د څارنې او ارزونې کارشناسانو، د ملکي خدمتونو مامورینو د اجرااتو ارزونې نوې کړنچارې تطبیق په برخه کې روزنه ترلاسه کړه. په دغه پروګرام کې، د مرکز او ولایتونو کارشناسانو برخه اخیستې وه.
د ملکي خدمتونو مامورینو اجرااتو ارزونې نوې کړنچاره، د ملکي خدمتونو کارکوونکو د اجرااتو ارزونې اړوند چارو تنظیم، د مسؤولیت منلو کچې لوړولو، د ملکي خدمتونو کارکوونکو ځواب ویلو، شفافیت ټینګښت، اداري عدالت عملي کولو او د ملکي خدمتونو کارکوونکو خوندیتوب لپاره طرحه شوې ده.
د اجرااتو ارزونې نوې کړنچاره، د ملکي خدمتونو د عالي، منځنۍ او ورودي کچې کارکوونکو باندې د تطبیق وړ ده.
د نوې کړنچارې له مخې، د ملکي خدمتونو کارکوونکو روزنیزې اړتیاوې او د وړتیاوو پراخوالی، په واقعبینانه او اغېزمنه توګه تشخیص کېږي او د ملکي خدمتونو مامورین اړکېږي څو له واضح شاخصونو او اساسي فعالیتونو سره، د دندو له لایحو پورته کار وکړي.