د اجرايوي کچې د ۱۶ بستونو لپاره کمپیوټري تحریري ازموینه ترسره شوه

د کمېسیون د ازموینو په مرکز کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د منځنۍ کچې مدیریت ۱۶ بستونو لپاره کمپیوټري تحریري ازموینه واخیستل شوه.

دا لومړی ځل دی چې د یوې دولتي ادارې د منځنۍ کچې بستونو لپاره کمپيوټري ازموینه اخیستل کېږي. له دې وړاندې کمېسیون د لوړ رتبه بستونو د کمپيوټري ازموینو اخیستو لړۍ پيل کړې وه.

د منځنۍ کچې د مدیریتي بستونو لپاره کمپیوټري ازموینې، له اړوندو ادارو سره په شفاف ډول د ازموینو اخیستو په برخه کې مرسته کوي.

د ګومارنې امریت، د ښاري پست خونو امریت، د پستي عملیاتو امر، د کورني تفتیش امریت، د پلان جوړونې او تړونونود اسانه کولوامر، د راپور ورکولو او پلان عمومي مدیر، د کارکوونکو د ډیټابیس او سوانح عمومي مدیر، د تشکیلاتو او پلان جوړونې عمومي مدیر، د ودانیزو پروژو د اروزنې انجنییر،  د سایبرد څارنې عمومي مدیر، د مشورتي خدمتونواو ودانیزو چارو د تدارکاتو عمومي مدیر، د ICT شورا د چارو کار پوه،د ظرفیتونو د لوړولو ښوونکی، د مصوبو د څار عمومي مدیر، د پروژو د څارنې مسلکي غړی او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د ITU یا مخابراتي نړیوالو ټولنو کار شناس په برخه کې  ۸۳ تنو د کمېسیون د ازموینو اخیستو په مرکز کې یو بل سره سیالۍ وکړې.

د ازموینې برخوالو د کمپيوټري ازموینې د ترسره کېدو په اړه خوښي څرګنده کړه.

د مخابراتو زارت د تړونونو د اسانه کولو امریت د بست نوماند خلیل احمد نیک زاد وايي:«هغه پروسه چې د خلکو له لاسوهنې پرته وي، ډیره ښه ده.»

حمید بل نوماند دی چې د کمپیوټري تحریري ازموینې د پایلې له ترلاسه کولو وروسته وايي:«لومړی ځل دی چې له تحریري ازموینې وروسته مې مرکې ته لار موندلې، دا د ښه سبا زیری راکوي.»

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون په پام کې لري چې د روان کال په ترڅ کې د هېواد په اتو زونونو کې د ازموینو اته کمپیوټري مرکزونه جوړ کړي.