خبرتیا: د اتلسو ولایتونو د ښوونکو بستونو او ملکي خدمتونو ۵ او ۶ بستونو نوماندانو د بایومتریک او ډله ییزې ازموینې مهال وېش

د بدخشان، نیمروز، پکتیا، پنجشېر، سمنګان، کونړ، کاپیسا، بامیان، میدان وردک، لوګر، زابل، پکتیکا، ډایکنډي، نورستان، غور، جوزجان، بادغیس او سرپل ولایتونو د ښوونکو بستونو او د ملکي خدمتونو  ۵ او۶ بستونو نوماندان دې د لاندې پروګرام له مخې مراجعه وکړي:

د بایو متریک اطلاعاتو د ثبت ورځې: سې شنبې او چهار شنبې (لړم ۲۷ او ۲۸)

د ازموینې اخیستو ورځې: پنجشنبې او جمعه (لړم ۲۹ او ۳۰)

د بایو متریک اطلاعاتو د ثبت او ازموینو اخیستو ځای: اړوند پوهنتونونه

 

یاد دښت: د تابعیت تذکرې اصل او یا پاسپورټ له ځان سره حتماً ولرئ.