الکترونیکي ازموینو لپاره  له ۱۸ زرو زیاتې نوې پوښتنې طرحه شوې دي

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون د پوښتنو عمومي بانک سیستم، د ګومارنې له ۱۶ زر او ۴۴۷ نویو پوښتنو سره پیاوړی شوی دی. دغه پوښتنې، د طرحه شویو  ۱۸ زر او ۱۰۲ پوښتنو له جملې، د ازموینو منځپانګې او ارزونې بیا کتنې بورډ لخوا له ډله ییزې ارزونې وروسته غوره شوې دي.

د ازموینو منځپانګې جوړولو او څېړنو مرکز کې کارشناسانو، په (پښتو او دري ژبو) له ۴۳ سلنه معتبره ملي سرچینو او ۵۷ سلنه نړیوالو سرچینو کار اخیستی دی.

پوښتنې داسې طرحه کېږي چې له مخې یې ازموینې لپاره په شرایطو برابرو کسانو پوهه، مهارت او تحلیل ارزول کېږي.

پوښتنې د ملکي خدمتونو وړتیاوو چارچوب، اجرايي وړتیاوو، ملاتړیزې وړتیاوو او پراختیايي وړتیاوو په پام کې نیولو سره جوړېږي.

د کارشناسانو لخوا د پوښتنو له طرحه کولو وروسته، پوښتنې د ډېر دقت په موخه، د یوه بورډ لخوا بیاکتل کېږي او په ډله ییزه توګه ارزول کېږي.

د انساني لاسوهنې مخنیوي  او د ګومارنې په ازموینو کې د شفافیت تامین او چټکتیا لپاره، د پوښتنو بانک مرکزي سیستم، د الکترونیکي ازموینو اخیستو پر مهال، کابل او ولایتونو کې د کمپيوټري ازموینو له مرکزونو سره، د خوندي او تړلې شبکې له لارې وصل دی.

کمېسیون د ازموینو منځپانګې جوړولو او څېړنو مرکز د کاري خپلواکۍ ساتلو او د ازموینې منځپانګې محرمیت او خوندي ساتلو لپاره، له لازمو تدابیرو کار اخیستی دی.