خبرتیا:د ننګرهار، لغمان، فراه، بغلان، کندز، هلمند، خوست، پروان، ارزګان، او فاریاب ولایتونو د ښوونکو او پېنځم او شپږم بستونو ډله ییزه ازموینه

د ننګرهار، لغمان، فراه، بغلان، کندز، هلمند، خوست، پروان، ارزګان او فاریاب ولایتونو د ښوونکو او پېنځم او شپږم بستونو ډله ییزو ازموینو په شرایطو برابر کسان کولای شي د لاندې پروګرام له مخې د اطلاعاتو بایو متریک ثبتولو او ازموینه کې د ګډون کارت ترلاسه کولو لپاره د اړوندو ولایتونو پوهنتونونو ته مراجعه وکړي:

د ښوونکو بستونه: ښوونکو بستونه: سه شنبه، لیندۍ  ۱۱ (له غرمې مخکې لومړی دور، غرمې وروسته دویم دور)

پېنځم او شپږم بستونه: چهارشنبه، لیندۍ ۱۲

د فاریاب ولایت ډله ییزې ازموینې په شرایطو برابر کسان دې لاندې پروګرام له مخې د ابوبکر جوزجاني لېسې ته مراجعه وکړي:

ښوونکو بستونه: سې شنبې، لیندۍ ۱۱ (له غرمې مخکې لومړی دور، غرمې وروسته دویم دور)، چهارشنبې لیندۍ ۱۲ (درېیم دور)

۵ او ۶ بستونه: چهارشنبې لیندۍ ۱۲

د ښوونکو بستونو ازموینه، پنجشنبې (لیندۍ ۱۳) ترسره کېږي.

۵ او ۶ بستونو ازموینه، جمعه (لیندۍ ۱۴) ترسره کېږي.

ازموینو ترسره کېدو ځای: ولایت پوهنتونونه

یاد داشت: د تابعیت تذکرې اصل یا پاسپورټ حتمي ځان سره ولرئ.