د الکترونیکي ګومارنې نوی سیستم له زیاتو وړتیاوو سره پيلیږي

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون د الکترونیکي ګومارنې نوی سیستم پيلوي.

دغه سیستم چې له اوسني سیستم سره متفاوته وړتیاوې لري، د ګومارنې په برخه کې شفافیت تر ډېره تضمینوي او د ملکي خدمتونو په ادارو کې کار غوښتونکی د دې جوګه کوي څو د خپلې خوښې بست ته په اسانه توګه غوښتنه وړاندې کړي.

په نوي سیستم کې، د ملکي خدمتونو په اداره کې کار غوښتوونکی کولی شي چې ځانته د کارونې شخصي حساب پرانیزي او له دې لارې د کار غوښتنه وړاندې کړي او د ګومارنې پروسو په اړه وروستي اطلاعات هم وڅاري.

سیستم داسې دی چې په ملکي خدمتونو کې  کار غوښتوونکی، خپل شخصي معلومات، اړین تحصیلي او کاري اسناد یواځې یو ځل او د تل لپاره ثبتوي چې وروسته بیا د خوښې بست ته د غوښتنې وړاندې کولو په موخه، د دغو پړاوونو د ترسره کولو اړتیا نشته.

سیستم کار غوښتونکو ته، په اتومات ډول اعلان د برښنا لیک له لارې استوي. دغه راز، کاروونکي د برښنا لیک له لارې د نويو بستونو له اعلان څخه هم خبرېږي کوم چې د دوی له تحصیلي کچې، تخصص او وړتیاوو سره برابر وي.

 د دغه سیستم له لارې به هغو اطلاعاتو ته چې محرم نه وي، د خلکو، رسنیو او مدني ټولنو لاس رسی او څارنه هم شونې وي.

د الکترونیکي ګومارنې نوی سیستم چې په دې وروستیو کې د کورنیو متخصصینو لخوا چې د کمېسیون کار کوونکي دي، جوړ شوی، د کمېشنرانو بورډ وروستۍ غونډه کې نظر غوښتنې ته وړاندې شوی وو چې د ښه والي په موخه یې له یو لړ وړاندیزونو وروسته، د کمېشنرانو بورډ لخوا  تایید شو.

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون رییس، احمد نادر نادري، د الکترونیکي ګومارنې د نوي سیستم جوړولو ستاینه وکړه او ویې ویل: «دا د افغانستان او د ملکي خدمتونو بنسټونو لپاره لویه پانګه ده. په داسې حال کې چې د دغه رنګه سیستمونو جوړول ډېر لګښت غواړي، خو دغه سیستم د کورنیو متخصصینو لخوا په لږ لګښت جوړ شوی چې کولی شي د ګومارنې پروسې په برخه کې ډېر شفافیت تضمین کړي.»