خبرتیا: د کابل ولایت د ښوونکو بستونو د ازموینې په اړه

د کابل ښار او اړوندو ولسوالیو ښوونکو بستونو نوماندانو ته اعلامېږي چې د دغو بستونو ډله ییزه ازموینه، د (وږی ۷ ) د جمعې په ورځ اخیستل کېږي.

  • د ازموینې په ورځ، د سهار په ۰۶:۰۰ هغو ځایونو کې چې د شمولیت په کارتونو کې درج دي، حضور ولرئ.
  • د تابعیت تذکرې اصلي نسخه ځان سره ولرئ.
  • د ګرځنده ټیلیفون او نورو الکترونیکي وسایلو له راوړلو ډ ډه وکړئ.