د اداري فساد پروړاندې د مبارزې کمېسیون غړو تشخیص کمېټې لومړنۍ غونډه جوړه شوه

د اداري فساد پروړاندې د مبارزې کمېسیون غړو تشخیص کمېټې لومړنۍ غونډه، د وړاندیز شویو نوماندانو لومړنۍ ټاکنې د اړوندو اسنادو څېړلو په موخه، د ناظرانو په شتون کې جوړه شوه.

د اداري فساد پروړاندې د مبارزې کمېسیون غړو تشخیص کمېټې مشري د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون کمېشنرې سلما پوپلزی کوي. د پلټوونکې ادارې رییس یا مرستیال، مدني ټولنه کې د ښځو ملاتړ یوه استازې او د اداري فساد پروړاندې مبارزې په برخه کې د مدني ټولنې یو استازی د کمېټې غړي دي. د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون د تعییناتو بورډ اجراییه رییس د کمېټې منشي په توګه، د رای حق نه لري.

د رسنیو د استازو او حقوق پوهانو د ټولنو د استازو په ګډون د اړوند مراجعو او ادارو استازي د غوراوي کمېټې بهیر څارنه کوي.

د غوراوي کمېټې په لومړنۍ غونډه کې چې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو په خپلواک کمېسیون کې جوړه شوه، د ۴۷ نوماندانو د اسنادو له څېړلو وروسته، ۲۳ تنه تایید او ۱۲ نور رد شول.

۱۲ نور نوماندان کولی شي د کمبودو اسنادو وړاندې کولو په صورت کې، په شرایطو برابر وبلل شي.

د اداري فساد  پروړاندې د مبارزې کمېسیون د نوماندانو تشخیص کمېټې بله غونډه په راتلونکې میاشت کې جوړېږي.

د اداري فساد پروړاندې د مبارزې کمېسیون د نوماندانو تشخیص کړنلارې له مخې، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون ته د دولتي ادارو او مدني ټولنو لخوا د دغو نوماندانو د اړتیا وړ  مدارکو او اسنادو سره، دغه کمېسیون ته د نوماندانو نوملړ استول کېږي.

د غوراوي کمېټه د غونډو په پای کې، په شرایطو برابر د نوماندانو ۱۵ کسیزه نوملړ چې حد اقل پېنځه تنه یې ښځې وي، جوړ وي او جمهوري ریاست ته یې استوي. جمهوري ریاست د دولتي مراجعو له مسؤولینو او مدني ټولنو بنسټونو سره له مشورې وروسته، په شرایطو برابر پېنځه تنه چې حد اقل دوه یې ښځې وي، د اداري فساد پروړاندې د مبارزې کمېسیون د غړو په توګه ټاکي.