بدخشان ولایت کې د کار زده کړې پروګرام

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون د ملکي خدمتونو انسټیټوټ او د عدلیې وزارت، د المان فدرال حکومت  د نړیوالې پراختیايي ادارې (GIZ) د قانون واکمنۍ څخه ملاتړ پروژې په مالي او تخنیکي همکارۍ، په پام کې لري چې د بدخشان ولایت کې د لوړو زده کړو مؤسسو او پوهنتونو د حقوقو او شرعیاتو پوهنځیو نارینه او ښځینه ۵۰ فارغانو لپاره د کار زده کړې (انټرنشېپ) پروګرام جوړ کړي.

د مینه والو اسنادو د منلو وخت: وري میاشت  ۵ ـ ۱۵

د منلو شرایط:

  • داوطلبان باید د لوړو زده کړو عالي تحصیلاتو مراجعو د حقوقو او شرعیاتو پوهنځیو فارغ وي؛
  • داوطلبانو باید مخکې، د کار زده کړې یا حقوقي کلنیکي دوره په انسټیټوټ، GIZ او یا نورو بنسټونو کې نه وي تېره کړې؛
  • داوطلبان باید د (۱۳۹۸ او ۱۳۹۹) کلونو فارغان وي.

د اړتیا وړ اسناد:

  • ژوندلیک لنډیز (CV)
  • تحصیلي اسناد: د یوه دولتي یا خصوصي پوهنتون د فراغت سند کاپي (له هېواد څخه بهر تحصیلي سند باید د لوړو زده کړو یا بهرنیو چارو وزارت تاییدي ولري)؛
  • د تایید شوې تذکرې کاپي.

حقوق او امتیازات:

  • د کار زده کړې پروګرام په پای کې د تصدیق نامې ترلاسه کول چې د ملکي خدمتونو په ادارو کې د یو کال کاري تجربې معادل بلل کېږي.
  • په میاشتني ډول د یوه اندازه پيسو ترلاسه کول.

ورودي ازموینې لپاره سرچینې:

  • اساسي قانون
  • جزا کود
  • مدني قانون
  • مدني محاکماتو اصول
  • د اداري اجرااتو قانون
  • د مدافع وکیلانو قانون او د حقوقي مساعدتونو مقرره
  • د حقوقو تحصیل ډول قانون
  • د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون د اداري او مدیریتي پوښتنو ټولګه

د غوښتنلیک ډول:

  • په شرایطو برابر کسان کولای شي خپله (CV) د تذکرې له کاپي او د فراغت سند له کاپي سره په دغه Zamanuddin.bahadury@giz.de برېښنالیک پته واستوي.

یاد دښت:

  • په فزیکي ډول (Hard Copy) اسناد نه منل کېږي.

یواځې له هغو کسانو سره چې شارت لېست کېږي اړیکه نیول کېږي.