د اتلسو ولایتونو د ښوونکو بستونو او ۵ او ۶ بستونو ډله ییزې ازموینې ترسره شوې

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون، د ازموینو ملي ادارې په همکارۍ د اتلسو ولایتونو د ښوونکو بستونو او ۵ او ۶ بستونو ډله ییزې ازموینې ترسره کړې.

دغو بستونو ته د رسېدو لپاره نږدې ۵۰ زرو داوطلبانو سیالۍ وکړې. ۳۵۸۳ تنو کونړونو ولایت بستونو، ۵۱۷۰ تنو بدخشان ولایت بستونو، ۲۷۷۸تنو غور ولایت بستونو، ۱۷۴۲ تنو بادغیس ولایت بستونو، ۲۳۲۱تنو سمنګان ولایت بستونو، ۱۲۹۵تنو نورستان ولایت بستونو، ۳۵۰۳تنو دایکندي ولایت بستونو، ۱۰۷۱ تنو د پنجشیر ولایت بستونو، ۱۸۶۰ تنو زابل ولایت بستونو، ۲۴۳۲ تنو جوزجان ولایت بستونو، ۲۹۰۱ تنو کاپیسا ولایت بستونو، ۲۴۸۸ تنو لوګر ولایت بستونو، ۳۹۵۴ تنو میدان وردکو ولایت بستونو، ۲۰۱۸ تنو سرپل ولایت بستونو، ۴۹۷۹ تنو بامیان ولایت بستونو، ۲۵۲۴ تنو پکتیکا ولایت بستونو، ۲۱۲۸ تنو پکتیا ولایت بستونو او ۱۵۰۴ تنو نیمروز ولایت بستونو ترلاسه کولو لپاره سیالۍ وکړې.

د دغو ولایتونو ډله ییزه ازموینه د سیمه ییزو مقاماتو، مدني ټولنې او رسنیو استازو په شتون کې ترسره شوه.

د پاتې ۱۵ ولایتونو د ښوونکو بستونو او ۵ او ۶ بستونو ازموینې هم ډېر ژر اخیستل کېږي.