د انټرنیټي شبکې کارپوه

 

 

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کميسيون کار اهل کارته د سپارلو په موخه، چې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د لوړو موخو د پلي کولو ښکارندويي کوي، د بشپړې ملکي خدمتونو ادارې جوړولو لپاره د تېرو اعلانونو په دوام سره لاندینی بست د غوره، ښو او وړو کسانو د ګومارنې په موخه د آزادې سيالۍ له لارې د رتب او معاش نوي سيسټم سره سم اعلان ته سپاري. په شرایطو برابر لیوال غوښتونکي کولی شي چې خپل غوښتونلیکونه په انلاین توګه د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمیسیون ویپاڼې څخه د (http://lowgrade.iarcsc.com/)لینګ له لارې راولیږي.

د غوښتنې پر مهال د یاد بست   شمېره له لاندې برخې څخه کاپي او د فورم په اړونده برخه کې یې درج کړی.

شماره د بست سرلیک د بست د کوډ شمېره
۱ د انټرنیټي شبکې کارپوه HR-031

 

 

مشخصات بست:

د دندې سرلیک:                  د انټرنیټي شبکې کارپوه

بســــت:                           څلورم

وزارت/اداره:                       د اداری اصلاحاتو او ملکی خدمتونو خپلواک کمیسیون

د بست ځای:                     کابل

د بست شمېر:                     (۱)

اړونده څانګه:                      د (IT) مالوماتي تکنالوژۍ ریاست   – د دارالانشاء لوی ریاست

راپور ورکول  :                       د شبکې د امنیت او پراختیا آمر

راپور اخیستل:                      نلری

تاریخ نشروختم اعلان:          ۲۱/۰۸/۱۳۹۹ الی ۰۲/۰۹/۱۳۹۹

 

د دندې موخه: د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمیسیون انټرنیټي شبکې څارل او د سیستم فعال ساتل او نصبول؛

………………………………………………………………………………………………………………………………………………………

د دندې اړوند واکونه او مسولیتونه:

تخصصی دندې:

  1. د DNS, DHCP, File Server و Kaspersky Server سرورونو او انټرنیټي سرورنو څخه څارنه کول؛
  2. د شبکې ایمني جوړښت، د اطلاعاتو، دیتا ، نرم افزارو او سخت افزارسیستمونو بررسي کول او ډاډ ترلاسه کول.
  3. په بېلابیلو سطحو کې د امنیت ساتلو په موخه، د اړینو لارو چارو وړاندوینه او پلي کول
  4. د شبکې او کارکوونکو په کمپیوټرونوکې د موجوده امنیتي خطراتو پېژندل او بررسي کول،  لکه ویروس او د هکرانو یرغل.
  5. د کمیسیون کارکوونکو په کمپیوټرونواو سیستمونو باندې د کاري او مجاز نرم افزارو نصبول اوکمپیوټرونوته د انټي ویروسو لیږدول.
  6. د کمپیوټري ویروسونو زیاتېدو او تیتېدو څخه د مخنیوي لپاره د امنیتي ستندرد پر بنسټ د شبکې جوړښت طراحي کول او د مناسبو لارو لارو چارو وړاندې کول؛
  7. د شبکې کارکوونکو لپاره د کارولو حساب رامنځته کول، د ډومین لاسرسۍ تعیینول او رمزونه جوړول.
  8. د شبکې ستونزې او نیمګړتیاوې په ګوته کول او د شبکې ترمیم لپاره عملیاتي پلان چمتو کول؛
  9. هره ورځ د شبکې د کارونې څخه څارنه او مدیریت کول کول چې کارکوونکې شبکه څه  ډول کاروي؛
  10. د ادارې اسنادو اوبنسټونو( زېر بناوو) له محرمیت څخه ساتنه کول؛
  11. د اړتیا له مخې د ولایتي شبکو له ستونزوڅخه د څارنې اولاسرسۍ لپاره ولایتي دفترونو ته سفر کول؛

مدیریتي دندې:

  1. د آمریت پلان سره سم، د ټاکل شویو موخو تر لاسه کولو لپاره میاشتني، درې میاشتني او کلني کاري پلان ترتیبول؛
  2. مستقیم آمر او مقاماتو ته د اړونده کړنو او لاسته راوړنو په اړه د میاشتني، دري میاشتني، کلني او د اړتیا په وخت کې د راپورونو وړاندې کول؛
  3. د ادارې موخو، قوانینو او مقرراتو سره سم د ټولو هغو اړوندو دندو ترسره کول چې د مقاماتو له خوا سپارل کېږي؛

د همغږۍ دندې:

  1. د محوله چارو مخکې وړلو لپاره، د کمیسیون اړوندو څانګو سره د همغږۍ او اړیکو ټینګول؛

—————————————————————————————————————————

د ګمارنې شرایط ( د زده کړې کچه او کاري تجربه):

  1. د دندې دغه لایحه د ملکي خدمتونو کارکوونکو قانون ۷ او ۳۴ موادو په پام کې نیولو سره لږ تر لږه د لاندې شرایطو او معیارونو پربنسټ جوړه شوې ده.

د زده کړې رشته:

  1. لږ تر لږه په یادو رشتو کې د لیسانس په کچه د زده کړې اسناد ولري: کمپیوټر ساینس، مالوماتي تکنالوژي، کمپیوتري پروګرامونه، کمپیوټری علوم، د کمپیوټرانجینري، پروگرام لیکنه، د تکنالوژۍ مدیریت ، نتورکینگ، او په یادو رشتو کې د هیواد دننه یا بهر له ملی یا نړیوالو موسسو څخه تر دې په لوړه کچه سند لرونکو ته لومړیتوب ورکول کېږي.
  2. کاري مخینه: له داخلي یا بهرنیو ملی او بین المللي موسسو څخه  د لیسانس په کچه  سند لرونکو ته لږ تر لږه  یوکال  اړونده  کاري تجربه په پام کې نیول شوې ده؛

اړین مهارتونه:

  1. د هیواد په رسمي ژبو (پښتو یا دري ) برلاسی و اوسي او په انګلیسي ژبه د (لیکلو او لوستلو) وړتیا ولري.
  2. د دندې اړوند کمپیوټري پروګرامونو کې مهارت درلودل؛

هڅونې:

  • د دریم او څلورم بستونو معلول نوماندانو لپاره (۵) امتیازۍ نومرې او د دویم او دریم بستونو معلول نوماندانو لپاره (۳) امتیازي نومرې د معلولینو ګومارنې ګړنلارې پر بنسټ ټاکل شوې دي، په هغه صورت کې چې معلولیت یې په کار کې د خنډ سبب ونه ګرځي.
  • ښځينه نوماندانو ته (۵) امیازي نومرې د ګومارنې کړنلارې پر بنسټ ټاکل شوې دي.

نوت: وړمعلول نوماندان په هغه صورت کې یاد بست ته نوملیکنه کولی شي چې، معلولیت یې په کارکې د خنډ سبب ونه ګرځي؛

________________________________________________________________________________________________

د اړینو پاڼو او اسنادو د تسلیمي لارښود