د اسنادو د پاکولو او روڼتیا کارپوه

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کميسيون د کار اهل کار سپارلو په موخه، چې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د لوړو مخو د پلي کولو ښکارندويي کوي؛ د يوې بشپړې ملکي خدمتونو ادارې په جوړولو، د تېرو اعلانونو په دوام لاندنی بست د غوره، ښو او وړو کسانو د ګومارنې په موخه د ازادې سيالۍ له لارې د رتبو او معاشونو د نوي سيسټم سره سم اعلان ته سپاري:

ګڼه د بست عنوان د بست رتبه اړونده رياست د بستونو شمېر د خبرتيا پيل نېټه د خبرتيا پاى نېټه
١ د اسنادو د پاکولو او روڼتیا کارپوه ۳ شکایتونو ته د لاسرسي بورد ۱ ۴/۲/۱۳۹۸ ۲۳/۲/۱۳۹۸

په شرايطو وړ کسان نارينه او ښځينه، چې د افغانستان تابعيت ولري؛ کولى شي، چې له (۴/۲/۱۳۹۸) نه تر (۲۳/۲/۱۳۹۸) نېټې پاى ته رسېدو پورې ځانګړي د غوښتنليکونو فورمې له (٣٠_٨) بجو څخه له مخکې له غرمې د کاري ساعت تر بشپړېدو پورې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلکواک کميسيون، د بشري سرچينو رياست، د ګومارنې له امريت، چې د دارالامان سناتوريم سړک ته نږدې شتون لري؛ تر لاسه کړي، يادې فورمې دې ډېرې کره ډکې او وروسته له ټولو غوښتل شويو سندونو سره د اړونده کړنلارې په اساس بېرته د ټاکنو(ګومارنې) امريت ته وسپاري او يا دې نوموړي (www.iarcsc.gov.af) ويب سايټ ته مراجعه وکړي.

د غوښتنې ځانګړې فورمې بايد تر لاسه او وروسته له کره ډکېدو دې له غوښتل شويو اسنادو سره د کړنلارې په اساس د سافټ په ډول(hr@iarcsc.gov.af) ايميل په پته په ټاکلې موده کې ولېږي.

له ټاکل شوې نېټې وروسته غوښتنليکونه نه اخيستل کېږي.

د ملکي خدمتونو بستونو د دندو لايحې

د بست ټولييز معلومات:

د بست د اعلان شمېره:
د بست عنوان: د اسنادو د پاکولو او روڼتیا کارپوه
بست: ٣
وزارت/اداره: د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کميسيون
د بست ځاى: کابل
د بست تعداد: ١
راپور ورکول: د تدقيق او مطالعاتو امر ته
رپور اخيستل: نه لري
د بياکتنې نېټه: ١٠/٩/١٣٩٧

………………………………………………………………………………………………………………………………………………….

د دندې موخه: د ترتيب شویو اسنادو او د شکايتونو د دوسيو کتنه، څارنه او تايدول او د شک د لرې کولو په خاطر د لاس نه وهنې، زياتونې او شکونو څخه ډاډ تر لاسه کول.

…………………………………………………………………………………………………………………………………………………

واکونه او د دندې مسؤليتونه:

١: دپلان د امريت او د اړونده ادارې د ټاکل شویو موخو په اساس مياشتنى، درې مياشتنى او کلنى کاري پلان جوړول.

٢: د بورډ د مصوبو د کارپوه له تصميم نيونې څخه مخکې د اسنادو او مدارکو په وخت اخيستل او څارل او د تشو او نواقصو د لرې کولو لپاره نظر وړاندې کول او د هغو له بشپړوالي او نابشپړوالي څخه ډاډ تر لاسه کول.

٣: د شکايتونو بورډ د معياري اسنادو د ترتيبولو او جوړولو، د کړنلارو، مقررو، پاليسيو او لارښوونو په برخه کې حقوقي مرسته کول.

٤: د زیاد شویو سرچينو او د رد  شویو اسنادو په باره کې نظر وړاندې کول او اړونده ادارو ته د پيدا شویو شکونو د اړتيا په وخت کې د اسنادو غوښتنه.

٥: له څېړنې او کتنې امريت سره د کره اسنادو د ترتيبولو او لاسرسي په اړه مرسته کول او د شکايتونو د استول شویو اسنادو د تدقيق لپاره عملي چارې نيول او څارل.

٦: د استول شویو اسنادو، د شکايتونو څېړلو د کړنلارې او د اړونده ټولو تقنيني اسنادو په اساس د هر ډول تدقيق ترتيب او څارنه کول.

٧: له اړونده فعالیتونو او لاسته راوړنو څخه میاشتني، درې میاشتني او کلني راپورنه او لارښونې ادارې ته وړاندې کول.

٨: د ټولو هغو اړونده دندو، چې د ذيصلاح امر له خوا  تقنيني اسنادو ته په کتو ورسپارل کېږي؛ تر سره کول.

————————————————————————————————————————

د ګومارنې شرايط (د زده کړې کچه او کاري تجربه):

لږ تر لږه د ياد بست د لاس ته راوړلو لپاره اړين شرايط د ملکي خدمتونو کارکوونکو د قانون په (٧) او (٣٤) مادو کې ثبت او راغلي دي:

١: لږ تر لږه د زده کړې سند يې لېسانس، له يادو څانګو: حقوق (قضا او څارنوالي)، شرعيات (فقه او قانون) او په نوموړو څانګو کې لوړو زده کړو ته لومړيتوب ورکول کېږي.

٢: لږ تر لږه (په نوموړي بست کې د راغلو ثبت شویو موخو او وظيفوي مسؤليتونو په اساس) د دندې اړونده دوه کلنه کاري تجربه.

٣: د هېواد په رسمي ژبو برلاسى: (پښتو؛ يا دري) او له انګليسي ژبې سره بلديتا.

٤: د دندې اړونده په کمپيوټري برنامو کې بلدتيا او پوهه لرل.

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

د غوښتنلیک فورم