تخنيکي کارپوه او د غونډو منظونکى

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کميسيون د کار اهل کار سپارلو په موخه، چې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د لوړو مخو د پلي کولو ښکارندويي کوي؛ د يوې بشپړې ملکي خدمتونو ادارې په جوړولو، د تېرو خبرتياوو د لړيو په څارنه کې دا دى دا ځل لاندنې بست، د غوره، ښو او وړو کسانو د ګومارنې په اساس د ازادې سيالۍ له لارې د رتب معاش د نوي سيسټم ته سپاري:

ګڼه د بست عنوان د بست رتبه اړونده رياست د بستونو شمېر د خبرتيا پيل نېټه د خبرتيا پاى نېټه
١ تخنيکي کارپوه او د غونډو منظونکى ۴ د فعالیتونو د تنظیم او اجرایی ریاست ۱ ۱۹/۸/۱۳۹۷ ۳/۹/۱۳۹۷

 

په شرايطو برابر کسان هم نارينه او هم ښځينه، چې د افغانستان تابعيت ولري؛ کولى شي، چې له (۱۹/۸/۱۳۹۷) نېټې نه تر (۳\۹\١٣٩٧) پاى ته رسېدو پورې ځانګړي د غوښتنليکونو فورمې له (٣٠_٨) بجو څخه له ماسپښين نه وړاندې د کاري ساعت تر بشپړېدو پورې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلکواک کميسيون، د بشري سرچينو رياست، د ګومارنې له امريت، چې د دارالامان سناتوريم سړک ته نږدې شتون لري؛ تر لاسه کړي، يادې فورمې دې ډېرې کره ډکې او وروسته له ټولو غوښتل شويو سندونو سره د اړونده کړنلارې په اساس بېرته د ټاکنو(ګومارنې) امريت ته وسپاري او يا دې نوموړي (www.iarcsc.gov.af) ويب سايټ ته مراجعه وکړي.

د غوښتنې ځانګړې فورمې بايد تر لاسه او وروسته له کره ډکېدو دې له غوښتل شويو اسنادو سره د کړنلارې په اساس د سافټ په ډول(hr@iarcsc.gov.af) ايميل په پته په ټاکلې موده کې ولېږي.

له ټاکل شوې نېټې وروسته غوښتنليکونه نه اخيستل کېږي.

 

د ملکي خدمتونو د بستونو دندې

 

د بست ټولييز مالومات:

د بست خبرتيا شمېره:  
د دندې عنوان:  تخنيکي کارپوه او د غونډو منظونکى
بست: (۴)
وزارت/یا اداره: د اداری اصلاحاتو او ملکی خدمتونو خپلواک کميسيون.
د بست ځاى: کابل
د بستو شمېره: (۲)
رپوټ ورکول: د تالار عمومي مدير ته.
رپوټ اخيستل: نه لري.
نېټه: ۱۰/۷/۱۳۹۷

……………………………………………………………………………………………………………………………………

د دندې موخه:

په تالار کې د کميسيون د ټولو برنامو او د سيمينارونو، ورکشاپونو او مطبوعاتي کنفرانسونو لپاره تخنيکي اسانتياوې برابرول.

…………………………………………………………………………………………………………………………………..

واکونه، دندې او مسؤليتونه:

 

  1. د امريت د پلان او له لاسته راوړنو او مطلوبو پايلو سره سم مياشتنى، درې مياشتنى او کلنى کاري پلان ترتيبول او جوړول.
  2. د کميسيون تالار د مطبوعاتي پېښو، کنفرانسونو، سيمينارونو او ګردي مېزونو لپاره ترتيبول او منظمول.
  3. د اړونده برخو په همغږۍ سره د تخنيکي وسايلو(پروجکټور، لوډسپېکر، مايکونو او نور…) اماده کول.
  4. د ذيصلاح مقاماتو په لارښوونې د اړتيا په وخت د شعارونو او تبليغاتي نشراتي پارچو راځړول.
  5. تالار ته د رابلونکو مېلمنو لپاره لارښوونه او په غونډو کې د ګډونوالو د نومو ترتيب او د مېزونو او څوکيو مخو ته يې نښول.
  6. له برنامو جوړونکو او په ځانګړې توګه د پروجکټور يا سکرين په پردې د سلايډونو ورکولو په برخه کې تخنيکي مرسته کول.
  7. د کميسيون په تالار کې د برنامو په وخت، د ريزرف مهالوېش په اساس منظمول او په تالار کې په يوه وخت له پروګرامونو جوړلو نه ډډه کول.
  8. له خپلو اړونده فعاليتونو او لاسته راوړنو څخه مياشتني، درې مياشتني او کلني رپوټونه ترتيبيول او د اړتيا په وخت يې ذيصلاح مقاماتو ته وړاندې کول.
  9. د ټولو هغو دندو تر سره کول، چې د قانون، مقرراتو او د ادارې له موخو سره سم ورسپارل کېږي.

………………………………………………………………………………………………………………………………………

د ګومارنې شرايط(د زده کړې کچه او کاري تجربه):

غوښتونکي بايد لږ تر لږه د نوموړي بست، د ملکي خدمتونو د کارکوونکو قانون د (٧، ٨) او (٣٤) مادو په شرايطو برابر او معيارونه يې په لاندې ډول دي:

١: لږ تر لږه د زده کړې سند يې څوارلسم او تر دې د زده کړو لوړې درجې ته لومړيتوب ورکول کېږي.

٢: لږ تر لږه د دندې اړونده يو کلنه کاري تجربه.

٣: په رسمي ژبو(پښتو؛ یا دري) برلاسى او له انګليسي ژبې سره بلدتيا.

٤: د دندې اړونده کمپيوټري برمانو کې مهارت.

————————————————————————————————————————————

د غوښتنلیک فورم