خانه سامان – د ملکي خدمتونو د ګومارنې بورد

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کميسيون د کار اهل کار سپارلو په موخه، چې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د لوړو مخو د پلي کولو ښکارندويي کوي؛ د يوې بشپړې ملکي خدمتونو ادارې په جوړولو، د تېرو خبرتياوو د لړيو په څارنه کې دا دى دا ځل لاندنې بست، د غوره، ښو او وړو کسانو د ګومارنې په اساس د ازادې سيالۍ له لارې د رتب معاش د نوي سيسټم ته سپاري:

ګڼه د بست عنوان د بست رتبه اړونده رياست د بستونو شمېر د خبرتيا پيل نېټه د خبرتيا پاى نېټه
١ خانه سامان ۷ د ملکي خدمتونو د ګومارنې بورد ۱ ۱۴/۷/۱۳۹۷ ۲۵/۷/۱۳۹۷

په شرايطو برابر کسان هم نارينه او هم ښځينه، چې د افغانستان تابعيت ولري؛ کولى شي، چې له (۱۴/۷/۱۳۹۷) نېټې نه تر (۲۵\٧\١٣٩٧) پاى ته رسېدو پورې ځانګړي د غوښتنليکونو فورمې له (٣٠_٨) بجو څخه له ماسپښين نه وړاندې د کاري ساعت تر بشپړېدو پورې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلکواک کميسيون، د بشري سرچينو رياست، د ګومارنې له امريت، چې د دارالامان سناتوريم سړک ته نږدې شتون لري؛ تر لاسه کړي، يادې فورمې دې ډېرې کره ډکې او وروسته له ټولو غوښتل شويو سندونو سره د اړونده کړنلارې په اساس بېرته د ټاکنو(ګومارنې) امريت ته وسپاري او يا دې نوموړي (www.iarcsc.gov.af) ويب سايټ ته مراجعه وکړي.

د غوښتنې ځانګړې فورمې بايد تر لاسه او وروسته له کره ډکېدو دې له غوښتل شويو اسنادو سره د کړنلارې په اساس د سافټ په ډول(hr@iarcsc.gov.af) ايميل په پته په ټاکلې موده کې ولېږي.

له ټاکل شوې نېټې وروسته غوښتنليکونه نه اخيستل کېږي.

 

د ملکي خدمتونو د بستونو د دندې مسؤليتونه

د بست ټولييز مالومات:

د بست د خبرتيا شمېره  
د دندې عنوان:  خانه سامان
بست: (۷)
وزارت/یا اداره: د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کميسيون.
د بست ځاى: کابل
د بست شمېره: (۱)
رپوټ ورکول: اداري امر، د ملکي خدمتونو د ګومارنې بورډ ته.
رپوټ اخيستل: نه لري
د بيا کتنې نېټه: ۱۰/۷/۱۳۹۷

………………………………………………………………………………………………………………………………………

د دندې موخه: د اړونده دفتري سيمو د ټولو توکو او جنسونو پاکول، ساتل او څارل.

………………………………………………………………………………………………………………………………………

واکونه، دندې او مسؤليتونه:

۱:    په دفترونو کې د اړونده برخو او جنسونو منظمول.

۲:   په کاري سيمه کې د اور ضد توکو کتنه او څارل.

۳:   د سهار او مازيګر له خوا د اړونده دفترونو د مېزونو او څوکيو پاکونه.

۴:   د کميسيون دننه شعباتو ته د اسنادو، مکتوبونو او لارښوونو رسول.

۵:    د دفترونو اړونده برخو کې د ټولو جنسونو او تجهيزاتو کتل، څارل او پاکول.

۶:    د اړونده مامورينو لپاره د اسانو اړينو خدمتونو وړاندې کول.

۷:    د اړونده کارکوونکو او مېلمنو لپاره چاى جوړول، په ټاکلي وخت يې د لوښو ټولول او وينځل.

۸:    د ټولو هغو رسمي دندو سرته رسول، چې د اړونده امر له خوا ورسپارل کېږي.

————————————————————————————————————————————

د ګومارنې شرایط (د زده کړې کچه او کاري تجربه):

د ملکي خدمتونو د کارکوونکو د قانون د (٧) او (٨) مادو په نظر کې نيولو سره د نوموړې دندې مسؤليتونه د شرايطو په نظر کې نيولو سره لاندې معيارونه ورته په پام کې نيول شوي دي:

د ورسپارل شوو کارونو لپاره فزيکي توانمندي لرل.

————————————————————————————————————————————

د غوښتنلیک فورم