د اداري ستاژ پروګرام د ازموینې پایلې اعلان شوې

د اداري ستاژ پروګرام د ازموینې پایلې، د ښځو او نارینه وو د نوملړ له تفکیک سره اعلان شوې. د ۱۰۲۴ داوطلبانوله ډلې، ۱۳۶ تنه د لوړو نمرو په ترلاسه کولو سره، دغه پروګرام ته بریالي شول.

د نارینه داوطلبانو پایلې:

https://iarcsc.gov.af/pa/men/

د ښځینه داوطلبانو پایلې:

https://iarcsc.gov.af/pa/women/

بریالي داوطلبان مکلف دي چې د ژمن لیک د لاسلیکولو، د روزنیزو ټولګیو د پيل د پوهاوي او تحصیلي سندونو د څېړلو په موخه،د سې شنبې په ورځ د (چنګاښ ۲۵) له غرمې مخکې په ۰۹:۳۰ د سیلو په افشارو کې د ملکي خدمتونو انسټیټوټ ته د اصلي دیپلوم سره تشریف راوړي.