خبرتیا: د ښوونکو بستونو او ملکي خدمتونو ۵ او ۶ بستونو د ګومارنې پړاوونه

هغه نوماندان چې د ښوونکو ولایتي بستونو او ملکي خدمتونو ۵ او ۶ بستونو ډله ییزه ازموینه کې بریالي پېژندل شوي، کولای شي چهارشنبې په ورځ (سلواغې لومړۍ نېټه) سهار ۰۹:۰۰ بجې د ګومارنې نورو پړاوونو ترسره کولو لپاره، د اړوندو وزارتونو/ادارو ریاستونو او امریتونو ته مراجعه وکړي.

یاددښت: د تحصیلي سند اصل، د تابعیت تذکرې اصل او څلور قطعې عکسونه ځان سره ولرئ.