خبرتیا: د هېواد په ۱۳ ولایتونو کې د ملکي خدمتونو پېنځم او شپږم تش بستونه او د ښوونکو بستونه سیالۍ ته وړاندې شول

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون د ارزګان، بادغیس، بامیان، پروان، پکتیا، پکتیکا، خوست، زابل، غور، فراه، کاپیسا، نیمروز او هلمند ولایتونو کې د ملکي خدمتونو پېنځم او شپږم تش بستونه او د ښوونکو بستونه سیالۍ ته وړاندې کړل.

د اعلان شویو بستونو درې سلنه معلولیت لرونکو اشخاصو ته ځانګړي شوي دي.

د اعلان شویو بستونو نوملړ او دغو بستونو لپاره د غوښتنې فورمې ـ د ولایتونو په تفکیک سره ـ له دغه ځایه ترلاسه کړئ:

د ښوونکو بستونو لپاره د غوښتنې فورمې  د ولسوالیو د پوهنې په امریتونو او د پېنځم او شپږم بستونو لپاره د غوښتنې فورمې د ادارو په ولایتي ریاستونو کې په ( وړیا توګه) ترلاسه کړئ.

د هر ولایت د غوښتنې فورمې یو بل سره توپیر لري.

د غوښتنې فورمې له ډکولو مخکې، د ډله ییزو ازموینو بېلابېلو پړاوونو لارښود په ځېر ولولئ.

د بست عنوان، وزارت، ریاست، د بست موقعیت او د بست کود  په کره ډول د غوښتنې په فورمه کې درج کړئ.

تاسې یواځې یو بست کې د غوښتنې وړاندې کولو حق لرئ او د څو غوښتنو وړاندې کولو په صورت کې به د سیالۍ له پروسې حذف شئ.

په کره توګه د غوښتنې فورمې له ډکولو وروسته، خپل یو عکس په فورمه ونښلوئ او د تذکرې او تحصیلي اسنادو له کاپي سره یې د یکشنبې ورځې (وږی ۹) تر پنجشنبې ورځې (وږی ۲۰) پورې اړوندو مراجعو ته وسپارئ.

د پېنځم او شپږم بستونو د غوښتنې فورمې  سپارلو پته: د وزارتونو او اړوندو ادارو ریاستونه

د ښوونکو بستونو د غوښتنې فورمې سپارلو پته: د ولسوالیو د پوهنې امریتونه