د احصايې او تشکيلاتو د تدقيق امر

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کميسيون د کار اهل کار سپارلو په موخه، چې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د لوړو مخو د پلي کولو ښکارندويي کوي؛ د يوې بشپړې ملکي خدمتونو ادارې په جوړولو، د تېرو اعلانونو په دوام لاندنی بست د غوره، ښو او وړو کسانو د ګومارنې په موخه د ازادې سيالۍ له لارې د رتبو او معاشونو د نوي سيسټم سره سم اعلان ته سپاري:

ګڼه د بست عنوان د بست رتبه اړونده رياست د بستونو شمېر د خبرتيا پيل نېټه د خبرتيا پاى نېټه
١ د احصايې او تشکيلاتو د تدقيق امر ۳ د ملکي خدمتونو د تشکيلاتو اصلاح رياست ۱ ۱۲/۱۲/۱۳۹۷ ۲۵/۱۲/۱۳۹۷

په شرايطو وړ کسان نارينه او ښځينه، چې د افغانستان تابعيت ولري؛ کولى شي، چې له (۱۲/۱۲/۱۳۹۷) نه تر (۲۵/۱۲/۱۳۹۷) نېټې پاى ته رسېدو پورې ځانګړي د غوښتنليکونو فورمې له (٣٠_٨) بجو څخه له مخکې له غرمې د کاري ساعت تر بشپړېدو پورې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلکواک کميسيون، د بشري سرچينو رياست، د ګومارنې له امريت، چې د دارالامان سناتوريم سړک ته نږدې شتون لري؛ تر لاسه کړي، يادې فورمې دې ډېرې کره ډکې او وروسته له ټولو غوښتل شويو سندونو سره د اړونده کړنلارې په اساس بېرته د ټاکنو(ګومارنې) امريت ته وسپاري او يا دې نوموړي (www.iarcsc.gov.af) ويب سايټ ته مراجعه وکړي.

د غوښتنې ځانګړې فورمې بايد تر لاسه او وروسته له کره ډکېدو دې له غوښتل شويو اسنادو سره د کړنلارې په اساس د سافټ په ډول(hr@iarcsc.gov.af) ايميل په پته په ټاکلې موده کې ولېږي.

له ټاکل شوې نېټې وروسته غوښتنليکونه نه اخيستل کېږي.

د ملکي خدمتونو بستونو د دندو لايحې

د بست ټولييز مالومات:

د بست د خبرتيا شمېره:  
د دندې عنوان: د احصايې او تشکيلاتو د تدقيق امر
بست: ٣
وزارت/اداره: اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کميسيون
اړونده څانګه: د ملکي خدمتونو د تشکيلاتو اصلاح رياست، د ملکي خدمتونو ادارې عمومي رياست
د بست ځاى: کابل(مرکز)
د بست شمېره: ١
رپوټ ورکول: د ملکي خدمتونو د تشکيلاتو اصلاح ريس ته
رپوټ اخيستل: لاس لاندې کارکوونکي(د تشکيلاتي جوړښت په اساس)
کوډ:  
د بياکتنې نېټه: ٨/١٢/١٣٩٧

………………………………………………………………………………………………………………………………………………….

د دندې موخه: د ملکي خدمتونو ادارو د تشکيلاتي اسنادو تدقيق مديريت او مالومات راټولول.

…………………………………………………………………………………………………………………………………………………

واکونه او د دندې مسؤليتونه:

  1. د رياست له ټاکل شوي پلان او مخو سره سم مياشتنى، درې مياشتنى او کلنى کاري پلان جوړول او ترتيبول.
  2. د وزارتونو او دولتي ادارو د اړونده تقنيني اسنادو په اساس د اسنادو د کتنې، تدقيق، ارزونې، شننې او د پروپوزلونو مديريت او څارنه.
  3. د وزارتونو/ادارو د نيمګړتياوو او خرابيو د ډاډ تر لاسه کولو لپاره د جوړ شوو وړانديز شوو تشکيلونو کتنه او تدقيق.
  4. په وزارتونو او ادارو کې د وظيفوي ګډوالي او ورته والي د مخنيوي او معيار جوړونې په خاطر د دندو لايحې د ستروالي کتنه او تدقيق.
  5. د ادارو د تصويب شوو تشکيلاتي پروپوزولونو له بيا جوړشوي ډيټابس(Update) څخه ډاډ تر لاسه کول.
  6. د اړونده ميکانيزومونو په ګټې اخيستنې د ملکي خدمتونو له کره تشکيلاتي او احصايوي مالوماتو راټولولو او ثبتولو څخه ډاډ تر لاسه کول.
  7. له وزارتونو او ادارو سره د احصايوي تشکيلاتي چارو د ښه انسجام په خاطر اړيکې او همغږي ټينګول.
  8. د اړتيا او د اسانې لاسرسۍ په خاطر د هارډ او سافټ په شکل د فايلنګ سيسټم ته پراختيا او انکشاف ورکول.
  9. د لاس لاندې کارکوونکو د اجرااتو، د ښې انګېزې، د کار د ګټور زيادښت او پراخونې، د ټاکل شوو زده کړيزو او د دوى د وړتيا لوړونې ارزونه.
  10. د اړونده ادارې د لاسته راغلو موخو او پروګرامونو د تصميم نيونې لپاره مسلکي مشورې وړاندې کول.
  11. د لاس لاندې کارکوونکو د ګومارنې، پرمختګ او د هغوى د ښوونو په خاطر مديريت او څارنه کول.
  12. د ترسره شوو کارونو پر وخت د مسلکي زده کړو، ورکشاپونو، سيمينارونو او غوره ښوونيزو زده کړو له لارې پراختيا ورکول.
  13. له اړونده فعالیتونو او لاسته راوړنو څخه میاشتني، درې میاشتني او کلني رپوټونه لارښودې ادارې ته وړاندې کول.
  14. له قوانینو او مقرراتو سره سم د مسؤلینو له خوا د ورکړل شوو دندو ترسره کول.

————————————————————————————————————————

د ګومارنې شرايط (د زده کړې کچه او کاري تجربه):

 

لږ تر لږه د ياد بست د لاس ته راوړلو لپاره اړين شرايط د ملکي خدمتونو کارکوونکو د قانون په (٧) او (٣٤) مادو کې ثبت او راغلي دي:

  1. لږ تر لږه د زده کړې سند يې لېسانس، له يادو څانګو: عامه اداره، بشري سرچينو مديريت، دولتي مديريت، اداره او تجارت، اقتصاد، عامه پاليسي، عمومي مديريت، حقوق او سياسي علوم، ټولنپوهنه، ادبيات، حکومتولي، عامه اړيکې او په نوموړو څانګو کې لوړو زده کړو ته لومړيتوب ورکول کېږي.
  2. لږ تر لږه د دندې اړونده دوه کلنه کاري تجربه.
  3. د هېواد په رسمي ژبو برلاسى: (پښتو؛ يا دري) او له انګليسي ژبې(ليکلو او ويلو) سره بلديتا.
  4. د دندې اړونده په کمپيوټري پروګرامونو کې بلدتيا.

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

د غوښتنلیک فورم