خدماتو رییس

 

 

د ملکي خدمتونو ټاکنو بورد د لوی څارنوالی دویمه رتبه ( یو بست ) د وړ کارکوونکو ګمارنې په موخه د آزادې سیالۍ له لارې اعلان ته سپاري.

په شرایطو برابر لیوال وګړي کولی شي چې خپل غوښتنلیکونه په انلاین توګه د اداري اصلاحاتو اوملکي خدمتونو خپلواک کمیسون له ویبياڼې  څخه د (www.iarcsc.com ) لینک له لارې راولېږي.

د غوښتنې پر مهال  د یاد بست  د کوډ شمېره له لاندې برخې څخه کاپي او د فورم په اړونده برخه کې یې درج کړی.

 

شمېره د بست سرلیک د بست کوډ
۱ خدماتو رییس ۰۵۸۱

 

د بست ځانګړنې:

د بست سرلیک:                  خدماتو رییس

بست:                               دویم

د بست شمېر:                    (۱)

اړونده څانګه:                      مالي او اداري عمومي ریاست- مالي او اداري مرستیالي

وزارت/اداره:                        لوی څارنوالی

موقعیــت:                           کابل

راپور ورکول:                         مالي او اداري عمومي رییس

راپور اخیستل:                     تر لاس لاندې کارکوونکي (د تشکیلاتي جوړښت سره سم)

انداره معاش:                      اصل معاش بست+ امتیاز پروژۀ تغییر از قدم اول ۱۰۹،۶۰۰٫۰۰ افغانی الی قدم پنجم ۱۶۴،۴۸۹ افغانی (مطابق رهنمود پرداخت امتیازات پروژۀ تغییر)

د پیل او پای نېټه:               ۰۳/۰۸/۱۳۹۹ الی ۱۴/۰۸/۱۳۹۹

 

تغییر پرورګرام:

تغییر پروژه نېغ په نېغه د سولې چوکاټ او د افغانستان ملي پراختیا ته ځواب ویونکې ده او همدا راز د عامه ادارې او اغېزمن سیسټم جوړونې پراختیايي لومړیتوب په ګډون او د ملکي خدمتونو د تخصص کولو، رامنځته کېدو او پیاوړتیا په موخه کار کوي.

د تغییر پروژې ټولیزه موخه، د وزارتونو د ظرفیتونو پیاوړتیا او د وړتیا پر بنسټ د کلیدي بستونو د ګومارنې له لارې، د لومړیتوب لرونکو ادارو د کارکوونکو د مدیریت ښه والی او د بشري سرچینو غوره پلان جوړونه ده.

د تغییر پروژه د افغانستان د بیا رغاونې لپاره د مرستو وجهي صندوق (ARTF) او د نړیوال پراختیايي انجمن(IDA) او د نړیوال بانک ګروپ له خوا تمویلېږي.  د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون د افغانستان اسلامي جمهوري دولت په استازیتوب دا پروژه پلې کوي. د منظور شوي ستراتېژیک پلان پر بنسټ، په دې پروژه کې د بشري سرچینو او ادارو د متصدي او خالي بست د شاملېدو لپاره، د هر کال په پیل کې کلیدي دندې (Key Deliverables) او اثباتیه شواهد (Means of Verification) د دندې لایحې، د ادارې د اساسي موخو او د مستقیم امر سره په همغږۍ چمتو او د قرارداد سره ضمیمه کېږي. هغه کارکوونکي چې له دې لارې ګومارل کېږي، ارزونه یې  د هر کال په پیل کې د منظور شوي کاري فعالیتونو د راپور پر بنسټ او د کلیدې دندو او اثباتیه شواهدو په مقابل کې ترسره کېږي او د بل کال لپاره د کارکوونکو کاري قرارداد، په بریالیتوب سره د دې دندو په بشپړېدو پورې مشروط دی.

د لوی څارنوالۍ په اړه:

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د افغانستان اساسي قانون د ۱۳۴ مادې مطابق د اجراییه قوې برخه ده، په اجراتو کې خپلواکه ده او د جرایمو د تحقیق او د محکمې پر وړاندې پر تورن د دعوا د اقامې مکلفیت لري. د جرایمو پر وړاندې د مبارزې او په جرایمو کې د تورنو د عدلي تعقیب قانوني مکلفیت لري. د دې ادارې تشکیلاتي جوړښت او اجرات، د تقنیني سندونو او د ادارې د ستراتېژیک پلان په رعایت کولو سره په څلورو (مالي او اداري، څېړنه، تعقیب او د حکمونو د تنفیذ څارنه) برخو کې چمتو شوی دی. لوی څارنوالۍ د مدعی العموم د ټولو جرمونو او د رڼو، اغېزمنو، ځواب ویونکي او مسلکي خدمتونو وړاندې کولو لپاره چې د ټولنیز عدالت، د قانون تطبیق، د قانون حاکمیت او د جنایي سیاست د پیاوړتیا ضمانت کوونکی رول ترسره کوي. لوی څارنوالۍ په ټول هېواد کې د خپلو مرکزي او ولایتي دفترونو له لارې خپل مکلفیتونه ترسره کوي، چې وکړای شي عدالت تامین کړي.

د دندې موخه:

د چوپړیزو، ودانیزو او ترانسپورت چارو مدیریت او څارنه او د ملاتړو خدمتونو د وړاندې کولو په موخه د اجناسو د محاسبه کولو، د اړینو اسانتیاوو چمتو کول او په مرکزي او ولایتي اداره کې د پروژو غوره تطبیق.

تخصصي دندې:

  1. د قوانینو، مقررو او پالیسي ګانو مطابق په اغېزمن او شفاف ډول د چارو د ترسره کولو په موخه د سرچینو، فعالیتونو او تر کنټرول لاندې کړنو مدیریت.
  2. د موجود وضعیت ارزونه او د ستونزو بربنډولو، ننګونو، چوپړه ییزو اړتیاوو، تاسیساتي، ترانسپورتي او د مرکزي او ولایتي ادارو د اجناسو د اړتیاوو تشخیصولو په موخه د نیاز سنجۍ ترسره کول.
  3. د پالسي ګانو، طرزالعملونو، خدماتي او ودانیزو لارښودونوو جوړول او په اداره کې د خدمتونو وړاندې کولو د لوړوالې په موخه د اجناسود محاسبه کولو  د پروګرام طرحه او ترتیب.
  4. د ترانسپورتي خدمتونو د چمتو کولو څخه څارنه، د روغنیاتو او پرزه جاتو تامین د ننوتو کارت وېش او د غوره خدمتونو د وړاندې کولو په موخه د ګمرکي او ترافیکي سندونو بشپړول.
  5. د املاکو او اجناسو د ثبت او راجستر مدیریت او څارنه او په مرکز او ولایتونو کې د قانوني سندونو د بشپړولو له لارې د اجناسو او د ادارې د کاري لوازمو وېش.
  6. د صفایي او حفظ او مراقبت (تنظیف، اوبه رسونه، تهویه سیستمونه، مرکز ګرمي، رنګمالي، تجاري، انرژي برېښنا ) چارو د تنظیم څخه څارنه. له وخت مخکې استهلاک کېدو څخه د مخنیوي او غوره خدمتونو وړاندې کولو په موخه د ادارې ټولو برخو او تاسیساتو ته پاملرنه.
  7. د انجینري چارو (تخنیکي سروې، ډېزاین، براورد، ترمیمات او حفظ او مراقبت) مدیریت او له اړوندې څانګې سره په همغږۍ د پروژو، ودانیو او د ادارې تاسیساتو ته پاملرنه. د پلان او نقشې مطابق د پروژې غوره تطبیق څخه ډاډ تر لاسه کول .
  8. تحویلخانه کې د مالونو او جنسونو له شتون څخه ډاډ تر لاسه کول،  د تحویلخانې د تصفیه کولو په موخه د اضافي توکو د لیستونو چمتو کول او بشپړول او د جنسونو او لوازمو ساتنه.
  9. د حفظ او مراقبت څخه څارنه او د لېږد وسایلو د ستونزو د تشخیص څخه ډاډ تر لاسه کول. د ادارې د ټولو څانګو لپاره د غوره خدمتونو د وړاندې کولو په موخه د لېږد وسایلو بیا رغاونه.
  10. د پذیرش چارو، تشریفاتو، خوړنځای د تنظیم او د خوړنځای (طعامخانه) کې د ګډونکونکو د عوایدو څخه ډاډ تر لاسه کول.
  11. د پروګرامونو د غنامندۍ په موخه د ګټورو او مسلکي مشورو وړاندې کول او د قراردادي شرکتونو د ارزونې په موخه د ودانیزو او خدماتي تړونونو په تدارکاتي پروسه کې ګډون کول.
  12. د املاک، جنسونو او ساختماني سندونو د ثبت او ساتنې په موخه له مالوماتي تیکنالوژۍ سره په همغږۍ د الکترونیک سیستم رامنځته کول او همدارنګه د ادارې د و سایطو مسیر کنترول کول.

د بست مدیریتي دندې:

۱۳٫د ادارې ټاکل شویو موخو ته د رسېدو لپاره، له ستراتيژیک پلان سره سم میاشتنی، درې میاشتنی او کلنی کاري پلان ترتیبول

  1. د اړوند ریاست د کاري پلان پر بنسټ د بودیجوي اړتیاوو مالومول او وړاندیز کول.

۱۵٫د افغانستان د سولي ستراتيژۍ، ملي پراختیا او اداري فساد پر وړاندې د مبارزې لپاره په اړوند کاري چاپیریال کې د ستراتیژيکي موخو او پروګرامونو ترسره کول.

  1. ۱۶٫ د اړوندې ادارې پالیسیو او مالوماتو ته د لاسرسۍ قانون په پام کې نیولو سره، دولتي ادارو کې دننه، مدني ټولنو، رسنیو، او د هیواد وګړو ته په وخت سره د مالوماتو وړاندې کولو مشري کول.

۱۷٫کاري ساحه کې، د اداري اجرااتو قانون، د ښځو اوماشومانو ځورونې او اذیت د مخنیوي قانون، او د چلند لارې مقررې پلي کولو او مراعتولو څخه ډاډ تر لاسه کول.

  1. د اړونده برخې د فعالیتونو او لاسته راوړنو څخه، مشرتابه ته د راپور وړاندې کول.
  2. د اغېزمنو او په وخت سره د چارو د ترسره کولو څخه د ډاد تر لاسه کولو په موخه، تر لاس لاندې کارکوونکو رهبري او مدیریت کول.
  3. په ښه توګه د کار تر سره کولو، هڅونې رامنځته کولو، اغیزمنتیا لوړولو، د روزنیزو اړتیاوو ټاکلو او د وړتیا لوړولو په موخه، ترلاس لاندې کارکوونکو د کړنو ارزول.

۲۱ ترلاس لاندې کارکوونکو ته د ورکشاپونو او سیمینارونو جوړول او د کار په ترڅ کې د روزنې له لارې هغوی ته د مسلکي مهارتونو لیږدول.

۲۲٫چارواکو ته د خبرتیا لپاره، د اړونده فعالیتونو او لاسته راوړنو درې میاشتنی، کلنی او د اړتیا په وخت کې د راپورونو وړاندې کول

۲۳٫د قوانینو، مقررو او د ادارې د موخو سره سم، د ټولو هغو اړوندو دندو تر سره کول چې د واکمنو چارواکو له خوا سپارل کیږي.

د همغږۍ دندې:

  1. د ترانسپورت، روښنایي، تهویې، ګرمولو او نورو اړینو چارو د حلولو په موخه، د بېلابېلو ادارو له څانګو سره همغږۍ رامنځته کول.
  2. ۲۵٫ د اغېزمنو فعالیتونو څخه ډاډ تر لاسه کولو په موخه له مرکزي او ولایتي څانګو سره همغږي او اړیکې رامنځته کول.
  3. ۲۶٫ تر لاس لاندې کارکوونکو سره همغږي او اړیکې جوړول او یا د اړوندې ادارې نورو داخلي برخو سره، د متوقعه موخو تر لاسه کولو په موخه اړیکې ټینګول.

د ګومارنې شرطونه ( د زده کړې کچه او کاري تجربه):

د دندې دغه لایحه د ملکي خدمتونو د کارکوونکو قانون ۷، ۸ او ۳۴ موادو ته پام، لږ تر لږه د لاندې شرطونو او معیارونو پربنسټ جوړه شوې ده.

  1. د زده کړې کچه:

له دې څانګو په یوې هغې کې، د لېسانس سند درلودل: انجینري، (مهندسي، شهرسازی، سیول یا ساختمان) عامه اداره، عامه پالیسۍ، سوداکرۍ اداره، اقتصاد، ارواپوهنه، اداره او مدیریت، حقوق، سیاسي علوم، عمومي مدیریت، مدیریت، ادبیات، ژورنالیزم، اړیکې، ټولنپوهنه، حکومتولۍ او  د هېواد دننه یا بهر نورو اړوندو څانګو څخه د لیسانس تحصیلي سند ولري. یادو څانګو کې د لوړې کچې زده کړو لرونکو ته لومړیتوب ورکول کېږي.

  1. کاري تجربه: هېواد کې دننه یا بهر په ( اداري، اجراییوي، ترانسپورټ، خدمات، همغږۍ، حفظ او مراقبت، اجناسو چارې، تدارکات او املاک او یا په دې لایحه کې د نورو راغلیو مواردو سره سم وي.
  • یادو څانګو کې مدیرتیي یا تخصصي تجربه: درې کاله د لېسانس، دوه کاله د ماسټر او یو کال د دوکتورا لپاره.
  • هغه نوماندان چې تحصیلي څانګه یې په لایحه کې د ګومارنې شرطونو کې شامله نه وي، که اړونده دنده کې لږ تر لږه اوه کاله کاري تجربې ولري، د دې بست لپاره وړ نوماند بلل کېدای شي.

 

  1. د اړتیا وړ مهارتونه
  • د هیواد په یوې رسمي ژبې ( پښتو یا دري) او انګلیسي ژبه برلاسی وي.
  • د دندې اړوند کمپیوټري پروګرامونو کې مهارت درلودل.
  • رهبرۍ، اړیکو او پرېکړو کې لازم مهارت ولري.

د هڅونې موارد:

  • د معلولیت لرونکو وګړو د ګومارنې طرزالعمل مطابق، درېیم او څلورمو بستونو لپاره (۵)  امتیازې نومرې او لومړي او دویم بست ته (۳) امتیازي نومرې
  • د ګومارنې طرزالعمل مطابق ښځو ته (۵) امتیازې نومرې

………………………………………………………………………………………………………………………………………..

د اړینو پاڼو او اسنادو د تسلیمي لارښود