د ابن سینا پوهنتون محصلینو یوه ډله د روزنیز سفر لپاره کمېسیون ته راغله

د ابن سینا خصوصي پوهنتون د محصلینو یوې ډلې د روزنیز سفر په موخه، د کمېسیون له بېلابېلو برخو لکه، د مراجعینو مرکز (One stop Shop)، د ازموینې د منځپانګې جوړولو او څېړنو مرکز، اوتار سینګ تالار، د فاطمې قادریان او روباټ جوړونکو نجونو د ازموینو مرکز، تدارکاتو برخې او د کمېسیون له کاري خونو لیدنه وکړه.

د شکایتونو د څېړلو بورډ کمېشنرې ګیسو یاري، د ملکي خدمتونو عمومي رییس احمد مسعود توخي او د ملکي خدمتونو د تعییناتو بورډ اجراییه رییس محمد یوسف غزنوي لخوا ورته د تعییناتو بورډ، شکایتونو د څېړلو بورډ او د ملکي خدمتونو عمومي ریاست د کاري ساحې، مسؤولیتونو او دندو په اړه توضېحات وړاندې شول او د محصلینو پوښتنې ځواب شوې.