د اداري اصلاحاتواو ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون په کارکوونکو باندې د برید په اړه مطبوعاتي اعلامیه

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون، د دغه بنسټ پرکارکوونکو باندې ترهګریز برید  غندي.

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونوخپلواک کمېسیون کارکوونکي دیوې کاري ورځې په پای کې کورته د ستنېدو په حال  کې وو چې په موټرباندې يې  د دارالامان په سړک کې  د هېواد د پرمختګ او ابادۍ د دښمنانو لخوا جنایت کارانه برید وشو. کاسټرموټر، هغه موټرؤ چې د کمېسیون کارکوونکو د تګ راتګ لپاره کرایه کړی ؤ، چې په خواشینۍ سره د دغه برید په پایله کې زموږ ۵ همکاران شهیدان او ۱۱ نور ټپیان شول.

سید حامد چې د زېرمې د ثبت مدیرؤ او په پرونۍ پېښه کې ټپي شوی ؤ، په روغتون کې یې ساه ورکړه او د شهیدانو له کاروان سره یو ځای شو.

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون مشر احمد نادر نادري وویل:«زبون صفته  دښمن که هغه طالبان دي اوکه نور ترهګر،  په ناځوانمردانه ډول د جنایت یوه واحده موخه څاري: بې ثباتي او پرشاتګ. دغه بریدونه به موږ د افغانستان جوړولو په برخه کې له هڅو پرشا نه  کړي.»

ښاغلي نادري د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړه اوزیاته یې کړه:«زه  او همکاران به مې عدالت ته  د دغوجنایت کوونکو د راکاږلو  په برخه کې هېڅ دریغه ونه کړو.»

کمېسیون د دغې دردونکې پېښې په اړه ژوره خواشیني څرګندوي او د قربانیانو کورنیو او خپلوانو ته د ډاډ ګېرنې مراتب وړاندې  کوي. هیله لرو  چې د پېښې ټپیان ډېر ژر له ښې روغتیا څخه برخمن شي.

د شهیدانو نوملړ:

شهید احمد مصطفی/ موټر چلوونکی

شهید فضل الله/ خدماتي کارکوونکی

شهید محمد عالم/ د دروازې ساتونکی

شهید قاسم/ خدماتي کارکوونکی

شهید سید حامد عطایي/ د زیرمود ثبت مدیر

 

د ټپیانو نوملړ:

محترمه امینه سادات/ د پلان د توحید او څېړلوکارپوهه

محترم مرتضی کامل/ د تشکیلاتو د څېړلو او  ارزونې کارپوه

محترم فدا حسین اباسین/ د پراختیايي بودیجې عمومي مدیر

محترم نجیب الله/ باغبان

محترم مشرف نوري/ دامنیتي کمرو مسوول

محترم مجیب الرحمان همراز/ د سوانحو عمومي مدیر

محترم شهاب الدین ازهر/ د احصاییوي (MIS) او راټولولود  تنظیم  کارپوه

محترم نور الرحمن/ خدماتي کارکوونکی

محترم عبدالوهاب/ خدماتي کارکوونکی

محترم شېرعلي/ خدماتي کارکوونکی

محترم میرویس/ اشپز