خبرتیا: د کابل ولایت ښوونکو بستونو د شکایتونو څېړلو پایلې (تایید شویو نوملړ)

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون د کابل ولایت ښوونکو بستونو شارت لېست پروسې  شکایتونه څېړلي. د هغو شکایت کوونکو چې شکایت یې تایید شوی او ازموینې لپاره په شرایطو برابر بلل شوي، نوملړ یې اوس د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون په ویبپاڼه کې خپور شوی.

د شکایت کوونکو نوملړ له دغه ځایه ترلاسه کړئ.

هغه شکایت کوونکي چې شکایتونه یې تایید شوي، د ګرځنده تیلیفونونو له لارې (SMS) هم ترلاسه کوي.

هغه شکایت کوونکي چې شکایتونه یې تایید شوي، د بایو متریک معلوماتو د ثبت او ازموینه کې د ګډون کارت ترلاسه کولو لپاره دې د چهارشنبې په ورځ (وږی ۵ ) د سهار له ۰۸:۰۰ د مازیګر ۰۴:۰۰پورې، د سیلو په افشارو کې د ملکي خدمتونو انسټیټوټ ته مراجعه وکړي.

هغه نوماندان چې له دې وړاندې په شرایطو برابر بلل شوي او نه دي توانېدلي په ازموینه کې د ګډون کارت ترلاسه کړي کولای شي خپل کارت د ملکي خدمتونو انسټیټوټ څخه ترلاسه کړي.