د ازموینو د منځپانګې د څېړنو او جوړولو مرکز رییس په توګه وټاکل شو.

ښاغلی شکیب د کاتب پوهنتون د سیاسي علومو پوهنځي، د ديپلوماسۍ او ادارې په څانګه کې ماستري کړې او لېسانس یې د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو له پوهنځي اخیستی.

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون رییس احمد نادر نادري د ازموینو د منځپانګې د څېړنو او جوړولو مرکز د رییس د معرفي کولو پرمهال وویل چې دغه مرکز د کمېسیون یو له مهمو برخو څخه دی چې د ګومارنې پروسې په بې پرې توګه، له انساني لاسوهنې پرته او وړتیاوو له مخې جوړوي.

د ازموینو د منځپانګې څېړنواو جوړولو مرکز نږدې شپږ میاشتې مخکې جوړ شو. دغه مرکز کې تراوسه په مدیریتي، اساسي وړتیاوو، عمومي او تخصصي برخو کې د یادو برخو متخصصینو په مرسته له اته زره زیاتې پوښتنې جوړې شوې.