اطلاعاتو ته د خلکو د اسانه لاس رسي لپاره، د کمېسیون له مسؤولینو سره غونډې وشوې

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون د اطلاع رسولو مسؤولې مرجع، اطلاعاتو ته د خلکو د جامع لاس رسي د زمینې برابرولو په موخه،د کمېسیون بېلابېلو برخو له مسؤولینو سره غونډې وکړې.

په دغو غونډو کې، د تعییناتو او د شکایتونو د څېړلو بورډونو مسؤولینو، دارالانشاء ریاست، د ملکي خدمتونو ریاست، د ملکي خدمتونو انسټیټوټ ریاست، د ازموینې د منځپانګې جوړولو او څېړنو مرکز او داخلي تفتیش ریاست مسؤولینو ته د کمېسیون د اطلاع رسولو د مرجع معرفي کولو په خواکې، خلکو ته د اطلاعاتو د وړاندې کولو په برخه کې د دغو برخو کارکوونکو د مکلفیتونو په اړه خبرې وشوې.

اطلاعاتو ته د لاس رسي قانون له مخې، ادارې مکلف دي چې اطلاعات د غوښتوونکو او عامه خلکو په واک کې ورکړي.

د اطلاع رسولو مسؤوله مرجع دنده لري څو د اطلاعاتو غوښتنې فورمه، هغه غوښتوونکو ته چې د اطلاعاتو غوښتونکو دي، ورکړي، د اطلاعاتو د فورمې په اړه توضېحات ورکړي او د اطلاعاتو د غوښتنې ډکه شوې فورمه، د اطلاعاتو د برابرولو لپاره اړوندو برخو ته وسپاري. د اطلاع رسولو مسؤوله مرجع د نورو ادارو له کارکوونکو سره د اطلاعاتو د وړاندې کولو د بڼې په اړه کارکوي او کله چې ډاډمن شول چمتو شوي اطلاعات، اطلاعاتو ته د لاس رسي له قانون سره ورته والی لري؛ اطلاعات غوښتونکي ته سپاري.

د اطلاع رسولو مسؤوله مرجع دغه راز دنده لري څو د ضروري اطلاعاتو یوه برخه د انټرنیټي ویبپاڼو او نورو رسنیو له لارې خپره کړي.

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون د تېرو دوه کلونو په ترڅ کې د اطلاع رسولو مرجع، د مراجعینو خدمتونو مرکز او د دوشنبې ورځو استماعیه غونډو له لارې، یو سل او دولس زره او۷۲۵ تنو ته معلومات ورکړي.