د ارقامو د شننې (تحلیل) کارپوه

 

 

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کميسيون کار اهل کارته د سپارلو په موخه، چې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د لوړو موخو د پلي کولو ښکارندويي کوي، د بشپړې ملکي خدمتونو ادارې جوړولو لپاره د تېرو اعلانونو په دوام سره لاندینی بست د غوره، ښو او وړو کسانو د ګومارنې په موخه د آزادې سيالۍ له لارې د تغییر پروژه سیستم سره سم اعلان ته سپاري. په شرایطو برابر لیوال غوښتونکي کولی شي چې خپل غوښتونلیکونه په انلاین توګه د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمیسیون ویپاڼې څخه د (http://lowgrade.iarcsc.com/)لینګ له لارې راولیږي.

د غوښتنې پر مهال د یاد بست   شمېره له لاندې برخې څخه کاپي او د فورم په اړونده برخه کې یې درج کړی.

شماره د بست سرلیک د بست د کوډ شمېره
۱ د ارقامو د شننې (تحلیل) کارپوه HR-062

 

 

مشخصات بست:

د دندې سرلیک:                د همکاریو پراختیا امر

بســــت:                           دریم

وزارت/اداره:                  د اداری اصلاحاتو او ملکی خدمتونو خپلواک کمیسیون

د بست ځای:                     کابل

د بست شمېر:                   (۱)

اړونده څانګه:                   د عامه ادارې د څېړنې څانګې امریت

راپور ورکول  :               د عامه ادارې د څېړنې څانګې امر

راپور اخیستل:

اندازه معاش:                      اصل معاش بست+ امتیاز پروژۀ تغییر از قدم اول ۶۳،۰۰۰٫۰۰ افغانی الی قدم پنجم ۸۹،۹۴۴ افغانی (مطابق رهنمود پرداخت امتیازات پروژۀ تغییر)

تاریخ نشروختم اعلان:          ۰۴/۰۲/۱۴۰۰ الی ۱۲/۰۲/۱۴۰۰

د تغیر پروژه

د تغیر پروژه مستقیمآ د افغانستان د سولي او ملي ودې په چوکاټ کې ځوابورکوونکې ده، چې د پراختیایي لومړیتوب په لرلو سره د ځوابورکوونکې اوګټورې عامه ادارې په توګه د ملکي خدمتونو د تخصصوالي خوندیتوب او ځواکمنولو  په موخه رامنځته شوې ده.

د وړتیا پر بنسټ د کلیدي بستونو ګمارل، د کارمندانو ښه مدیریت ته وده ورکول، او د بشري سرچینو ښه پلان جوړولو له لارې د لومړیتوب لرونکو وزارتونو او ادارو د وړتیا پیاوړي کول، د تغیر پروژې عمومي موخو څخه دي.

د تغیر پروژه د مرستو وجهي صندوق پرمټ د افغانستان بیارغونې (ARTF) د بین المللي پراختیايي انجمن (IDA) او نړیوالو بانکي ګروپونو له خوا تمویلیږي. د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونوخپلواک کمیسون د افغانستان اسلامي جمهوري په استازولۍ دا پروژه پلي کوي.

د بشري سرچینو وزارتونو او ادارو منل شوي استراتیژیکي پلان پر بنسټ ، په دې پروژه کې شامل هر متصدي او خالي لپاره د کال په يبل کې کلیدي دندې  (Key Deliverables) او اثباتیه شواهد(Means of Verification) د اداري بنسټیزو موخو او د دندې لایحې سره سم، د مستقیم آمر په همغږۍ  سره د دوی په کاري هوکړه لیک کې وضع کېږي، دهغو کارکوونکو ارزونه چې له دې لارې ګمارل کېږي، د هر کال په پای کې د دوی د کړنو راپورونو له لارې د کلیدي دندو له مخې تر سره کېږي . او په بریالیتوب سره  د همدو دندو ترسره کولو په شرط کارکوونکو سره د راتلونکي کال هوکړه لیک  نوی کېږي.

 

داداري اصلاحاتو او ملکي  خدمتونو خپلواک کمیسیون:

د بن موافقې پر بنسټ د اداري اصلاحاتو او ملکي خدماتو خپلواک کمیسیون د اساسي قانون (۵۰) مادې له مخې د افغانستان لنډمهالې ادارې  -۲۳/۳/۱۳۸۱ – نیټې – ۲۵۷-  فرمان سره سم ، د اداري اصلاحاتو مشرۍ، د عامه ادارې د اصلاح سیستم، پالیسۍ او پلان طرحه کولو او پلي کولو څخه د څارنې په موخه رامنځته شوې ده.

 

 

د دندې موخه: د ټاکل شویو موخو د تر لاسه کولو په موخه، د عامه ادارې د څېړنې د چتکتیا لپاره د ارقامو او را ټول شویو اطلاعاتو شننه  
د دندې واکونه او مسئولیتونه:
تخصصي دندې: ۱٫      د راپور چمتو کولو او څېړنیزو طرحو د وړاندې کولو په موخه د ملکي خدمتونو اړوند دستګاه په اړه د ارقامو مطالعه، راټولول او د اطلاعاتو او ارقامو شننه.

۲٫      د ملکي خدمتونو د اجرااتو ارزونې ملي شاخص اړوند د ارقامو شننه، تجزیه، مطالعه او را ټولونه

۳٫      د اسانه، چټک، دقیق تحلیل او د ارقامو د تفسیر سیستم رامنځته کول او د هغوی بدلول په څېړنیزو راپورونو باندې.

۴٫      په راپورونو او پلان شویو څېړنو د چمتو کولو په برخه کې د علمي او د ارقامو د شتننې معاصرو مېتودونو څخه کار اخېستل.

۵٫      د څېړنیزو پروژو غوره پر مخ وړلو په موخه، د ارقامو د تحلیل او اطلاعاتو د راټولونې بهیر د برېښنایي کېدو په برخه کې همکاري کول.

۶٫      په څېړنیزو پروژو کې د احصایې شننې علمي  طریقو تثبیتول، پراختیا ورکول او پلي کول.

۷٫      د خدمتونو ادارې ادتیا ارزونې په بهیر کې د فني سلا مشورو، وړاندیزونو او نظرونو وړاندې کول.

۸٫      د څېړنیزو پروژو اطلاعاتو او احصایې خوندي ساتنې او ثبتولو سیستم رامنڅته کول.

۹٫      د اطلاعاتو او احصايي خوندي ساتل او ثبتول او د کارولو سافټویرونو لکه: Spss ، Eviews، Excel او نورو پر مخ تللو پروګرامونو په کارولو سره د څېړنې په بهیر کې ترینه ګټه اخیستل.

۱۰٫ په ساده  شکل  د ګرافونو، چارتونو او جدولونو له مخې د احصایې شننې څخه د پایلو او  تر لاسه شویو لاسته راوړنو وړاندې کول.

۱۱٫ د عامه ادارې اړتیاوو سره سم، د څېړنیزو چارو لومړیتوبنو درجه بندۍ او تنظیمولو کې برخه اخیستل.

۱۲٫ د مهارتونو پراختیا او لېږدولو په موخه، د ورکشاپونو، سیمینارونو، له لارې علمي او څېړنیزو ناستو کې ونډه اخیستل.

۱۳٫ د څېړنیزې ډلې ټولو غړو سره، د څېړنې پروژې اداري مرحلو مخته وړلو په برخه کې همکاري کول او د انیستیتوت اړوندو څانکو برنامه ریزۍ په بهیر کې ونډه اخیستل.

وظایف مدیریتی ۱۴٫ عمومي  پلان سره سم، ټاکل شویو موخو ته رسېدو لپاره، میاشتني، درې میاشتني او کلني کاري پلان چمتو کول او ترتیبول.

۱۵٫ د ادارې مشرتابه خبرولو په موخه، د اړوندو فعالیتونو او لاسته راوړنو په اړه  میاشتني، درې میاشتني، کلني او د اړتیا پر وخت راپورونو وړاندې کول.

۱۶٫ د ادارې موخو، قوانینو او مقرراآتو سره سم، د ټولو هغو دندو ترسره کول، چې د واک لرونکو چارواکو له خوا سپارل کېږي.

د همغږۍ دندې ۱۷٫ د اطلاعاتو او احصايې راټولو په موخه، د ملکي خدمتونو ادارو او نورو څېړنیزو نهادونو سره همغږۍ  کول.

۱۸٫ په ښه توګه د سپارل شویو چارو تر سره کولو لپاره، د څېړنو ریاست او ښوونیز اړتیا ارزونې څانګو سره  سره  همغږي او همکاري کول.

د ګومارنې شرایط د دندې دغه لایحه د ملکي خدمتونو کارکوونکو قانون  ۷ او ۳۴ موادو په پام کې نیولو سره لږ تر لږه د لاندې شرایطو او معیارونو پربنسټ جوړه شوې ده
د زده کړې څانګې لږ تر لږه په یادو رشتو کې د لیسانس په کچه د زده کړې اسناد ولري: عامه اداره، اقتصاد، احصائیه او ریاضي، په یادو رشتو کې د هیواد دننه یا بهر له ملی یا نړیوالو موسسو څخه تر دې په لوړه کچه سند لرونکو ته لومړیتوب ورکول کېږي.
تجربه کاری   له داخلي یا بهرنیو ملی او بین المللي موسسو څخه  لږ تر لږه  دوه کاله اړونده کاري تجربه په پام کې نیول شوې ده.
اړین مهارتونه أ‌.         د هیواد په یوې رسي ژبه (پښتو یا دري) او انګلسي ژبه  برلاسی واوسي.

ب‌.     د دندې اړوند د Spss ، Eviews و Excel  او نورو کمپیوټري پروګرامونو کې مهارت ولري.

هڅونې أ‌.       د دریم او څلورم بستونو معلول نوماندانو لپاره (۵) امتیازۍ نومرې او د دویم او دریم بستونو معلول نوماندانو لپاره (۳) امتیازي نومرې د معلولینو ګومارنې ګړنلارې پر بنسټ ټاکل شوې دي، په هغه صورت کې چې معلولیت یې په کار کې د خنډ سبب ونه ګرځي.

ب‌.   ښځينه نوماندانو ته (۵) امتیازي نومرې د ګومارنې کړنلارې پر بنسټ ټاکل شوې دي.

یادونه  وړمعلول نوماندان په هغه صورت کې یاد بست ته نوملیکنه کولی شي چې، معلولیت یې په کارکې د خنډ سبب ونه ګرځي؛

 

________________________________________________________________________________________________

د اړینو پاڼو او اسنادو د تسلیمي لارښود