د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ماموریت په ټولو برخو کې لازم اصلاحات ترلاس لاندې نیول کېږي

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون د رییس، احمد نادر نادري او د اطلاعاتو فرهنګ وزارت سرپرست وزیر محمد طاهر زهیر ترمنځ په کاري غونډه کې، د دغه وزارت ماموریت په ټولو برخو کې د اصلاحاتو په رامنځ ته کېدو ټینګار وشو.

په ښه توګه د لرغونو اثارو او میراثونو ساتنه او څارنه، د ګرځندوی صنعت پیاوړتیا، د وینا ازادۍ او رسنیزو بنسټونو پیاوړتیا به، د اطلاعاتو او فرهنګ په وزارت کې د اصلاحاتو له پایلو څخه وي.

په لومړي پړاو کې، (لنډمهاله اصلاحات)، لومړني اصلاحات رامنځ ته کېږي او دویم پړاو کې (اوږدمهاله اصلاحات) چې د دغه وزارت جوړښت به له دندو سره یې سم، تنظیم شي.