د اساسي قانون پر پلي کولو د څار خپلواک کمېسیون د کارکوونکو د معلوماتو د ثبت بهیر پيل شو

د اساسي قانون پر پلي کولو د څار خپلواک کمېسیون د کار کوونکو د بشري سر چینو د معلوماتو مدیریت په سیستم (HRMIS) کې د معلوماتو د ثبت او بایو متریک بهیر پيل شو.

د اساسي قانون پر پلي کولو د څار خپلواک کمېسیون ۱۳۱ بستونه په تشکیل کې لري چې اوس یې د کار کوونکو شمېر ۱۲۲ تنو ته رسېږي.

تمه کېږي چې د ملکي خدمتونو د کارکوونکو د معلوماتو د راټولولو د پروسې له پلي کولو سره، د انساني سرچینو د معلوماتو سیستم په ادارو کې د انساني ځواک د کارونې لپاره د یوې ښې سرچینې په توګه په کار شي او له مدیرانو سره د پريکړو د نیولو او پالیسي ګانو جوړولو په برخه کې مرسته وکړي.

دغه بهیر تراوسه د مرکز په کچه د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو په خپلواک کمېسیون، د پوهنې وزارت، د کانونو او پټرولیم وزارت، د سیمه ییزو ارګانونو په خپلواکه اداره، د ستندرد ملي اداره، د کوچیانو چارو د سمون د لوی ریاست، د ملي شورا مشرانو جرګې او د بدني روزنې او ورزش په عمومي ریاست کې عملي شوی. اوس مهال دغه بهیر په ننګرهار، کونړ او لغمان ولایتونو کې د یادو ادارو په دویمو واحدونو کې هم دوام لري.