خبرتیا: تازه دمو فارغینو ته په ادارې برخه کې دکار زده کولو پروګرام

د ملکي خدمتونو انستیتوت د عامه خدمتونو د کیفیت ښه والي او د ملکي خدمتونو په دستګاه کې د ځوان ځواک د جذبولو په موخه،د( طب پوهنځي له فارغینو پرته) په پام کې لري چې د ۱۳۹۶ او ۱۳۹۷ کلونو د پوهنتونونو ۱۳۵ فارغینو لپاره شپږ میاشتنی روزنیز پروګرام پیل کړي.

ګډونوال به لومړۍ میاشت کې، د مدیریت له قوانینو، بشري سرچینو او مالي چارو د پوهاوي په موخه نظري زده کړې ترلاسه کړي، او پاتې پنځه میاشتې به کابل کې د ملکي خدمتونو په اداروکې په کار بوخت شي. د کار پرمهال به؛ د عملي کار زده کوونکي د ملکي خدمتونو په انسټیټوټ کې د روزونکو او په اړوند ادارو کې د امرینو تر مستقیمې لارښوونې او څار لاندې وي. دغه پروګرام کې، د عامه ادارې ځانګړی ورکشاپ هم شامل دی چې عملي کار زده کوونکي به د روزونکو په مرسته عامه اداره کې د خدمتونو په وړاندې کولو کې دنوښتونوسره اشنا شي.

د غوښتنلیکونو د منلو وخت: چهارشنبه ( دکب له لومړۍ) ترد ( کب ۱۵) پورې.

غوښتنلیکونه له یوې بشپړې تخنیکي څېړنې وروسته، په تحریري ازموینه کې شاملېږي، اوغوره نوماند مرکې ته را بلل کېږي. غوره نوماندان له یوه ژمنلیک وروسته، په رسمي ډول پروګرام کې شاملېږي او د پروګرام پرمهال د ترانسپورتي لګښت لپاره یوه اندازه پېسې هم ورکول کېږي.

هغه بری لیک(تصدیق نامه ) چې ګډون وال ته ورکول کیږي،دملکي خدمتونو په بستونو کې دیوکال کاري تجربې په توګه دمنلو وړ ده.

غوښتنلېکونه باید دلارښوونې سم، چې په فورم کې یې وضاحت ورکړل شوی، د فورم له ډکولو وروسته دغه برېښنالیک ته واستول شي.   internship@iarcsc.gov.af.

دغوښتنلیک فورمه

په رسمي وختونو کې د پوښتنو د ځوابولو لپاره له دغو شمېرو سره په اړیکه کې شی.

۰۲۰۲۵۶۱۹۵۳

۰۲۰۲۵۶۱۹۵۹