د الکټرونيکي حاضرۍ لوى مدير

 

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کميسيون د کار اهل کار سپارلو په موخه، چې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د لوړو مخو د پلي کولو ښکارندويي کوي؛ د يوې بشپړې ملکي خدمتونو ادارې په جوړولو، د تېرو خبرتياوو د لړيو په څارنه کې دا دى دا ځل لاندنې بست، د غوره، ښو او وړو کسانو د ګومارنې په اساس د ازادې سيالۍ له لارې د رتب معاش د نوي سيسټم ته سپاري:

 

ګڼه د بست عنوان د بست رتبه اړونده رياست د بستونو شمېر د خبرتيا پيل نېټه د خبرتيا پاى نېټه
١ د الکټرونيکي حاضرۍ لوى مدير ۴ د بشري سرچينو رياست ۱ ۱۹/۸/۱۳۹۷ ۳/۹/۱۳۹۷

 

په شرايطو برابر کسان هم نارينه او هم ښځينه، چې د افغانستان تابعيت ولري؛ کولى شي، چې له (۱۹/۸/۱۳۹۷) نېټې نه تر (۳\۹\١٣٩٧) پاى ته رسېدو پورې ځانګړي د غوښتنليکونو فورمې له (٣٠_٨) بجو څخه له ماسپښين نه وړاندې د کاري ساعت تر بشپړېدو پورې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلکواک کميسيون، د بشري سرچينو رياست، د ګومارنې له امريت، چې د دارالامان سناتوريم سړک ته نږدې شتون لري؛ تر لاسه کړي، يادې فورمې دې ډېرې کره ډکې او وروسته له ټولو غوښتل شويو سندونو سره د اړونده کړنلارې په اساس بېرته د ټاکنو(ګومارنې) امريت ته وسپاري او يا دې نوموړي (www.iarcsc.gov.af) ويب سايټ ته مراجعه وکړي.

د غوښتنې ځانګړې فورمې بايد تر لاسه او وروسته له کره ډکېدو دې له غوښتل شويو اسنادو سره د کړنلارې په اساس د سافټ په ډول(hr@iarcsc.gov.af) ايميل په پته په ټاکلې موده کې ولېږي.

له ټاکل شوې نېټې وروسته غوښتنليکونه نه اخيستل کېږي.

   
د دندې عنوان: د الکټرونيکي حاضرۍ لوى مدير.
اړونده اداره: د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کميسيون
د بست ځاى: کابل
اړونده ځاى: د بشري سرچينو رياست، دارالانشاء لوى رياست.
بست: (۴)
رپوټ ورکول: د اجرااتو ارزونې او کارکوونکو د سوانحو امر ته.
رپوټ اخيستل: د حاضرۍ مدير له الکټرونيکي حاضرۍ نه.
کوډ:  

……………………………………………………………………………………………………………………………………..

د دندې موخه: د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کميسيون د کارکوونکو د حاضرۍ او د حاضرۍ له راپوره څارنه او مديريت کول.

……………………………………………………………………………………………………………………………………..

مسؤليتونه او دندې:

  1. د امريت له پلان او ټاکل شوو مخو سره سم مياشتنى، درې مياشتنى او کلنى کاري پلان ترتيبول او جوړول.
  2. په الکټرونيکي حاضرۍ کې د کميسيون د کارکوونکو له پېژندګلوۍ ثبتونې څارنه او په اداره کې د ښه نظم مرااتولو لپاره يې هره ورځ څارل.
  3. د کارکوونکو د حاضرۍ له ترتيب شوي رپوټه ډاډ حاصلول او د وروستيو اجرااتو لپاره يې اړونده ادارې ته استول.
  4. د ادارې د کارکوونکو، د تقنيني اسنادو په اساس او د ذيصلاح امر په همغږۍ د رخصتيو تنظيمول.
  5. د الکټرونيکي حاضرۍ له سيسټمه څارنه او ساتنه او د اړتيا په وخت کې له اړونده ټولو اسنادو څخه ګټه اخيستل.
  6. د ادارې د کارکوونکو حاضري جوړول او ترتيبول او د وروستيو اجرااتو لپاره يې د اړتيا په وخت مقاماتو ته استول.
  7. د کميسيون د رسمي او قراردادي کارکوونکو، د ورځنيو رخصتيو او د حاضرۍ نورو کوايفو په الکټرونيکي حاضرۍ کې يې ثبتول او د لاس لاندې مراجعو ته يې په وخت د اړينو چارو د ترسره کولو لپاره په وخت وړاندې کول.
  8. د لاس لاندې مامورینو د فعالیتونو او ترسره کړو کړنو د ګټورتوب او اغېزمنتوب په موخه د هغوى څارل او ورته غوره ښوونيزې زده کړې برابرول او وړتياوې لوړول.
  9. د ورکشاپونو، سيمينارونو او ښوونيزو زده کړو په اساس له غوره لارو مسلکي مهارتونه ورلېږدول او پراختيا ورکول.
  10. له اړونده فعالیتونو او لاسته راوړنو څخه میاشتني، درې میاشتني او کلني رپوټونه ترتيبول او لارښودې ادارې ته يې وړاندې کول.
  11. د ټولو هغو دندو ترسره کول، چې د ذيصلاح مقاماتو له خوا د قانون، مقررې په اساس او د اړونده ادارې له خوا ورسپارل کېږي.

————————————————————————————————————–

زده کړې، تجربې او اړين مهارتونه:

د نوموړې دندې مسؤليتونه د ملکي خدمتونو د کارکوونکو قانون د (٧) او (٣٤) مادو په نظر کې نيولو سره لږ تر لږه شرايط او معيارونه يې په لاندې ډول دي:

  1. د زده کړې کچه:
  • سند يې لږ تر لږه لېسانس د ساينس او کمپيوټر تجارت او اداره، دیتابیس پراختیا، اقتصاد، حقوق، تولینیز علوم، عامه اداره، عمومی مدیریت، تولنپوهنه، مالوماتی تکنالوژی مدیریت، کمپیوتری برنامی، بشری سرچینو مدیریت، ادبیات په څانګه کې وي.
  1. اړينې تجربې(څانګه او د تجربې کچه):
  • لږ تر لږه د دندې اړونده يو کلنه کاري تجربه.
  1. نور مهارتونه(لنډمهالي کورسونه، کورنۍ او بهرنۍ ښوونيزې زده کړې)
  • په څارنه او اړيکو کې مديريتي توانمندي.
  • د هېواد په رسمي ژبو (پښتو؛ یا دری) برلاسى او له انگلیسي ژبې سره بلدتيا.
  • په کمپيوټري Outlook، انټرنېټ او د آفيس په پروګرامونو کې مهارت.

————————————————————————————————————————————

د غوښتنلیک فورم