د املاکي قضیو ریاست

د ملکي خدمتونو ټاکنې بورد د عدلیه وزارت  دویمه رتبه ( یو بست ) د وړ کارکوونکو ګمارنې په موخه د آزادې سیالۍ له لارې اعلان ته سپاري.

په شرایطو برابر لیوال وګړي کولی شي چې خپل غوښتنلیکونه په انلاین توګه د اداري اصلاحاتو اوملکي خدمتونو خپلواک کمیسیون له ویبپاڼې څخه د (www.iarcsc.com ) لینک له لارې راولېږي.

د غوښتنې پر مهال د یاد بست د کوډ شمېره له لاندې برخې څخه کاپي او د فورم په اړونده برخه کې یې درج کړی.

 

شمېره د بست سرلیک د بست د کوډ شمېره
۱ د املاکي قضیو ریاست ۰۰۱۹

د بست ځانګړنه:

د بست سرلیک :                 د املاکي قضیو ریاست

وزارت/اداره :                       د عدلیه وزارت

بست :                              دویم

د بست شمېر:                     (۱)

د بست ځای:                      کابل

اړونده څانګه:                      د دولتي قضیو لوی ریاست

راپور ورکول:                        د دولتي قضیو لوی رئیس

راپور اخیستل :                    لاس لاندې کارکوونکي (تشکیلاتي جوړښت سره سم)

د خبرتیا د پیل او پای نېټه:      ۲۶-۱۰-۱۳۹۸ تر ۰۷-۱۱-۱۳۹۸

……………………………………………………………………………………………………………………………………………

د دندې موخه: د عامه حقونو او دولتي ملکیتونو ملاتړ، او ساتنې لپاره، د لاس لاندې کارکوونکو مشري او مدیریت کول.

………………………………………………………………………………………………………………………………………….

د دندې واکونه او مسولیتونه:

د بست تخصصي دندې:

  1. د کار کیفیت او قانون رعایت کولو څخه د ډاډ تر لاسه کولو په موخه، دهیواد نافذه قوانینو، فرامینو، سره سم، د محکمې دعوي، اعتراض او د دعوي دفع  کولو پریکړو په اړه،  مسلکي غړو څخه څارنه او مدیریت کول.
  2. تدقیق کمېټې ته د مسلکي غړو دعوي اعتراض او د دعوي دفع کولو صورتونو راجع کول او په دې اړه د اصلاحي نظرونو څرګندول.
  3. د قوانینو چوکاټ کې د ملکیت له منځه وړولو او پرعامه شتمنیو د تعرض دفع کولوچارو څخه څارنه او مدیریت کول.
  4. د غصب شویو دولتي ملکیتونو دفاع اوبیرته ترلاسه کولو لپاره، د محکمې مخکې د حکمي او حقیقي وګړو پر وړاندې د مسلکي غړو د دعوې اقامې څخه څارنه او مدیریت کول.
  5. محکمو کې د عامه حقونو او شتمنیو څخه، د مسلکي غړو دفاع له څرنګوالي  څخه څارنه او مدیریت کول، او مسلکي غړو ته د اړینو لارښودونو وړاندې کول.
  6. د اړوندو چارو ګړندي کولو لپاره، د موسسو او دولتي نهادونو تر منځ د دعوي حلولو بهیر څخه څارنه او مدیریت کول.
  7. د دولت د قضایو قانون سره سم، د ادارو او دولتي موسسو تر منځ د مسلکي غړو اصلاحي نظر ورکولو بهیر څخه څارنه او مدیریت کول.
  8. د اړونده قضیې، د قانوني سندونو، مالوماتو اودلایلو وړاندې کولو په اړه، موکل ادارې سره د همغږۍ او اړیکو ټینګول.

د بست مدیریتي او اجرائیوي دندې:

  1. د وزارت استراتېژي موخو تر لاسه کولو لپاره، عمومي پلان سره سم، د میاشتني، دري میاشتني او کلني کاري پلان ترتیبول او چمتو کول.
  2. مسلکي غړو ته د دوسیو او رارسېدلو مکتوبونو راجع کول او له کړنو څخه یې څارنه کول.
  3. رارسېدولو دوسیو ته د رسېدنې لپاره، مسلکي غړو ته د وخت تعینول.
  4. ټولو اړتیالرونکو ادارو ته د استازي په توګه د مسلکي غړو ورپېژندل، او له کړنوڅخه یې څارنه کول.
  5. په کاري ساحه کې، د اداري اجرااتو قانون، د ښځو اوماشومانو ځورونې او اذیت د منعې قانون، او د چلند لارې مقررې پلي کولو او مراعتولو څخه ډاډ تر لاسه کول
  6. لاس لاندې کارکوونکو ته د ورکشاپونو، سیمینارونو په دایرولو سره او د کار په ترڅ کې د روزنې له لارې د مسلکي مهارتونو لیږدول.
  7. په ښه توګه د کار تر سره کولو، هڅونې رامنځته کول، او د اغیزمنتیا لوړولو، د روزنیزو اړتیاوو ټاکلو، او د وړتیا لوړولو په موخه، د لاس لاندې کارکوونکو د کړنو ارزول.
  8. د اړونډ ریاست کاري پلان سره سم، د بودیجوي اړتیاوو مالومول او وړاندیزول.
  9. په اړونده کاري ساحه کې د افغانستان د سولې، ملي پراختیا او د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې ملي استراتېژۍ د موخو برنامو تر سره کول.
  10. مالوماتو ته د لاس رسۍ قانون او اړونده ادارې د پالیسو په پام کې نیولو سره، دولتي ادارو کې دننه، مدني ټولنو، رسنیو، او د هیواد وګړو ته په وخت سره د مالوماتو مشري او وړاندې کول.
  11. د اړونده څانګې فعالیتونو او لاسته راوړنو څخه، مشرتابه ته د خبرورکولو په موخه، میاشتني، درې میاشتني، کلني او د اړتیا په وخت د راپورنو وړاندې کول.
  12. د ادارې موخو، قوانینو او مقررااتو سره سم د ټولو هغو دندو تر سر کول، چې د واک لرونکو مقاماتو له خوا سپارل کېږي.

د همغږۍ دندې :

  1. د دولتي املاکو بیرته تر لاسه کولو په موخه، ټولو اړوندو ادارو سره د اغیزمنو همغږۍ او اړیکو ټینګول.

———————————————————————————————————————————

د ګمارنې شرایط ( د زده کړې کچه او کاري تجربه):

د دندې دغه لایحه د ملکي خدمتونو کارکوونکو قانون ۷، ۸ او ۳۴ موادو په پام کې نیولو سره لږ تر لږه د لاندې شرایطو او معیارونو پربنسټ جوړه شوې ده.

د زده کړې رشته: لږ تر لږه په یادو رشتو کې د لیسانس په کچه د زده کړې اسناد ولري: حقوق او سیاسۍ علوم، شرعیات، (فقه اوقانون) او یا نورو اړوندو برخو کې لکه : د هیواد کورنيو اوبهرنیو ملي او نړیوالو موسسسو کې  په لوړه کچه سند لرونکو ته لومړیتوب ورکول کېږي.

کاري تجربه:اړونده کاري مخینه ( د حقوقي یا قضايي چارو په برخه کې  ورته مدیریتي او تخصصي دندې او یا هم په یاد بست کې، د موخو  دندو، واکونو او مسولیتونو په برخه کې د شرح شویو اړونده مخینو درلودل ) او د هیواد دننه او بهر، د ملي او نړیوالو موسسو څخه د ورته مدیریتي او تخصصي مخینو درلودل) لږ تر لږه لیسانس لپاره درې کاله، ماسټر لپاره دوه کاله، او دوکتورا لپاره یو کال کاري مخینه په پام کې نیول شوې ده.

  1. د مدیریتي اویا هم تخصصي په برخه کې تر یو کال کم تجربه لرونکي،  په یاد بست کې د  شارټ لیست وړ نه ګڼل کېږي.
  2. په یادو برخو کې مدیریتي یا تخصصي پنځه کاله.
  3. د هیواد په یوې رسمي ژبې برلاسی ( پښتو یا دري) او په انګلیسي ژبه ( لیکلو او خبرو کولو ) سره بلدتیا.
  4. د دندې اړوند کمپیوټري پروګرامونو کې مهارت درلودل؛
  5. یادونه: په شرایطو برابر معلول وګړي کولی شي یاد بست لپاره نوم لیکنه وکړي.

………………………………………………………………………………………………………………………………………..

د اړینو پاڼو او اسنادو د تسلیمي لارښود