د اتو حکومتي ادارو تحریري او تقریري ازموینه واخیستل شوه

د اتو حکومتي ادارو (کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ، اوبو او انرژۍ، د نشه یي توکو پرضد د مبارزې، کانونو او پټرولیم وزارت، د احصایې او معلوماتو ملي ادارې، سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون، ملي راډیو تلویزیون، د بدني روزنې او سپورټ ریاست د لوړ رتبه بستونو د ترلاسه کولو په موخه، د کمېسیون د ازموینو په مرکز کې، ۴۷ تنو ددغو بستونو دترلاسه کولو لپاره دازموینو په ازادو سیالیو کې ګډون وکړ.

دغو بستونو کې د کونړ، بدخشان او سرپل ولایتونو د احصاییې او معلوماتو ریاستونه، د کرنې اوبو لګولو وزارت د اوبو لګولو ریاست، د اوبو او انرژۍ وزارت د هلمند ولایت د اوبو د چارو د تنظیم ریاست، د بادغیس، غزني او کاپيسا ولایتونو د نشه يي توکو پرضد د مبارزې ریاستونه، د لوګر ولایت د بشري سرچینو ریاست، د پکتیا ولایت د کانونو ریاست، د ملي راډیو تلویزیون د خبر شبکې ریاست او د ښځو سپورټ د پراختیا ریاست پکې شامل وو.

تحریري او تقریري ازموینې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون د تعییناتو د بورډ د رییس نجیب الله امین او اړوندو ادارو د صلاحیت لرونکو استازو په شتون کې واخیستل شوې.