د ازموینو مرکز کارپوه

 

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کميسيون کار اهل کارته د سپارلو په موخه، چې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د لوړو موخو د پلي کولو ښکارندويي کوي، د بشپړې ملکي خدمتونو ادارې جوړولو لپاره د تېرو اعلانونو په دوام سره لاندینی بست د غوره، ښو او وړو کسانو د ګومارنې په موخه د آزادې سيالۍ له لارې د رتب او معاش نوي سيسټم سره سم اعلان ته سپاري. په شرایطو برابر لیوال غوښتونکي کولی شي چې خپل غوښتونلیکونه په انلاین توګه د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمیسیون ویپاڼې څخه د (http://lowgrade.iarcsc.com/)لینګ له لارې راولیږي.

د غوښتنې پر مهال د یاد بست   شمېره له لاندې برخې څخه کاپي او د فورم په اړونده برخه کې یې درج کړی.

شماره د بست سرلیک د بست د کوډ شمېره
۱ د ازموینو مرکز کارپوه HR-020

 

 

مشخصات بست:

د دندې سرلیک:                 د ازموینو مرکز کارپوه

بســــت:                           دریم

وزارت/اداره:                      د اداری اصلاحاتو او ملکی خدمتونو خپلواک کمیسیون

د بست ځای:                    کابل

د بست شمېر:                  (۲)

اړونده څانګه:                     د ملکي خدمتونو د تعییناتوبورډ ــ اجراییه ریاست

راپور ورکول  :                      ازموینو مرکز آمر ته

راپور اخیستل:                     نلری

تاریخ نشروختم اعلان:          ۲۶/۰۶/۱۳۹۹ الی ۰۶/۰۷/۱۳۹۹

 

د دندې موخه: د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون، د برېښنایي ازموینو مرکز مدیریت او تنظیم

……………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………….

تخصصي دندې:

  1. د ازموینو مرکز د معیاري کولو په موخه د اړوندې کاري برخې د مېکانېزمونو، ستراټېژیکو موخو او کاري تګلوریو تطبیق.
  2. د سیسټم او د ازموینې د منځپانګې امنیت په موخه، د برېښنایي ازموینې بهیر او اړوندې ادارې د څارونکو څخه څارنه.
  3. د ازموینو مرکز وسایلو ته، د نا مجازه لاسرسي مخنیوی او د ازموینو مرکز کې د نا مجازه افرادو، افشا، بدلون، تخریب او د لاسوهنې مخنیوی.
  4. د نوماندانو د حاضري چمتو کول او تر ازموینې وړاندې، نومانددانو ته د مالوماتي پریزنټېښن وړاندې کول او هغوی ته د برېښنایي ازموینې ځای په ګوټه کول.
  5. د منځپانګې د تدوین تخنیکي مسئولانو څخه د نوماندانو د پایلې او ازموینې راپور تر لاسه کول او د پنځو مخکښو کسانو ټاکل او نوماندانو ته د هغوی اعلانول.
  6. د برېښنایي ازموینې څخه، بریالیو نوماندانو ته د مرکې بلنلیکونه او خبرتیا چمتو کول
  7. ازموینو کې د ګډونکونکو او د کمېټې د غړو لپاره د اړتیا وړاسانتیاوو برابرول او د تدارکاتي مسایلو چمتو کول.
  8. د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون د ازموینود همغږۍ او تنظیم، اطلاعاتو او عامه اړیکو آمریتونو او د ادارې نورو برخو سره د همغږۍ او اړیکو جوړول.
  9. د ازموینو مرکز کې د ترسره شویو فعالیتونو څخه دوامداره څارنه او کنټرول.
  10. د برېښنایي ازموینو او مرکې د غوره ترسره کولو په موخه، د برېښنایي ازموینو د ترسره کېدو مقررو ترتیب او تنظیم.
  11. د ازموینو مرکز څخه د نوماندانو د شکایتونو ترلاسه کول او د هغوی ارزونه، مطالعه او پرمخ وړل.

 

مدیریتي دندې:

  1. د ریاست له پلان سره په مطابقت کې د ټاکل شویو موخو تر لاسه کولو لپاره د میاشتني، ربعوار او کلني کاري پلان طرحه او چمتو کول.
  2. د اړوندې ادارې د موخو تر لاسه کولو لپاره د مسلکي مشورو ورکول او د پرېکړو نیول.
  3. اړوندو چارواکو ته د خپلو فعالیتونو او لاسته راوړنو میاشتني، ربعوار، کلني او د اړتیا په وخت کې د راپور وړاندې کول.
  4. د نورو اړوندو دندو ترسره کول چې د قوانینو، مقررو او د ادارې د موخو سره سم، د چارواکو له خوا سپارل کېږي

د همغږۍ دندې:

  1. د سپارل شویو چارو پرمخ وړلو په موخه، له نورو اړوندو برخو سره اړیکې او همغږي کول.

د ګومارنې شرطونه ( د زده کړو کچه او کاري تجربه)

د دندې دا لایحه د ملکي خدمتونو د کارکوونکو د ۷ او۳۴ موادو ته په پام، په لږ تر لږه شرطونو او لاندې معیارونو سره چمتو شوې ده.

زده کړې: له دې څانګو په یوې هغې کې د لېسانس سند درلودل: کمپیوټر ساینس، مالوماتي تکنالوژۍ، کمپیوټري پروګرامونه، اقتصاد، عامه اداره، عامه پالیسۍ، اداره او سوداګرۍ، ټولنیزعلوم، حقوق او سیاسي علوم، ادبیات او ښوونه او روزنه. پورتنیو څانګو کې له ملي او نړیوالو تحصیلي موسسو څخه د لوړې کچې تحصیلي سند لرونکي ته لومړیتوب ورکول کېږي.

کاري تجربه: له دندې سره اړوند لږ تر لږه د دوه کالو تجربې درلودل

د اړتیا وړ مهارتونه: د هیواد په یوې رسمي ژبې برلاسی ( پښتو یا دري) او په انګلیسي ژبه ( لیکلو او خبرو کولو ) سره بلدتیا او د دندې اړوند کمپیوټري پروګرامونو کې مهارت درلودل.

یادونه: وړ معلولیت لرونکي وګړي، کولی شي یاد بست لپاره نوملیکنه وکړي.

د هڅونې موارد:

۱ . د معلولیت لرونکو وګړو د ګومارنې طرزالعمل مطابق، درېیم  او څلورمو بستونو لپاره (۵)  امتیازې نومرې.

۲ . د ګومارنې طرزالعمل مطابق ښځو ته (۵) امتیازې نومرې

________________________________________________________________________________________________

د اړینو پاڼو او اسنادو د تسلیمي لارښود