د اجرائیې مدیر

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کميسيون د کار اهل کار سپارلو په موخه، چې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د لوړو مخو د پلي کولو ښکارندويي کوي؛ د يوې بشپړې ملکي خدمتونو ادارې په جوړولو، د تېرو اعلانونو په دوام لاندنی بست د غوره، ښو او وړو کسانو د ګومارنې په موخه د ازادې سيالۍ له لارې د رتبو او معاشونو د نوي سيسټم سره سم اعلان ته سپاري:

ګڼه د بست عنوان د بست رتبه اړونده رياست د بستونو شمېر د خبرتيا پيل نېټه د خبرتيا پاى نېټه
۱ د اجرائیې مدیر ۴ د آزموینې منځپانګې د څېړنې او تالیف ریاست ۱ ۷/۶/۱۳۹۸ ۲۰/۶/۱۳۹۸

په شرايطو وړ کسان نارينه او ښځينه، چې د افغانستان تابعيت ولري؛ کولى شي، چې له (۷/۶/۱۳۹۸) نه تر (۲۰/۶/۱۳۹۸) نېټې پاى ته رسېدو پورې ځانګړي د غوښتنليکونو فورمې له (٣٠_٨) بجو څخه له مخکې له غرمې د کاري ساعت تر بشپړېدو پورې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلکواک کميسيون، د بشري سرچينو رياست، د ګومارنې له امريت، چې د دارالامان سناتوريم سړک ته نږدې شتون لري؛ تر لاسه کړي، يادې فورمې دې ډېرې کره ډکې او وروسته له ټولو غوښتل شويو سندونو سره د اړونده کړنلارې په اساس بېرته د ټاکنو(ګومارنې) امريت ته وسپاري او يا دې نوموړي (www.iarcsc.gov.af) ويب سايټ ته مراجعه وکړي.

د غوښتنې ځانګړې فورمې بايد تر لاسه او وروسته له کره ډکېدو دې له غوښتل شويو اسنادو سره د کړنلارې په اساس د سافټ په ډول(hr@iarcsc.gov.af) ايميل په پته په ټاکلې موده کې ولېږي.

له ټاکل شوې نېټې وروسته غوښتنليکونه نه اخيستل کېږي.

د ملکي خدمتونو بستونو د دندو لایحه

د بست ټولییز مالومات

د بست د خبرتيا شمېره:
د دندې عنوان: د اجرائیې مدیر
بست: ۴
وزارت/اداره: اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمیسون
اړونده څانګه: د آزموینې منځپانګې د څېړنې او تالیف ریاست
د بست ځاى: کابل
د بست شمېره: ( ۱ )
رپوټ ورکول: د آزموینې منځپانګې د څېړنې او تالیف رئیس
رپوټ اخيستل: نلري
د بست کوډ: ۶۲-۹۰-۰۵-۰۰۲
د بياکتنې نېټه:

…………………………………………………………………………………………………………………………….

د دندې موخه :د اجرائیوي چارو تنظیمول او اړونده ریاست ته د آسانتیاوو برابرول ؛

————————————————————————————————————————

د دندې صلاحیتونه او مسولیتونه:

  1. ټاکل شویو موخو ته د رسیدو لپاره عمومي پلان سره سم د اړوندې څانګې میاشتني، درې میاشتني او کلني کاري پلان ترتیبول؛
  2. د ریاست د مراسلاتو او اسنادو د فایلنګ سیستم تنظیمول، د ساتنې پالنې او د اړتیا پر وخت د کارونې په موخه؛
  3. د رسمی مکتوبونو او سندونوثبتول او د هدایت اخیستلو وروسته ېې اړوندو څانګو ته تسلیمول؛
  4. بهرنیو مراجعو سره د ټیلیفوني اړیکو، ناستو، او مجلسونو تنظیمول، او دراتلونکو کړنو لپاره د لارښوونې او یاداشتونو تر لاسه کول؛
  5. د مکتوبونو، وړاندیزونو، استعلامونو او نورو اسنادو تایپول او لیکل چې د ریاست مقام له خوا سپارل کیږي؛
  6. د کړنو او چارو د ټکني توب د مخنیوی په موخه، د اړونده څانګو د اړتیا وړ توکو وړاندیز کول؛
  7. پر وخت د پلي کیدو په موخه، اړوندو شعبوته د رارسیدلو پریکړو، فرمانونو، مصوبو او نورو اسنادو تکثیر او لیږدول،
  8. د اړونده ریاست د ناستو مینوت چمتو کول، او اړونده څانګو ته یې خپرول، د اجرایوي تدابیرو ترلاسه کولو په موخه؛
  9. د مسئول رئیس له تائیدولو وروسته، د اړوندو څانګو پلان او ګذارشونو توحیدول اومربوطه مراجعو ته لیږدول؛
  10. د ادارې مشرتابه د خبروني لپاره، د ریاست د کړنو، میاشتني، درې میاشتني، کلني او وخت سره سم راپورونو وړاندې کول؛
  11. د اداري موخو، قوانینو، مقرراتو سره سم د ټولوهغو دندو تر سره کول چې د واک لرونکو مقاماتو له خوا سپارل کېږي ؛

د ګمارنې شرایط ( د زده کړې کچه او کاري تجربه)

د دندې دغه لایحه د ۷، او ۳۴، موادوله مخي د ملکي خدمتونو کارکوونکو قانون په پام کې نیولو سره لږ تر لږه د لاندې شرایطو او معیارونو په اساس جوړه شوې ده؛

  1. لږ تر لږه په ارونده برخه کې د لیسانس په کچه د زده کړې اسناد ولري تر دې په لوړه کچه اسناد لرونکو ته لومړیتوب ورکول کیږي؛
  2. په اړونده برخه کې کاري تجربه لږ تر لږه د لیسانس لپاره یو کال؛
  3. د هېواد په رسمي ژبو برلاسى: (پښتو؛ يا دري) او له انګليسي ژبې (ويلو او ليکلو) سره بلديتا.؛
  4. د دندې اړوند په کمپیوټري پروګرامونو پوهیدل؛

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

د غوښتنلیک فورم