د احصايې او دیتابس کارپوه

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کميسيون کار اهل کارته د سپارلو په موخه، چې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د لوړو موخو د پلي کولو ښکارندويي کوي، د بشپړې ملکي خدمتونو ادارې جوړولو لپاره د تېرو اعلانونو په دوام  سره لاندینی بست د غوره، ښو او وړو کسانو د ګومارنې په موخه د آزادې سيالۍ له لارې د رتب او معاش نوي سيسټم سره سم اعلان ته سپاري.

 

ګڼه د بست عنوان د بست

 رتبه

اړونده رياست د بستونو شمېر د خبرتيا پيل نېټه د خبرتيا پاى نېټه
١ د احصايې او دیتابس کارپوه ۴ د ملکي خدمتونو د تعییناتو بورډ ۱ ۱۸/۷/۱۳۹۸ ۲۹/۷/۱۳۹۸

 

په شرايطو وړ کسان نارينه او ښځينه، چې د افغانستان تابعيت ولري؛ کولى شي، چې له (۱۸/۷/۱۳۹۸) نېټې څخه د (۲۹/۷/۱۳۹۸) نېټې ترپایه پورې د ځانګړو غوښتنليکونو فورمې د سهار (٣٠_٨) بجو څخه د کاري ساعت تر بشپړېدو پورې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلکواک کميسيون، بشري سرچينو رياست، د ګومارنې له آمريت څخه چې د دارالامان سناتوريم سړک ته نږدې شتون لري؛ تر لاسه کړي، يادې فورمې دې له کره ډکېدو وروسته له ټولوغوښتل شويو سندونو سره یوځای د اړونده کړنلارې پر بنسټ د ګومارنې آمريت ته وسپاري، همدارنګه نوموړي کولی شي چې د (www.iarcsc.gov.af) ويب سايټ ته مراجعه وکړي او په انلاین توګه ځانګړې فورمې ترلاسه او وروسته له کره ډکېدوغوښتل شويو اسنادو سره  یوځای  د کړنلارې پر بنسټ د سافټ په ډول د (hr@iarcsc.gov.af) ايميل پتې ته په ټاکلې موده کې ولېږي.

یادونه:

له ټاکل شوې نېټې وروسته غوښتنليکونه نه اخيستل کېږي.

 

د ملکي خدمتونو بستونو د دندو لایحه

 

د بست ټولییز مالومات

 
  د بست د خبرتيا شمېره:  
  د دندې عنوان: د احصايې او دیتابس کارپوه
  بست: ۴
  وزارت/اداره: د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمیسون
  اړونده څانګه: د ملکي خدمتونو د تعییناتو بورډ
  د بست ځاى: کابل
  د بست شمېره: ۱
  رپوټ ورکول: د ملکي خدمتونود ګمارنې بورد  اجرایې رئیس
  رپوټ اخيستل: نلري
  د بست کوډ:
  د بياکتنې نېټه: ۱۲/۰۶/۱۳۹۸

 

د دندې موخه:

د ملکي خدمتونو د تعیناتوبورد برنامو کې د مالوماتو راټولول، شنل، ویشل، او ثبتول ، او د میاشتني، دری میاشتني او کلني راپورونو او پلانونو په طراحۍ کې مرسته کول؛

د دندې واکونه او مسولیتونه:

  1. د ادارې استراتیژیکي موخو ترلاسه کولو لپاره عمومي پلان سره سم د اړونده څانګې میاشتني، درې میاشتني، او کلني کاري پلان چمتو کول او ترتیبول؛
  2. د اړوندو میکانیزمونو په کارولو سره د کارکوونکو ګمارنې (۱ــ ۸) بستونو په اړه د کره احصاییوي مالوماتو راټولول او ثبتول؛
  3. د اړینو شاخصونو پربنسټ د مالوماتو شننل، ویشل، او ډلبندی کول؛
  4. د ټولول شویو احصائیوراپور ترتیبول، او اړوندو چارواکو ته یې د پریکړې کولو په موخه وړاندې کول؛
  5. د اړتیا له مخې وخت سره سم د پریکړې کولو لپاره اړوندو مراجعو ته د راپورونو وړاندې کول،
  6. د ګمارل شویو کارکوونکو د احصاییو شننلو او ثبتولو لپاره د ملکي خدمتونو له خوا د هر اړخیز دیتابس رامنځته کول اوپراختیا ورکول؛
  7. احصائیوي دیتابس کې د موجوده (دیتا) ټولو مالوماتو ساتل او کنټرولول؛
  8. اړینو مالوماتو ته په آسانه او وخت سره سم د لاس رسی په موخه د هارډ وير او سافټ ویر فایلینګ سیستم رامنځته کول او پراختیا ورکول؛
  9. د اړتیا وړ احصایې بشپړولو لپاره د کارکوونکو اړوند دیتابس تازه کول او نوي کول.
  10. د اړونده څانګې د فعالیتونو او لاسته راوړنو په هکله میاشتني، درې میاشتني، او کلني راپورونو ارایه کول، د واک لرونکو آمرینو خبرتیا په موخه؛
  11. د ادارې موخو، قوانینو،مقرراتو سره سم د ټولو هغو دندو تر سره کول چې د واک لرونکو آمرینو له خوا سپارل کېږي؛

د ګمارنې شرایط ( د زده کړې کچه او کاري تجربه)

د دندې دغه لایحه د ۷، او ۳۴، موادوله مخي د ملکي خدمتونو کارکوونکو قانون په پام کې نیولو سره لږ تر لږه د لاندې شرایطو او معیارونو پربنسټ جوړه شوې ده؛

  1. لږ تر لږه په یادو برخو کې ( احصایه، مالوماتې تکنالوژي، کمپیوټرساینس، کمپیوټري برنامې، عامه اداره، د بشري سرچینو مدیریت، اداره تجارت، اقتصاد، لوی مدیریت) د لیسانس په کچه د زده کړې اسناد ولري،  او تر دې په لوړه کچه سند لرونکو ته لومړیتوب  ورکول کیږي؛
  2. په اړونده برخه کې کاري تجربه لږ تر لږه د لیسانس لپاره یو کال؛
  3. د هیواد په رسمي ژبو پوهیدل ( پښتو او دري) او انګلیسي ژبې سره بلدتیا؛
  4. مهارت های کمپیوتری در برنامه های مرتبط به وظیفه.

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

د غوښتنلیک فورم