خبرتیا: فاریاب ولایت ښوونکو بستونو او ملکي خدمتونو ۵ او ۶ بستونو نوماندانو بایو متریک مهال وېش

د فاریاب ولایت ښوونکو بستونو او ملکي خدمتونو ۵ او ۶ بستونو نوماندان دې د لاندې پروګرام له مخې مراجعه وکړي.

د بایو متریک اطلاعاتو ثبت

د ښوونکو بستونو په شرایطو برابر کسان دې د دوشنبې او سې شنبې ورځو (مرغومې ۱۵او ۱۶) د فاریاب ولایت د تخنیکي او مسلکي تعلیماتو امریت ته مراجعه وکړي.

د ملکي خدمتونو ۵ او ۶ بستونو په شرایطو برابر کسان دې د چهارشنبې ورځ (مرغومې ۱۷) د فاریاب ولایت د تخنیکي او مسلکي تعلیماتو امریت ته مراجعه وکړي.

کارتونو وېشل

په شرایطو برابر ښځې دې د فاریاب ولایت پوهنتون د نجونو لیلیې ته مراجعه وکړي.

په شرایطو برابر نارینه دې د فاریاب ولایت پوهنتون نارینه وو لیلیې ته مراجعه وکړي.

ازموینې اخیستل

د ازموینې اخیستو ورځې: پنجشنبې، جمعه او شنبې ورځو (مرغومې ۱۸، ۱۹ او ۲۰)

ازموینې اخیستو ځای: فاریاب ولایت پوهنتون ریاست

یاددښت: اصلي تذکره یا پاسپورټ حتمي له ځان سره ولرئ