خبرتیا: د کابل ولایت ۵ او ۶ بستونو په اړه

د کابل ولایت ۵ او ۶ اداري بستونو غوښتونکو ته اعلاميږي چې دغو بستونو لپاره په شرایطو برابرو نوماندانو نوملړ، اوس د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون ویبپاڼه کې خپور شوی.

په شرایطو برابر نوماندانو نوملړ له دغه ځایه ترلاسه کړئ.

ازموینې لپاره په شرایطو برابر نوماندان د خپلو تيلیفونو له لارې (SMS)  ترلاسه کوي.

د ازموینې اخیستو نیټه وروسته اعلامېږي.

ازموینه کې د ګډون کارتونه په وزارتونو او اړوندو ادارو کې د سې شنبې، چهارشنبې او پنج شنبې په ورځو کې (د تلې ۱ ـ ۳ ) وېشل کېږي.

هغه غوښتوونکي چې په دغو بستونو کې شارت لېست شوي، غوښتنلیکونه یې د مالیې وزارت ورودي کچې بستونو کې حذف شوي دي.

د مالیې وزارت بستونو شارت لېست پایلې وروسته اعلامېږي.

د ازموینې اخیستو ځایونه د شمولیت په کارتونو کې لیکل شوي دي.

هغه غوښتوونکي چې د نه شارت لېست کېدو له امله شکایت لري، کولای شي خپل شکایتونه اړوندو وزارتونو او ادارو کې ثبت کړي.

له دغه ځایه د شمولیت کارتونو او شکایتونو فورمې د وېش ځایونه پیدا کړئ.

د بایو متریک معلوماتو ثبت ځایونه وروسته اعلامېږي.

زیاتو معلو ماتو لپاره له دغو شمېرو سره په اړیکه کې شی:

۰۷۹۵۴۱۴۲۸۲

۰۷۹۵۴۱۴۲۸۴