خبرتیا: د ډله ییزو ازموینو د پنځم او شپږم او د ښوونکو دبستونو د بې پایلې داوطلبانو د پام وړ

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون په ۱۳۹۶ لمریزکال کې د ټول هېواد په کچه د ښوونکو او د ملکي خدمتونو د پنځمو او شپږمو بستونو ډله ییزه ازموینه واخیسته. د دغې ازموینې په پایله کې ۱۷۷۰۰ تنه د ښوونکو او د ملکي خدمتونو پنځمو او شپږمو بستونوته بریالي شول. خو د دغه شمېر نوماندانو له ګومارنې او جذب وروسته، په پوهنې وزارت کې د ښوونکو ۱۱۴۹۱ او د ملکي خدمتونو په ادارو کې زرګونه نور پنځم او شپږم بستونه په نښه شول. دغه بستونه د تېرې ډله ییزې ازموینې کې شامل نه وو او یاهم د کال په ترڅ کې خالي شول.

د کابینې د ۱۳۹۷/۵/۳ نیټې د ۷ شمېرې مصوبې د ۱۴بند د پلي کولو په موخه، کمېسیون و پتیله چې د اړوند بست ځانګړې رشتې په کوډ نمبر کې د لوړو نمرو، اړتیا وړ تحصیلي څانګې او جندر په پام کې نیولو سره ډک کړي. له دې امله، داوطلبان د الکترونیک سیستمونو او وسایلو په مرسته، له انساني لاسوهنې پرته د کانکور سیستم له لارې ګومارل کېږي.

کمېسیون په لومړي قدم کې د ښوونکو د بستونو ګومارل پیل کړل. دمګړۍ په لاندې ولایتونو کې د ښوونکو بستونو نوي تعیینات شوي: 

کاپیسا، ننګرهار، لغمان، پنجشیر، بغلان، بامیان، پکتیا، خوست، پکتیکا، کنړونه، بدخشان، کندز، بلخ، جوزجان، کندهار، ارزګان، تخار، زابل، لوګر و هلمند.

په څوارلسو ولایتونو کې به د ښوونکو د بستونو ګومارل د اوونۍ ترپایه عملي شي.

خو پنځم او شپږم بستونو کې ګومارنې د (وري) میاشتې ترپایه بشپړېږي او جزییات به یې د جلا اعلامیې په ترڅ کې له داوطلبانو سره شریک شي.

د ښوونکو بستونو نوماندان په لاندې ډول ګومارل شوي:

۱ـ که چېرې د ډله ییزې ازموینې له لارې په یوه ولایت،ولسوالۍ او یاهم مکتب کې تش بستونه ډک شوې وي، خو لا تراوسه په هغه مسلک او یاهم ځانګړې رشته کې نور تش بستونه شتون ولري ،نو داوطلبان په مربوطه کوډ رشته  او د بست اړوندو نورو بستو نو کې د لوړې نمرې په لرلوسره معرفي کیږي.

۲ـ ځینې ښوونځي یوې رشتې ته اړتیا لري چې د ډله ییزې ازموینې په ترڅ کې، د هغه بست اړتیا نه لیدل کېده، خو دمګړۍ یې اړتیا لیدل کیږي. په هغه ولایت یا ولسوالۍ کې په مربوطه کوډ رشته کې د لوړو نمرو داوطلبان معرفي شوي.

۳ـ په ځینو مواردو کې د داوطلبانو شمېر، د ښوونکو د اړتیا وړ بستونو څخه کم ؤ. نو له دې امله هغوتشو  بستونو د ډکولو لپاره، د مشابه او اړوندوبستونو په شرایطو برابر د لوړو نمرو لرونکي داوطلبان معرفي شوي.

هغه داوطلبان چې نويو بستونوته معرفي شوي، د ګرځنده تیلیفون له لارې پيغام(SMS) ترلاسه کوي.

د پیغام د نه ترلاسه کولو په صورت کې، نوماندان کولی شي چې د کمېسیون ویبپاڼې ته مراجعه وکړي.

نوماندان هغو اطلاعاتو ته په پام سره چې په واک کې یې لري، د دوه کړن چاروله مخې کولای شي په ویبپاڼه کې خپلې پایلې وګوري: لومړی د ای ډي نمبر په واردولو او دویم د نوم، پلار نوم او نیکه نوم د واردولو له لارې.

بریالي نوماندان دې د بستونو د پړاوونو د بشپړولو لپاره، له تحصیلي سندونو، تذکرې ( کاپي او اصلي) سره د اړوندو ولایتونو د پوهنې ریاستونو ته مراجعه وکړي.

http://iarcsc.com/teachers/result