د اسکاندیناوی او نوردیک هېوادونو سفیرانو له کمېسیون لیدنه وکړه

د ډنمارک سفیر نیکولاس پېترسون، د ناروې سفارت شار ژدافېر پير ایلساس، د فنلاند سفیر هانو رېپاتې او د هالند شاهي هېواد شارژدافېر هانس اکربوم د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون له مرکزي دفتر څخه لیدنه وکړه.

د نوردیک او اسکاندیناوی سفیرانو د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون له رییس، احمد نادر نادري سره ولیدل او د اصلاحاتو، په تېره بیا د کمېسیون وروستیو دوه کلونو د لاسته راوړنو په اړه خبرې وکړې. دغه راز، په د غو خبرو کې د کمېسیون د فعالیتونو او په هېواد کې د بنسټونو د اصلاحاتو د دوام د اهمیت په اړه هم بحث وشو.

د سولې پروسه، بله هغه موضوع وه چې د خبرو پرمهال مطرح شوه. ښاغلي نادري او د یادو هېوادونو سفیرانو ټینګاروکړ چې د سولې هڅې باید د عامه ادارې او دولتي بنسټونو د پیاوړتیا لامل شي، نه د کمزورتیا.

د خبرو په پای کې د یادو هېوادونو سفیرانو د کمېسیون له بېلا بېلو برخو په تېره د مراجعینو مرکز، د فاطمې قادریان او رباټ جوړونکو نجونو د ازموینو له مرکز  او د پوښتنو بانک څخه لیدنه وکړه.