د انترنیتي شبکې کارپوه

 

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کميسيون کار اهل کارته د سپارلو په موخه، چې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د لوړو موخو د پلي کولو ښکارندويي کوي، د بشپړې ملکي خدمتونو ادارې جوړولو لپاره د تېرو اعلانونو په دوام  سره لاندینی بست د غوره، ښو او وړو کسانو د ګومارنې په موخه د آزادې سيالۍ له لارې د رتب او معاش نوي سيسټم سره سم اعلان ته سپاري.

 

ګڼه د بست عنوان د بست

 رتبه

اړونده رياست د بستونو شمېر د خبرتيا پيل نېټه د خبرتيا پاى نېټه
١ د انترنیتي شبکې کارپوه ۴ د مالوماتي تکنالوژۍ ریاست (IT) ۱ ۲/۸/۱۳۹۸ ۱۳/۸/۱۳۹۸

 

په شرايطو وړ کسان نارينه او ښځينه، چې د افغانستان تابعيت ولري؛ کولى شي، چې له (۲/۸/۱۳۹۸) نېټې څخه د (۱۳/۸/۱۳۹۸) نېټې ترپایه پورې د ځانګړو غوښتنليکونو فورمې د سهار (٣٠_٨) بجو څخه د کاري ساعت تر بشپړېدو پورې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلکواک کميسيون، بشري سرچينو رياست، د ګومارنې له آمريت څخه چې د دارالامان سناتوريم سړک ته نږدې شتون لري؛ تر لاسه کړي، يادې فورمې دې له کره ډکېدو وروسته له ټولوغوښتل شويو سندونو سره یوځای د اړونده کړنلارې پر بنسټ د ګومارنې آمريت ته وسپاري، همدارنګه نوموړي کولی شي چې د (www.iarcsc.gov.af) ويب سايټ ته مراجعه وکړي او په انلاین توګه ځانګړې فورمې ترلاسه او وروسته له کره ډکېدوغوښتل شويو اسنادو سره  یوځای  د کړنلارې پر بنسټ د سافټ په ډول د (hr@iarcsc.gov.af) ايميل پتې ته په ټاکلې موده کې ولېږي.

یادونه:

له ټاکل شوې نېټې وروسته غوښتنليکونه نه اخيستل کېږي.

 

د ملکي خدمتونو د دندو بستونو لایحه

 

 

د بست ټولییز مالومات

 
  د بست د خبرتيا شمېره:  
  د دندې عنوان:  د انتر نیتي شبکې کارپوه
  بست: ۴
  وزارت/اداره: اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمیسون
  اړونده څانګه:  د مالوماتي تکنالوژۍ ریاست (IT)-  د دارالانشاء لوی ریاست
  د بست ځاى: کابل
  د بست شمېره: ۱
  رپوټ ورکول: د  شبکې د امنیت او پراختیا آمر
  رپوټ اخيستل: نلري
  د بست کوډ: ۶۲-۹۰-۱۴-۰۰۵
  د بياکتنې نېټه: ۱۲/۰۶/۱۳۹۸

 

د دندې موخه: د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونوخپلواک کمیسون انټرنیټي شبکې څخه ساتنه او د سیستم نصبول او فعال ساتل؛

 

صلاحیت ها و مسئولیت های وظیفوی:

 

  1. ټاکل شویو موخو ته د رسیدو لپاره عمومي پلان سره سم د اړوندې څانګې میاشتني، درې میاشتني او کلني کاري پلان ترتیبول؛
  2. د شبکې ایمني جوړښت، د اطلاعاتو، دیتا ، نرم افزارو او سخت افزاروسیستمونو بررسي کول او ډاډ ترلاسه کول،
  3. په بیلابیلو برخو کې د شبکې د امنیت ساتنې په موخه د اړینو لارو چارو وړاندوینه کول او پلي کول؛
  4. د شبکې او کارکوونکو په کمپیوټرونوکې د موجوده امنیتي خطراتو پېژندل او بررسي کول،  لکه ویروس او د هکرانو یرغل؛
  5. د کمیسون کارکوونکو په کمپیوټرونواو سیستمونو باندې د کاري او مجاز نرم افزارو نصبول اوکمپیوټرونوته د انټي ویروسو لیږدول؛
  6. د امنیتي ستندرد پر بنسټ د شبکې جوړښت طراحي کول او د کمپیوټري ویروسونو زیاتېدو او تیتېدو څخه د مخنیوي لپاره د مناسبو لارو چارو وړاندې کول؛
  7. د شبکې کارکوونکو لپاره کارولو حساب رامنځته کول، د ډومین لاسرسۍ تعیینول او رمزونه جوړول؛
  8. شناسایی مشکلات و نواقص شبکه و تهیه پلان عملیاتی برای تعمیر شبکه؛
  9. نظارت و مدیریت روزانه بر نحوه استفاده از شبکه توسط کار بران؛
  10. هره ورځ د شبکې له کارولو څخه په یو ډول نه په یو ډول څارنه او مدیریت کول؛
  11. حفظ محرمیت از زیرساخت ها و اسناد اداره؛
  12. د ادارې اسنادو او تهدابونو( زېر بناوو) له محرمیت څخه ساتنه کول؛
  13. د ولایتي شبکو ستونځو ته د لاس رسۍ په موخه ولایت څارنې او لاس رسۍ ته اړتیا په وخت کې ولایتي دفترونو ته سفرکول
  14. واک لرونکو مقاماتو او مستقیم آمرته د اړوندو فعالیتونو او لاسته راوړنو میاشتني، درې میاشتني، کلني او د اړتیا پروخت د راپورونو وړاندې کول؛
  15. د ادارې موخو، قوانینو، او مقرراتو سره سم د ټولو هغو دندو تر سره کول چې د واک لرونکو مقاماتو له خوا سپارل کېږي؛

 

د ګمارنې شرایط ( د زده کړې کچه او کاري تجربه)

د دندې دغه لایحه د ۷، او ۳۴، موادوله مخي د ملکي خدمتونو کارکوونکو قانون په پام کې نیولو سره لږ تر لږه د لاندې شرایطو او معیارونو په اساس جوړه شوې ده؛

  1. لږ تر لږه په یادو څانګو کې د لیسانس په کچه زده کړې اسناد ولري (مالوماتي تکنالوژي، کمپیوترساینس، کمپیوتري برنامې، کمپیوټر انجینري او تر دې په لوړه کچه اسناد لرونکو ته لومړیتوب ورکول کیږي؛
  2. په اړونده برخه کې کاري تجربه لږ تر لږه د لیسانس لپاره یو کال؛
  3. د هېواد په رسمي ژبو برلاسى: (پښتو؛ يا دري) اوپه انګليسي ژبې (ويلو او ليکلو) سره بلدتیا؛
  4. د دندې اړوند په کمپیوټري پروګرامونو پوهیدل؛

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

د غوښتنلیک فورم