د آزموینې منځپانګې د تحقیق اوتدوین کارپوه ( ملاتړې وړتیاوې)

 

 

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کميسيون کار اهل کارته د سپارلو په موخه، چې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د لوړو موخو د پلي کولو ښکارندويي کوي، د بشپړې ملکي خدمتونو ادارې جوړولو لپاره د تېرو اعلانونو په دوام سره لاندینی بست د غوره، ښو او وړو کسانو د ګومارنې په موخه د آزادې سيالۍ له لارې د رتب او معاش نوي سيسټم سره سم اعلان ته سپاري. په شرایطو برابر لیوال غوښتونکي کولی شي چې خپل غوښتونلیکونه په انلاین توګه د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمیسیون ویپاڼې څخه د (http://lowgrade.iarcsc.com/)لینګ له لارې راولیږي.

د غوښتنې پر مهال د یاد بست   شمېره له لاندې برخې څخه کاپي او د فورم په اړونده برخه کې یې درج کړی.

شماره د بست سرلیک د بست د کوډ شمېره
۱ د آزموینې منځپانګې د تحقیق اوتدوین کارپوه  ( ملاتړې وړتیاوې) HR-015

 

 

مشخصات بست:

د دندې سرلیک:               د آزموینې منځپانګې د تحقیق اوتدوین کارپوه  ( ملاتړې وړتیاوې)

بســــت:                         دریم

وزارت/اداره:                  د اداری اصلاحاتو او ملکی خدمتونو خپلواک کمیسیون

د بست ځای:                    کابل

د بست شمېر:                   (۲)

اړونده څانګه:                  د آزموینې منځپانګې د څېړنې اوتدوین ریاست

راپور ورکول  :               د آزموینې منځپانګې د څېړنې اوتدوین رئیس

راپور اخیستل:                 تر لاس لاندې کارکوونکي  (تشکیلاتي جوړښت سره سم )

تاریخ نشروختم اعلان:          ۲۶/۰۳/۱۳۹۹ الی ۰۵/۰۴/۱۳۹۹

د تغیر پروژه

د تغیر پروژه مستقیمآ د افغانستان د سولي او ملي ودې په چوکاټ کې ځوابورکوونکې ده، چې د پراختیایي لومړیتوب په لرلو سره د ځوابورکوونکې اوګټورې عامه ادارې په توګه د ملکي خدمتونو د تخصصوالي خوندیتوب او ځواکمنولو  په موخه رامنځته شوې ده.

د وړتیا پر بنسټ د کلیدي بستونو ګمارل، د کارمندانو ښه مدیریت ته وده ورکول، او د بشري سرچینو ښه پلان جوړولو له لارې د لومړیتوب لرونکو وزارتونو او ادارو د وړتیا پیاوړي کول، د تغیر پروژې عمومي موخو څخه دي.

د تغیر پروژه د مرستو وجهي صندوق پرمټ د افغانستان بیارغونې (ARTF) د بین المللي پراختیايي انجمن (IDA) او نړیوالو بانکي ګروپونو له خوا تمویلیږي. د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونوخپلواک کمیسون د افغانستان اسلامي جمهوري په استازولۍ دا پروژه پلي کوي.

د بشري سرچینو وزارتونو او ادارو منل شوي استراتیژیکي پلان پر بنسټ ، په دې پروژه کې شامل هر متصدي او خالي بست  لپاره د کال په پیل کې ، کلیدي دندې  (Key Deliverables) او اثباتیه شواهد(Means of Verification) د اداري بنسټیزو موخو او د دندې لایحې سره سم، د مستقیم آمر په همغږۍ  سره د دوی په کاري هوکړه لیک کې وضع کېږي، دهغو کارکوونکو ارزونه چې له دې لارې ګمارل کېږي، د هر کال په پای کې د دوی د کړنو راپورونو له لارې د کلیدي دندو له مخې تر سره کېږي . او په بریالیتوب سره  د همدو دندو ترسره کولو په شرط کارکوونکو سره د راتلونکي کال هوکړه لیک  نوی کېږي.

 

داداري اصلاحاتو او ملکي  خدمتونو خپلواک کمیسیون:

د بن موافقې پر بنسټ د اداري اصلاحاتو او ملکي خدماتو خپلواک کمیسیون د اساسي قانون (۵۰) مادې له مخې د افغانستان لنډمهالې ادارې  -۲۳/۳/۱۳۸۱ – نیټې – ۲۵۷-  فرمان سره سم ، د اداري اصلاحاتو مشرۍ، د عامه ادارې د اصلاح سیستم، پالیسۍ او پلان طرحه کولو او پلي کولو څخه د څارنې په موخه رامنځته شوې ده.

د دندې موخه:

 

د ملکي خدمتونو ادارو کې د شفاف، ګړندي، او کیفیت لرونکې ګمارنې د میکانیزم رامنځته کولو په موخه د ملکِ خدمتونو ملاتړې وړتیاوو چوکاټ پر بنسټ د آزموینې د منځپانګې رامنځته کول، تقویه کول او وده ورکول.

 

وظایف تخصصی بست:

  1. د بازار بشري ځواک او د ملکي خدمتونو د بستونو وضیعت او ماهیت کره پېژندنلو په موخه ، د مطالعې او څېړنې په پروسه کې فعاله ونډه اخیستل.
  2. د آزموینې د منځپانګې ترتیبولو په موخه، د ملکي خدمتونو د ملاتړې وړتیاوو چوکاټ رامنځته کول، بیا کتل او وده ورکول.
  3. د آزموینې منځپانګې کیفیت لوړولو په موخه له ماهرپوهانو(اهل خبره) سره سلا مشوره کول او د کاري میتودونو ښه کولوکې ونډه اخیستل.
  4. د دندې اړوند د آزموینې منځپانګې رامنځته کولو په موخه ، د ملکي خدمتونو تش بستونو د دندو د لایحو په شننلو او وېشلو کې برخه اخیستل.
  5. په عامه ادارو کې د نوماندانو وړتیا مالومولو په موخه، د ملکي خدمتونو ملاتړې وړتیاوو چوکاټ پر بنسټ د آزموینې د منځپانګې طرحه کول.
  6. د سمولو او نهایی کیدو لپاره د ازموینې مینځپانګې بیاکتنې پروسې کې په فعاله توګه ګډون او ونډه  اخیستل.
  7. د بریښنايي آزموینې دایرولو کې د اسانتیا رامنخته کولو په موخه د بریښنايي آزموینې په سیستم کې د آزموینې د منځپانګې درج کول.
  8. د اړتیا په صورت کې د ملکي خدمتونو د بستونو ازموینې په بهیر کې نوماندانو ته د تخنیکي اسانتیاوو او د منځپانګې په اړه وضاحت وړاندې کول.
  9. د ملکي خدمتونو د بستونو آزموینې د منځپانګې محرمیت ساتلو په موخه ، د اړینو تدابیرو نیول او څارنه کول.
  10. د بست مدیریتي دندې:
  11. د ادارې ټاکل شویو موخو ته د رسیدو لپاره، عمومي پلان سره سم میاشتني، درې میاشتني، او کلني کاري پلان طرح او ترتیبول.
  12. د ادارې مشرتابه د خبرونې لپاره، د اړونده څانکې فعالیتونو او لاسته راوړنو درې میاشتني، کلني، او عین ضرورت راپورونو چمتو کول او د ادارې مشرتابه ته وړاندې کول.
  13. د قوانینو.مقرراتو او ادارې موخو سره سم، د هغو ټولو دندو تر سره کول چې د صلاحیت لرونکو مقاماتو له خوا سپارل کیږي.

 

د بست د همغږۍ دندې:

  1. په وخت سره د بریښنايي آزموینې دایرولو په موخه، ټلو اړوندو برخو سره د اړیکو ټینګول.

…………………………………………………………………………………………………………………………………..

د ګمارنې شرایط ( د زده کړې کچه او کاري تجربه):

د دندې دغه لایحه د ملکي خدمتونو کارکوونکو قانون ۷او ۳۴ موادو په پام کې نیولو سره لږ تر لږه د لاندې شرایطو او معیارونو پربنسټ جوړه شوې ده:

 

لږ تر لږه په یادو رشتو کې د لیسانس په کچه د زده کړې اسناد ولري:  اقتصاد، عامه پالیسي، عامه اداره، اداره او تجارت، حقوق او سیاسي علوم، شرعیات ( فقه او قانون) عامه اړیکې، ښه حکومتولي، نړیواله اړیکې، لوی مدیریت، د بشري سرچینو مدیریت، ارواپوهنه،  پیداګوژي، ټولنپوهنه، ارتباطات، ادبیات او په یادو رشتو کې تر دې په لوړه کچه سند لرونکو ته لومړیتوب ورکول کېږي.

لږ تر لږه د دندې اړوند دوه کاله کاري مخینه ولري:

 

  1. لږ تر لږه په یو له دې برخو کې  (څېړنه، تدریس، وړتیا لوړول، د آزموینې منځپانګې دایرول، ګمارنه، تشکیل، د دندو شننه، او د بست وظیفوي واکونو او مسولیتونو کې د درج شویو موخو او نورو مواردو کې د دوه کلنې کاري تجربې درلودل.

اړین مهارتونه :

  1. د هیواد په یوې رسمي ژبې بر لاسۍ ( پښتو یا دري) او انګلیسي ژبې سره بلدتیا.
  2. د دندې اړوند په کمپیوټري پروګرامونو کې مهارت درلودل.

هڅونې :

  1. د دریم او څلوم بستونو معلول نوماندانو لپاره، (۵) امتیازي نمرې د معلولیت لرونکو نوماندانو د ګمارنې کړنلارې پر بنسټ ټاکل شوي دي په هغه صورت کې چې د نوماند معلولیت په دنده کې د خڼډ سبب ونه ګرځي.
  2. ښخینه نوماندانو لپاره (۵) امتیازي نمرې د ګمارنې کړنلارې پر بنسټ ټاکل شوي دي.

 

________________________________________________________________________________________________

د اړینو پاڼو او اسنادو د تسلیمي لارښود