د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کميسيون کار اهل کارته د سپارلو په موخه، چې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د لوړو موخو د پلي کولو ښکارندويي کوي، د بشپړې ملکي خدمتونو ادارې جوړولو لپاره د تېرو اعلانونو په دوام سره لاندینی بست د غوره، ښو او وړو کسانو د ګومارنې په موخه د آزادې سيالۍ له لارې د رتب او معاش نوي سيسټم سره سم اعلان ته سپاري. په شرایطو برابر لیوال غوښتونکي کولی شي چې خپل غوښتونلیکونه په انلاین توګه د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمیسیون ویپاڼې څخه د (http://lowgrade.iarcsc.com/)لینګ له لارې راولیږي. د غوښتنې پر مهال د یاد بست شمېره له لاندې برخې څخه کاپي او د فورم په اړونده برخه کې یې درج کړی.
|
مشخصات بست:
د دندې سرلیک: د اجناسو د ثبت او دیتابس مدیر
بســــت: څلورم
وزارت/اداره: د اداری اصلاحاتو او ملکی خدمتونو خپلواک کمیسیون
د بست ځای: کابل
د بست شمېر: (۱)
اړونده څانګه: د اجناسو د ثبت او دیتابس مدیریت، د اداري او خدماتو ریاست
راپور ورکول : د اجناسو د محاسبې مدیریت
راپور اخیستل: نه لري
تاریخ نشروختم اعلان: ۱۱/۰۹/۱۳۹۹ الی ۲۲/۰۹/۱۳۹۹
د دندې موخه: د کارکوونکو، ډریورانو او معتمدینو په ذمت د کمیسیون شتمنیو کره احصائیې موجودلو او د کمیسیون د اجناسو او شتمننیو خوندي ساتلو په موخه، د دیتابس نوي کول او پراختیا ورکول؛
…………………………………………………………………………………………………………………………………
د دندې واکونه او مسولیتونه:
تخصصي دندې:
- د کمیسیون او پروژو ملکیتونو په هکله د مالوماتو او راپورونو وړاندې کولو په موخه، په دیتابس کې د اجناسو ثبتول؛
- د کمیسیون کلني ملکیتونو او اجناسو موجودول، کوم چې مخکې د محاسبې په پاڼو کې درج شوي او یا هم د کارکوونکو په ذمت کې وي؛
- د دارايي کوډ، اجناسو کوډ او لیبل نصبولو طرحه او پلي کول او په دیتابس کې یې ځای پر ځاي کول؛
- د کمیسیون پالیسیو سره په تناسب کې د اجناسو او دیتابس مدیریتي سیستم کنټرولول؛
- نویواخیستل شویو اجناسو ته کوډ ورکول او له ټولو ځانګړنو سره يې په دیتابس کې ثبتول؛
- معتمدینو پورې قید د رسیداتو راپورونو او(م ۷) فورمو ثبتول؛
- د کارکوونکو په جمع د معتمدینو خرچ (ف س ۵) او د (توزیع تکت) فورمو ثبتول؛
- د (ف س ۸) فورمو له مخې معتمدینوپورې قید د سپارل شویو اجناسو ریکارډول او ثبتول؛
- اړوندو مسئولینو او کارکوونکو پورې قید د سپارل شویو اجناسو وضع کول او بیاځلي د متعمد په جمع کې قیدول؛
- د متعمدینو او کارکوونکو په ذمت د موجودولو(ف س ۴) فورمو تطبیقول؛
- اړوندو کارټنونو کې د اړوندو سندونو فایلنګ کول؛
- د (ف س ۱) فورمې له مخې د متعمدینوله جمع څخه د لیلام شویو اجناسو وضع کول؛
- دیتابس ته د سپارل شویو اجناسو ریکارډول او ثبتول؛
- ډریوانو پورې قید د جمع سجل له مخې د ټولو وسایطو ثبتول؛
- د املاک دفتر او د هیواد نافده قوانینو سره سم، د غیر منقول ملکیتونو ثبتول؛
- د کارکوونکو او معتمدینو باقيدارۍ او اضافه حساب په هکله مستقیم آمرته په وخت سره راپور ورکول؛
مدیریتي دندې:
- د ریاست پلان سره سم د ادارې ټاکل شویو موخو ته د رسېدو لپاره د اړونده څانګې میاشتني، درې میاشتني او کلني کاري پلان ترتیبول؛
- واک لرونکو مقاماتو او مسقیم آمرته، د اړونده څانګې کړنو او لاسته راوړنو څخه، درې میاشتني، کلني او د اړتیا په وخت د راپورونو وړاندې کول.
- د ادارې موخو، قوانینو او مقررااتو سره سم د ټولو اړوندو دندو ترسره کول، چې د واک لرونکو مقاماتو له خوا سپارل کېږي.
د همغږۍ دندې:
- په وخت سره د محوله چارو مخکې وړلو او تر سره کولو لپاره، د کمیسیون اړوندو څانګو سره د همغږۍ او اړیکو ټینګول؛
—————————————————————————————————————————
د ګومارنې شرایط ( د زده کړې کچه او کاري تجربه):
د دندې دغه لایحه د ملکي خدمتونو کارکوونکو قانون ۷ او ۳۴ موادو په پام کې نیولو سره لږ تر لږه د لاندې شرایطو او معیارونو پربنسټ جوړه شوې ده.
د زده کړې رشته: لږ تر لږه په یادو رشتو کې د لیسانس په کچه د زده کړې اسناد ولري: اقتصاد، اداره و تجارت، مالي او حسابي، عامه اداره، لوی مدیریت، احصائیه، کمپیوتر ساینس او په یادو رشتو کې د هیواد دننه یا بهر له ملی یا نړیوالو موسسو څخه تر دې په لوړه کچه سند لرونکو ته لومړیتوب ورکول کېږي.
کاري مخینه: له داخلي یا بهرنیو ملی او بین المللي موسسو څخه د لیسانس په کچه سند لرونکو ته لږ تر لږه یو کال اړونده کاري تجربه په پام کې نیول شوې ده؛
اړین مهارتونه:
- د هیواد په رسمي ژبو (پښتو یا دري ) برلاسی و اوسي او په انګلیسي ژبه د (لیکلو او لوستلو) وړتیا ولري.
- د دندې اړوند کمپیوټري پروګرامونو کې مهارت ولري.
هڅونې:
- د دریم او څلورم بستونو معلول نوماندانو لپاره (۵) امتیازۍ نومرې او د دویم او دریم بستونو معلول نوماندانو لپاره (۳) امتیازي نومرې د معلولینو ګومارنې ګړنلارې پر بنسټ ټاکل شوې دي، په هغه صورت کې چې معلولیت یې په کار کې د خنډ سبب ونه ګرځي.
- ښځينه نوماندانو ته (۵) امتیازي نومرې د ګومارنې کړنلارې پر بنسټ ټاکل شوې دي.
نوت: وړمعلول نوماندان په هغه صورت کې یاد بست ته نوملیکنه کولی شي چې، معلولیت یې په کارکې د خنډ سبب ونه ګرځي؛
________________________________________________________________________________________________