د اصلاحاتو پلي کولوڅخه د څارنې او ارزونې ریاست

 

د ملکی خدمتونو تعییناتو بورډ د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمیسیون دویمه رتبه (۱بست) د وړ کارکوونکو  د ګومارنې په موخه، د آزادې سیالۍ له لارې اعلان ته سپاري.

وړغوښتونکي کولی شي چې، خپل غوښتنلیکونه په انلاین ډول  د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون وېبپاڼې (www.iarcsc.com) له لارې راواستوئ.

د غوښتنې پرمهال د خوښې وړ بست د کوډ شمېره، له لاندې جدول څخه کاپي کړئ او اړوند فورم کې یې ځای پر ځای کړئ.

 

شمېره       د بست سرلیک د بست کود
۱ د اصلاحاتو پلي کولوڅخه د څارنې او ارزونې ریاست ۰۱۸۴
 

د بست ځانګړنې:

د بست سرلیک:                     د اصلاحاتو پلي کولوڅخه د څارنې او ارزونې ریاست

بســــت:                               دویم

وزارت/اداره:                           د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمیسیون

اړونده څانګه:                         د دارالانشاء لوی ریاست

د پسټ شمېر:                         (۱)

موقعیـــت :                            کابل

راپور ورکونه   :                       د دارالانشا‌ء لوی رئيس

راپور اخېستنه:                          تر لاس لاندې کارکوونکي (د تشکیلاتي جوړښت مطابق)

د اعلان د خپرېدو د پیل او پای نېټه:       ۲۷/۰۳/۱۳۹۹  تر  ۰۷/۰۴/۱۳۹۹

 

تغییر پرورګرام:

تغییر پروژه نېغ په نېغه د سولې چوکاټ او د افغانستان ملي پراختیا ته ځواب ویونکې ده او همدا راز د عامه ادارې او اغېزمن سیسټم جوړونې پراختیايي لومړیتوب په ګډون اود ملکي خدمتونو د تخصص پالنې، رامنځته کېدو او پیاوړتیا په موخه کار کوي.

د تغییر پروژې ټولیزه موخه د وزارتونو د ظرفیتونو پیاوړتیا او د وړتیا پر بنسټ د کلیدي بستونو د ګومارنې له لارې، د لومړیتوب لرونکو ادارو د کارکوونکو د مدیریت ښه والی او د بشري سرچینو غوره پلان جوړونه ده.

 

د تغییر پروژه د افغانستان د بیا رغاونې لپاره د مرستو وجهي صندوق (ARTF) او د نړیوال پراختیايي انجمن(IDA) او د نړیوال بانک ګروپ له خوا تمویلېږي. د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونوخپلواک کمیسون د افغانستان اسلامي جمهوري په استازولۍ دا پروژه پلي کوي.

د بشري سرچینو، وزارتونو او ادارو له خوا د منظور شوي ستراتېژيک پلان پر بنسټ، په دې پروژه کې د هر متصدي او خالي بست لپاره، د هر کال په پیل کې کلیدې دندې (Key Deliverables) او ثابت شوي شواهد (Means of Verification)  د لایحې  او د ادارې د بنسټیزو موخو مطابق له مستقیم امر سره په همغږۍ چمتو کېږي او د کاري قرارداد سره یو ځای کېږي.

د کارکوونکو د فعالیتونو ارزونه چې له مخې یې کارکوونکی ګومارل کېږي؛ د هر کال په پای کې د منظور شوي پلان پر بنسټ یې کاري فعالیتونه د کلیدي دندو او ثابت شویو شواهدو په مقابل کې ترسره کېږي او د کارکوونکو کاري قرارداد  د بل کال لپاره  په مشروط ډول په بریا سره د دې دندو په ترسره کولو سره تمدېږي.

داداري اصلاحاتو او ملکي  خدمتونو خپلواک کمیسیون:

 

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون د بن د هوکړه لیک د ۵۰ مادې پر بنسټ او د ۲۳/۳/۱۳۸۱ کال موقتې ادارې د ۲۵۷ فرمان له مخې، د اداري اصلاحاتو د رهبرۍ، د پالیسۍ تنظیم او طرحه، د عامه ادارې د سمونې او د هغې له تطبیق څخه د څارنې په موخه رامنځته شوی.

د دندې موخه:

په پلي کېدو کې د روڼتیا راوستلو لپاره، د کمیسیون ستراتیژیکي موخو او پالیسي ګانو سره سم د سمونتیا پروګرامونو د څارنې او ارزونې اغیزمنو سیستمونو طرحې او پراختیا څخه مشري، څارنه او مدیریت کول

د بست تخصصي دندې :

  1. د ملکي خدمتونو اداراو کې د اغیزمنو پروګرامونو پلي کولو څخه د څارنې لپاره د څارنې او ارزونې میکانیزمونو، ترتیب ، پراختیا او دایرول.
  2. د هېواد په کچه د ملکي خدمتونو پلي کېدونکو پروګرامونو کې د نیمګړتیاوو مالومولو او لرې کولولپاره، د څارنې او ارزونې برخو او معیارونو تعیینول
  3. د سمونتیا (اصلاحاتو) پروګرامونوکې د روڼتیا رامنځته کولو په موخه، ملکي خدمتونو ادارو کې په کچه د شاخصونو او معیارونو پربنسټ د څارنې او ارزونې پروسي څخه مشري او مدیریت کول.
  4. د کمېسیون په ټولو برخو کې د پنځه کلن ستراتیژیکي پلان پلي کولو څارل، ارزول او مدیریت کول او د ستراتیژۍ له پلي کولو څخه د څارنې کمېټې ته د ربعوار راپورونو وړاندې کول.
  5. د کلنۍ ارزونې پروګرامونو د پلي کولو او طرحه کولو مدیریت کول، مشرتابه او د کمېسیون ټولو کارکوونکو سره د اصلاحي پروګرامونو او ټولیزو راپورونو په چمتو کولو کې مرسته کول.
  6. د افغانستان د ملکي خدمتونو (Civil Services Index) شاخصونو بشپړ پلي کولو، پراختیا، او طرحو څخه مدیریت کول او په ټولو دولتي ادارو کې په کلني ډول د هغو بیا کتنه، د وېبپانې له لارې هغه خپرول او کمیسیون ته په مفصل ډول کلنی راپور چمتو کول.
  7. وزارتونو/ ادارو کې د ژمنو د پلي کولو ربعوارې څارنې پروسې مشري کول او اړوندو چارواکو ته د راپور وړاندې کول.
  8. وزارتونو/ ادارو کې د موخو او د اصلاحي پروګرامونو د سندونو مطابق، د ژمنو پلي کولو (Benchmarks) د ارزونې پروسې مدیریت کول.
  9. د اصلاحي پروګرامونو د اغېزو کلنۍ ارزونه ترسره کول او د کمېسیون له مشرتابه او کارکوونکو سره د بشپړ راپور شریکول.
  10. د مرکز او ولایتونو په کچه د سمونتیا (اصلاحاتو) پلي کولو او غوره خدمتونو وړاندې کوونکو ادارو د وړتیا مالومولو لپاره، د څارنې او ارزونې ټیم پلانول او مشري کول.
  11. د سمونتیا (اصلاحاتو) پلي کولو راپورونو او د اطلاعاتو توحید او شننلو لپاره، د مرکز او دویمو واحدونو په کچه اغیزمنو میکانیزمونو ته پراختیا ورکول.
  12. د ملکي خدمتونو ادارې، قانوني چوکاټ سره سم د څارنې او ارزونې معاصرو سیسټمونو دوامداره پراختیا او طرحې څېړل، مطالعه کول او په پلي کولو کې یې هڅې کول.
  13. اداري موخو ته د رسېدو لپاره، د کمیسیون د پالیسي ګانو او موخو سره سم، د اصلاحي پروګرامونو د پلي کېدو له څرنګوالي څخه د څارنې او ارزوني لاسته راغلو پایلو پرتله کول او اغېزمن ګامونه اوچتول.
  14. اړوندو ادارو او واکمنو چارواکو ته د څارنې او ارزونې ترسره شویو پایلو او د تحلیلي او احصائیوي راپورنو ترتیبول او وړاندې کول.

د بست مدیریتي دندې:

 

  1. د ادارې ټاکل شویو موخو ته د رسېدو لپاره، عمومي پلان سره سم میاشتنی، درې میاشتنی او کلنی کاري پلان ترتیبول
  2. د اړوند ریاست د کاري پلان پر بنسټ د بودیجوي اړتیاوو مالومول او وړاندیز کول
  3. د افغانستان ملي پراختیا او اداري فساد پر وړاندې د مبارزې لپاره په اړوند کاري چاپیریال کې د ستراتیژيکي موخو او پروګرامونو ترسره کول
  4. مالوماتو ته د لاسرسي قانون او اړونده ادارې د پالیسۍ په پام کې نیولو سره، دولتي ادارو کې دننه، مدني ټولنو، رسنیو، او د هېواد وګړو ته په وخت سره د مالوماتو وړاندې کول.
  5. په کاري ساحه کې، د اداري اجرااتو قانون، د ښځو اوماشومانو ځورونې مخنیوي قانون او د چلند لارې مقررې پلي کولو او مراعتولو څخه ډاډ تر لاسه کول.
  6. ترلاس لاندې کارکوونکو ته د ورکشاپونو او سیمینارونو جوړول او د کار په ترڅ کې د روزنې له لارې هغوی ته د مسلکي مهارتونو لیږدول.
  7. په ښه توګه د کار تر سره کولو، هڅونې رامنځته کولو، اغیزمنتیا لوړولو، د روزنیزو اړتیاوو ټاکلو، او د وړتیا لوړولو په موخه، ترلاس لاندې کارکوونکو د کړنو ارزول.
  8. اړینو موخو ته د لاسرسي لپاره د اړوندو کاري برخو د کړنو روڼتیا او حساب ورکولو تامینول
  9. چارواکو ته د خبرتیا لپاره، د اړونده فعالیتونو او لاسته راوړنو درې میاشتنی، کلنی، او د اړتیا په وخت کې د راپورونو وړاندې کول
  10. د قوانینو،مقررو او د ادارې د موخو سره سم، د ټولو هغو اړوندو دندو تر سره کول چې د واکمنو چارواکو له خوا سپارل کیږي.

 

د همغږۍ دندې:

.۲۵په وخت او موقع  سره د څارنې او ارزونې چارو د پلي کولو په موخه له وزارتونو او د ملکي خدمتونو ادارو سره د اغېزمنې کاري همغږۍ او اړیکو جوړول.

۲۶ د سپارل شویو چارو پر مخ بیولو لپاره د کمېسیون کې له نورو اړوندو برخو سره د اړیکو جوړول او همغږي کول.

 

د ګومارنې شرطونه ( د زده کړې کچه او کاري تجربه):

د دندې دغه لایحه د ملکي خدمتونو کارکوونکو قانون ۷، ۸ او ۳۴ موادو په پام کې نیولو سره لږ تر لږه د لاندې شرایطو او معیارونو پربنسټ جوړه شوې ده.

  1. لږ تر لږه په دې څانګو کې د لیسانس په کچه د زده کړې سند ولري: عامه اداره ، اداره او تجارت، اقتصاد، عامه پالیسي، د بشري سرچینو مدیریت، حقوق او سیاسي علوم، د حکومتولۍ پروژې مدیریت او په یادو څانګو  کې تر دې په لوړه کچه سند لرونکو ته لومړیتوب ورکول کېږي.
  2. کاري مخینه: ( څارنه او ارزونه، د عامه ادارې اصلاح ، د سازمان پراختیا په برخه کې او یا هم د دندې په دې لایحه کې د راغلیو موخو او واکونه سره سم د شرحه شویو اړوندو مخینو درلودل )

 

  • مدیریتي او تخصصي دندې ، لږ تر لږه لیسانس لپاره درې کاله، ماسټر لپاره دوه کاله او دوکتورا لپاره یوه کلنه کاري تجربه په پام کې نیول شوې ده.  مدیریتي یا تخصصي برخه کې تر یو کال څخه کمه کاري تجربه لرونکي،  یاد بست ته وړ نوماند نه ګڼل کېږي)
  • په یادو برخو کې پنځه کلنه مدیریتي یا تخصصي کاري تجربه.

 

اړین مهارتونه:

  1. د هېواد په یوې رسمي ژبې ( پښتو یا دري) او انګلیسي برلاسی وي
  2. د دندې اړوند کمپیوټري پروګرامونو سره بلدتیا ولري.
  3. د پریکړو نیولو، اړیکو او مشري کولو په برخه کې د اړینو مهارتونو درلودل.

د هڅونې موارد:

۱ . د معلولیت لرونکو وګړو د ګومارنې طرزالعمل مطابق، درېیم او څلورم بست ته (۵) امتیازې نومرې او لومړي او دویم بست لپاره (۳) امتیازي نومرې؛ په هغه صورت کې چې د شخص معلولیت په اداره کې د دندې ترسره کولو مخنیوی ونه کړي.

۲ . د ګومارنې طرزالعمل مطابق ښځو ته (۵) امتیازې نومرې

 

………………………………………………………………………………………………………………………………………..

د اړینو پاڼو او اسنادو د تسلیمي لارښود