د اداري کار زده کړې په پروګرام کې د ګډون په موخه یو زر او څلور سوه تنو سیالي وکړه

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون، د ملکي خدمتونو انستیتوت د کار زده کړې په پروګرام کې د ګډون په موخه، له یو زر او ۴۰۰ تنو داوطلبانو څخه کمپيوټري ازموینه واخیسته.

د ملکي خدمتونو انستیتوت لخوا هرکال د پوهنتونونو نویو فارغینو او هغه داوطلبانو لپاره چې کاري تجربه نه لري، د کار زده کړې شپږمیاشتنی پروګرام ترسره کېږي. د کار زده کوونکي په نظري ډول د زده کړو په خواکې، د تحصیلي رشتې سره سم، وزارتونو او ادارو ته د عملي کار زده کړې په موخه، معرفي کېږي او د زده کړو په پای کې ورته سند ورکول کېږي کوم چې د یو کلنې تجربې معادل دی.

سږ کال هم  شپږ زره تنو د کار زده کړو پروګرام لپاره غوښتنې وړاندې کړې وې، چې له هغو څخه یو زر او ۴۰۰ تنه ازموینې اخیستو لپاره په شرایطو برابر وبلل شول. ټاکل شوې چې ۱۳۵ تنه له تقریري ازموینې (مرکې) وروسته دغه روزنیز پروګرام ته لار ومومي.

ویدا د روزنیز پروګرام داوطلبه ده، وايي:«ازموینه مې ورکړه. دا لومړۍ ازموینه وه چې د اخیستو له څرنګوالي یې واقعاٌ رضایت لرم.»

بل داوطلب چې روند صلح نومېږي وايي:«ازموینه انلاین واخیستل شوه، د ازموینې په بهیر کې چا لاس وهنه نه لرله.د ازموینې له پای ته رسېدو سره، پایله هم اعلان شوه چې دا د پروسې د شفافیت ښکارندوی ده.»