د اجرائې لوی مدیر

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کميسيون د کار اهل کار سپارلو په موخه، چې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د لوړو مخو د پلي کولو ښکارندويي کوي؛ د يوې بشپړې ملکي خدمتونو ادارې په جوړولو، د تېرو اعلانونو په دوام لاندنی بست د غوره، ښو او وړو کسانو د ګومارنې په موخه د ازادې سيالۍ له لارې د رتبو او معاشونو د نوي سيسټم سره سم اعلان ته سپاري:

ګڼه د بست عنوان د بست رتبه اړونده رياست د بستونو شمېر د خبرتيا پيل نېټه د خبرتيا پاى نېټه
١ د اجرائې لوی مدیر ۴ د ملکي خدمتونو د ادارې لوی ریاست ۱ ۴/۲/۱۳۹۸ ۲۳/۲/۱۳۹۸

په شرايطو وړ کسان نارينه او ښځينه، چې د افغانستان تابعيت ولري؛ کولى شي، چې له (۴/۲/۱۳۹۸) نه تر (۲۳/۲/۱۳۹۸) نېټې پاى ته رسېدو پورې ځانګړي د غوښتنليکونو فورمې له (٣٠_٨) بجو څخه له مخکې له غرمې د کاري ساعت تر بشپړېدو پورې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلکواک کميسيون، د بشري سرچينو رياست، د ګومارنې له امريت، چې د دارالامان سناتوريم سړک ته نږدې شتون لري؛ تر لاسه کړي، يادې فورمې دې ډېرې کره ډکې او وروسته له ټولو غوښتل شويو سندونو سره د اړونده کړنلارې په اساس بېرته د ټاکنو(ګومارنې) امريت ته وسپاري او يا دې نوموړي (www.iarcsc.gov.af) ويب سايټ ته مراجعه وکړي.

د غوښتنې ځانګړې فورمې بايد تر لاسه او وروسته له کره ډکېدو دې له غوښتل شويو اسنادو سره د کړنلارې په اساس د سافټ په ډول(hr@iarcsc.gov.af) ايميل په پته په ټاکلې موده کې ولېږي.

له ټاکل شوې نېټې وروسته غوښتنليکونه نه اخيستل کېږي.

 

د ملکي خدمتونو بستونو د دندو لایحه

د بست ټولييز معلومات:

د بست د اعلان شمېره:
د دندې عنوان: د اجرائې لوی مدیر
بست: ۴ (څلورم)
وزارت/اداره: اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کميسيون
اړونده څانګه: د کړنو د تنظیم آمریت – د ملکي خدمتونو د ادارې لوی ریاست
د بست ځاى: کابل (مرکز)
د اعلان شویو بستونو شمېر: ١(یو)
راپور ورکول: د کړنو د تنظیم آمر ته
راپور اخيستل: نلري
د بست کوډ: ۰۰۵ – ۶۰ – ۹۰ – ۶۲
د بياکتنې نېټه: ۲۷/۱۱/١٣٩۷

…………………………………………………………………………………………………………………………………

 

د دندې موخه: د ملکي خدمتونو لوی ریاست د مراسلاتو د چارو مدیریت

……………………………………………………………………………………………………………………………………………..

واکونه او د دندې مسؤليتونه:

  1. ټاکل شویو اهدافو ته د رسیدو په موخه د عمومي پلان سره سم د اړوندې څانګې د میاشتني، درې میاشتني او کلني راپور برابرول.
  2. د ملکي خدمتونو ادارې د اړوند څانګو د مکتوبونو ثبتول اود هغو لیږل وزارتونو، ادارو او د کمیسیون داخلي شعباتو ته.
  3. د هغو ټولو مکتوبونو،وړاندیزونو،استعلامونو او نورو رسمي سندونو تر لاسه کول چې د ملکي خدمتونود ادارې عمومي ریاست ته رارسیږي.
  4. د ملکي خدمتونو ادارې د رئیس د هدایت څخه وروسته، د مکتوبونو وړاندیزونو، استعلامونو او نورو رسمي اسنادو لوستل او د وروستوکړنو په موخه اړوندو څانګو ته ېې راجع کول.
  5. اړوندو څانګو ته د وزیرانو شورا،کابینې او د کمیسیون د رهبرۍ د حکمونو،فرمانونو او مصوبو وېشل.
  6. د فایلنګ د سیستم تنظیمول.
  7. د میاشتني، درې میاشتني او کلني او د اړتیا په وخت کې د ادارې مشر تابه ته د کړنو او لاسته راوړنو څخه راپورونه وړاندې کول.
  8. له قوانینو ،مقرراتو او د ادارې د هدفونو سره سم د مسؤلینو له خوا د نورو ورکړل شویو دندو ترسره کول.

—————————————————————————————————————————

د ګومارنې شرايط (د زده کړې کچه او کاري تجربه):

لږ تر لږه د ياد بست د لاس ته راوړلو لپاره اړين شرايط د ملکي خدمتونو کارکوونکو د قانون په (٧) او (٣٤) مادو کې ثبت او راغلي دي:

١: : لږ تر لږه د زده کړې سند يې لېسانس، له يادو څانګو:  عامه اداره، اداره او تجارت،عامه پالیسي، حقوق او سیاسی علوم،اقتصاد، ټولنیز علوم، ادبیات، ښوونه او روزنه،جامعه شناسی، حکومتولي، عامه اړیکې، ارتباطات،دولتي مدیریت، عمومي مدیریت او په نوموړو څانګو کې لوړو زده کړو ته لومړيتوب ورکول کېږي.

٢: لږ تر لږه د دندې اړونده یو کلنه کاري تجربه.

٣: د هېواد په رسمي ژبو برلاسى: (پښتو؛ يا دري) او له انګليسي ژبې (ويلو او ليکلو) سره بلديتا.

٤: د دندې اړونده په کمپيوټري پروګرامونو کې بلدتيا.

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

د غوښتنلیک فورم